ټیکنالوژي

روباټ او ټیکنالوژي؛ دا دندې تر ۱۰ کلونو له منځه ځي

د ټیکنالوژۍ او نورو انکشافاتو له کبله ورځ تر بلې نړۍ بدليږي. دا بدلونونه له یوې خوا د نویو کاري فرصتونو او اسانتیاوو سبب کیږي او له بلې خوا د ځینو کارونو د ختمیدو او نابودۍ زمینه مساعدوي.

دلته به د هغو دندو په اړه معلومات درکړو، چې وېل کیږي تر راتلونکو لسو کلونو پورې نابودیږي او دوام نه کوي.

باید یادونه وکړو، چې د دغو دندو د کم ارزښته کیدو یا نابودۍ وړاندوینه نړیوالې اقتصادي مجمع کړې ده.

دلته به په نوبت وار ډول دا کارونه یا دندې درته معرفي او د بې ارزښته کیدو یا نابودۍ لاملونه یې بحث کړو:

کروندګري
د ارقامو له مخې د کرنیز صنعت میکانیزه کیدل او ماشیني کیدل په ټوله کې سبب شوي، چې په دغه دنده کې د انساني ظرفیت د کارولو اړتیا او فیصدي ورځ تر بلې راکمه شي.

په دې برخه کې د امریکا متحده ایالاتو مثال د یادونې وړ دی. دغه هېواد په وروستیو کلونو کې د خپل کرنیز صنعت د انساني مرستندویانو رول ۲ سلنه کم کړی.
خو په هند کې لاهم ۵۰ سلنه خلک په کروندګرۍ مصروف دي.

د کروندګرۍ د کم ارزښته کیدو یانې پکې د انساني رول د کم رنګه کیدو لوی دلیل دا دی، چې د دغه صنعت د ماشیني کیدو لګښت د انساني رول په پرتله ډېر ارزانه دی.

د ماشینرۍ ترڅنګ د مصنوعي انسانانو یانې روباټونو رول هم هغه څه دي، چې په کرنیزو فعالیتونو کې انساني رول کمرنګوي او محدودوي.

په وروستیو کې المان داسې یو روباټ نندارې ته وړاندې کړ، چې د غواګانو د غوجلې چارې مخته وړی شي.

د کارخانو کارګران
په جاپان کې وروستي ارقام څرګندوي، چې کارخانې له هرو سل زرو انساني کارګرانو سره ۱۵۰۰روباټ یا مصنوعي انسانان هم پر دندو ګماري.

مصنوعي انسانانو ته کارخانې په دې ډېر لېواله دي، چې چټک، دقیق او بې جنجاله کار ورته کوي.

پرجاپان او المان سربېره ګڼ نور صنعتي هېوادونه هم له مصنوعي انسانانو سره کارکولو ته ډېره ترجیح ورکوي.

خبریالان
آسوشیتدپریس خبري اژانس د کال په هرفصل کې تر ۳ زرو زیات اقتصادي راپورونه د خپلې ټیکنالوژۍ په وسیله تولیدوي.

د دې ترڅنګ د ویکپیډیا د ټولو تولیداتو ۸.۵ سلنه د روباټانو په وسیله تولیدیږي.

سربېره پردې د ټیکنالوژۍ ودې ډېرو رسنیو ته د دې موقع برابره کړې، چې بېړني خبرونه د خپلو مخاطبینو یا خبري سرچینو په مستقیمه همکارۍ ترلاسه کړي.

یانې اوس دا اړتیا کمه ده، چې رسنۍ په هره سیمه کې ځانګړي خبریالان ولري. دوی د دې پرځای کولای شي پخپلو مرکزي دفترونو کې د یوه یا څو همغږي کوونکو په مرسته د ګڼو سیمو خبرونه ترلاسه او خپاره کړي.

رسنۍ اوس د خبریالانو پرځای شنونکو ته ډېره اړتیا لري. دوی په راتلونکي کې هم زیات تمرکز د خبرټولونکو خبریالانو پرځای پر هغو خبریالانو کوي، چې د شننو، تحقیق او نورو تخصصي وړتیاوو لرونکي وي.

په دې توګه د خبرټولونکو او په عامه اصطلاح عادي خبریالانو راتلونکی ښه نه دی.

معلمي
د ټیکنالوژۍ ودې د زده کړو په برخه کې هم ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

اوس ډېر لنډمهاله زده کړې، چې پخوا ورته خلکو ښوونکي نیول، په انلاین ډول د یوټوب له لارې زده کیدای شي.

سربېره پردې رسمي انلاین زده کړې هم اسانه شوي او پراخه شوي دي.

ګڼ نړیوال پوهنتونونه اوس په انلاین ډول خپل محصلین د چمتو شویو روزنیزو پکیجونو څخه برخمنوي او دا کار به په راتلونکي کې لا چټک شي.

دغه وضعیت په چټک ډول په روزنیزه برخه کې انساني رول یانې د ښوونکو نقش کمرنګه کوي.

روغتیایي کارمندان
په طب کې هم ورځ تربلې د ټېکنالوژۍ ونډه زیاتیږي. دا ونډه د انساني نقش د کمرنګه کیدو سبب کیږي او په دغه ډګر کې د مرستندویو کارکوونکو شمېرکموي.

وکیلان او حقوقي کارپوهان
د ټیکنالوژۍ وده سبب کیږي، چې په عدلي او قضایي برخه کې هم سهولتونه زیات او د شخړو د حل و فصل او ثابتولو لپاره د مدافع وکیلانو او حقوقي کارپوهانو نقش کمرنګه شي.

ټیکنالوژي د دوی هغه هڅې، چې د اطلاع موندنې لپاره یې کوي، کم ارزښته کوي.

منشیان یا حسابداران
پخوا به زیاتو کاروباریانو منشیان یا حسابداران لرل. اوس د حسابدارۍ ماشینونه او نور امکانات زیات شوي او لا نور به زیات شي.
دغه وضعیت د منشیانو یا حسابدارانو په حیث د انسانانو کاري فرصت کم کړی او لا نور به یې کم کړي.

ډریوري
ډریوري یا موټرچلونه تر ډېره د یوه کسب په توګه پېژندل کیده، خو اوس هر څوک تقریبا هڅه کوي چې خپله موټر چلول زده کړي.
دغه وضعیت د یوه کسب یا کار په توګه د ډریورۍ د نابودۍ سبب کیږي.

%d bloggers like this: