کلتور او ادب

غزل/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدین پيرزاده

ستړ‎ی یم ستومان یمه، دمه به شم
ژوندہ! پریشان یمه، دمه به شم

ستا د خماري سترگو بلا واخلم
سترگې رانه واړ‎وہ نشه به شم

ما ورته قرآن مخې ته ونیوہ
سوله وارخطا شوہ، ویل ستنه به شم

لوڅ سر به د مخ میدان ته نه درځم
اوښکې ویل کونډې! پښتنه به شم

کلی یې له ورایه ښه جَوت وینم
نیت تړ‎م جانانه په سجدہ به شم

ستا د نوراني مخ تصور نه کړ‎م
زہ په ځان پوھیږ‎مه لمبه به شم

لمر یم د ښکیلاک کسوف نیولی یم
رب ته که منظورہ وہ ښکارہ به شم

ھوډ دی بھرنی اشغال به نه منم
مات به شمه، مړ‎ ټوټه ټوټه به شم

تل به مې دیدن کړ‎م د شھید جانان
پاس به پرې رپیږ‎مه جنډہ به شم
__________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۱۸/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل/ حفيظ الدين پيرزاده

سرچینه: نن ټکی اسیا

Tags