ټولنیزي لیکنې

ځینې د وړکتوب پر ژوند پر هوايي پُل راتېر شوي وي

 کمالپوري   

له څو ورځو راهیسې دا عکس ښکته – پورته کېږي، هر یوه خپل د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي، خو دوی هم تر شا یو ستر حقیقت پټوي چې ګنې دوی دا د وړکتوب پر ژوند پر هوايي پُل راتېر شوي وي. لږ به یې ورپه زړه کړم.


کلی:


لس سره ایل خو نامخدا هر یو لري، بیا په دې باروتي هوا کې حوصلې هم په صفر کې ضرب در ونیسه، سړی ستومانه راشي، لمر لا په شین اسمان ولاړ وي چې د ماشومانو د اذانونه اذانګې یې تر غوږو شي، د سړي غږ نور غریو ونیسي چې چوپ شئ، څو د ملا اذان واورو، هغې خوا یې مور پرې غږ وکړي چې پلار مو شور کوي، غږ مو خاورې سه، بیا یې یو شمېر تر دسترخوانه راورسېږي.


– ادې هغه کاسه را وړاندې کړه
– ادې چای کې راته بوره ډېره واچوه 
– ابا دې نجلۍ ته دې ګوره د خولې پېښې راته کوي غلې یې کړه، که نه در ډبوم یې
– ادې خوله مې وسوه!!!!!!! چای کې اوبه راته واچوه
– ځوانیمرګان سئ لږ مو پریږدئ دا اذان واورو

– ښځې د بورې په قوتۍ کې چای ور واچوه خو خوله یې بنده کړه.


دې کې د دوو د اوبو د جام پر سر جګړه شي درب او دروب یې شي، ابا ور ګوره دې چخپړیتې ته، زما له خوله یې جام کش کړ.

د ابا حوصله نوره پسې تنګه سي یوه نه تته توړه پورته کړي.


-لاس دې مات سه سړیه مه یې وهه، روژه مه نیسه چې نه یې شې نیولی.


دې کې یو ځوان یې لا پاتې یې، لیندۍ په غاړه پر برانډې پښې کېږدي په لستوڼۍ یې نیمه پزه پاکه کړي وي او نیمه یې د سپږمو په اړخ کې ورنه خوندي پاتې وي هغه هلته لغتکې وهي.


مور یې: وه ځوانیمرګه زویه څه در پېښه ده، مار وچیچلي یو کپ ډوډۍ ته مو پرېږده، را زهر مو کړل، ته پکې ولې مرور سوې؟ 


– دا دومره دسترخوان چې ډک دی څومره به تاسې خوړلي وي چې دومره لا پاتې دی؟
خدای که یو کپ نور راشکه وکړئ.


نو خوارکۍ بیا هغه په غېږ کې ونیسي پوزه یې ور پاکه کړي په دسترخوان یې کینوي چې ټول ته وخوره لمونځ مو قضا شو.


په دا منځ منځ کې ابا یې قاچاقي یو څو نوړۍ وکړي ایسته کور پرېږدي جومات ته شي.


ښار:


ټول ماشومان یوې خونې ته کړي کارتوني ور ولګوي، یو پکې سر وباسي پلاره ریموټ یې راڅخه واخیست زه مږه او پیشو نیسم دا رحمت الله ورکې بیزو والا ګوري.


– ته راځه دلته کینه ریموټ ور واچوه شور مه کوه چې اذان واورو.
ابل یې راشي، ببو دا دې پریښی او ما نه؟


– خو تاسې پر درسترخوان شور ډېر کوئ دی ورته په زنه لاس کش کړي چې ریموټ دې ولې رانه کړ، خدای که دې پرېږدم.


نوټ: نو اجازه به ورنکړئ چې روژه په کراره ماته کړي نه ډوډۍ ورڅخه څوک تښتوي او نه وږي پاتېږي.
په دې عکس کې هم کتلی شي چې که په کاسو یې سره وویشئ، نو په شمار ۵ کاسې دي او لس دولس ماشومان، نو ضرور به یې خپلې میندې تر پوزې راوستې وي چې ځغلئ جومات ته لاړ شئ چې په ارامه روژه ماته کړو.

پوهېږم چې ماشومان شوخان وي خودا چې ما په لومړیو کې یاده کړه د هېواد دا ناخوالې ضرور پر حوصلې او زغم خپل اغېز ښندي.


بل نوټ: ګوره زه داسې نه یم، زما خپله پخلي کې لاس ګرځي ښه کافي حوصله لرم، هاهاهاها

296 total views, 4 views today

سرچینه: تاند