روغتیا

د ژبې د سوځیدو پر وخت څه باید وکړئ؟

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

ژبه د خولې هغه برخه ده چې د غذا خوړلو او خبرو کولو کې ونډه لري، د ژبې په زخم کېدو او التهاب سره د خوړو په خوړلو او خبرو کولو کې ستونزه رامنځ ته کیږي.

هر انسان ته به دا تجربه شوې وي، چې د تيز يا په ناڅاپي توګه د ګرمو خوړو يا ګرم څښاک، له کبله يې ژبه سوځیدلي وي، خو تاسو کولای شي چې په دغه لارو چارو یې زر درد دملنه وکړئ:

الویرا استفاده کړئ


الویرا(Alvera) یو طبي بوټی دی، چې د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوي او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.

په عام ډول الویرا د سوځيدلي پوستکي په ښه کولو کې مرسته کوي، خو د خولې سوزښت ته هم ګټور دي، په دې کې د اضافي الویرا خاص ډول موجود دي چې په خوله کې اچول کېږي او د مضمضې په شکل بايد استعمال شي، الویرا د جيل او جوس په شکل هم پيدا کېږي.

آیسکریم وخورئ


که مو کله په ګرم خوراک يا څښاک ژبه يا خوله وسوځيږي، نو سمدلاسه آيسکريم وخورئ، خو يوه خبره بايد په ياد ولرئ، چې له اندازې نه بايد زيات آيسکريم ونه خوړل شي، ځکه په هاغه وخت کې انسان ته د خوند احساس کېږي خو وروسته بيا نور زيان رسوي.

له Mouth wash ګټه واخلئ


د ژبې د سوځیدو په وخت کې د غاښونو يا خولې پاکولو مواد، چې په انګلیسي کې ورته Mouth wash وايي، له يوه اندازه مالګه سره ګډه کړئ او سمدلاسه يې په خوله کې واچوئ، غړغړه يې کړئ او بيا يې تويې کړئ. دا کار د خولې د زخم په زر ښه والي کې ډېره مرسته کوي.

نرم خواړه وخورئ
که مو کله په ګرمو خوړو ژبه وسوځيده، نو د څو ورځو لپاره بايد ډېر يخ، ګرم، تروش، ترخه او مساله دار خوراکونه لکه پاپړ، لييز او نور ونه خوړل شي، همدا ډول کوم څښاک چې تيزابيت لري لکه کافي، سوډا، پيپسي او داسې نور بايد ترې ډډه وشي، ځکه دا مو د خولې سوزښت زياتوي او تکليف مو نور هم سختوي.

ډاکټر ته ورشئ
له سوځيدو وروسته که مو په ژبه کې سوروالی، پړسوب، درد او وچوالى ښکاره شو، نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ ،چې په طبي مرستو سره مو د زخم يا پوستکي د خرابوالي مخنيوى وکړي.

یادونه: که چیرې خواړه په قراره وخورئ، نو له دې ستونزې سره به مخ نشئ.

%d bloggers like this:
/* ]]> */