لوبې

انډرسن او براډ په ګډه انګلستان لپاره «۱۰۰۰» ټيسټ ويکټې واخيستې

نن ټکی اسيا (جمعه، ۵ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د انګلستان دوه تکړه چټک توپ اچونکو جيمس انډرسن او سټورټ براډ د انګلستان لوبډلې لپاره په ګډه ۱۰۰۰ ويکټې واخيستې.

سټورټ براډ او جيمي انډرسن چې د انګلستان لوبډلې لپاره په يو ورځنۍ او ټيسټ لوبو کې لومړۍ توپ اچونه کوي او تر ډيره بريالي ثابت شوي دريم زياتې شريکې ويکټې اخيستونکي شول.

د انګلستان لوبډله دا مهال د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې په ټيسټ سيالۍ بوخته ده، جيمس انډرسن په کې ۲۷م وار پنځه ويکټې واخيستې، خو سټورټ براډ په لوبډله کې نه دی شامل شوی‌، په يادو ۱۰۰۰ ويکټو کې جيمس انډرسن ۵۶۷ او سټورټ براډ ۴۳۳ ويکټې اخيستي دي.

د جيمس انډرسن په پنځه ويکټو اخيستلو د دواړو ترمنځ شريکې ۱۰۰۰ ويکټې پوره شوې، چې په نړۍ کې له ګلين ميګرات او شين وارن څخه وروسته دريم غوره توپ اچونکي شول، خو هغه مهال چې دواړه په لوبډله کې يو ځای شامل وي په ګډه يې ۸۵۱ ويکټې اخيستې دي.

دوه-دوه لوبغاړي چې په لوبډله کې شامل وي او په ګډه يې زياتې ويکټې اخيستې دي:

ګلين ميګرات او شين وارن، ۱۰۴ لوبې او «۱۰۰۱» ويکټې
مورلي درن او چمينده واز، ۹۵ لوبې او «۸۹۵» ويکټې
جيمس انډرسن او سټورټ براډ ۱۱۱ لوبې او «۸۵۱» ويکټې
دا ډول په څلورم نمبر والش او امبروز او په پنځم نمبر وسيم اکرم او وقار يونس دي.

د يادونې ده چې جيمس انډرسن په ټيسټ سياليو کې لومړی چټک توپ اچونکی دی چې زياتې ۵۷۰ ويکټې يې اخيستې دي، نوموړي څو مياشتې وړاندې د ګلين ميګرات د زياتو ويکټو ريکارډ مات کړ.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: انډرسن او براډ په ګډه انګلستان لپاره «۱۰۰۰» ټيسټ ويکټې واخيستې

سرچینه: نن ټکی اسیا