لوبې

نېپالي ۱۶ کلن لوبغاړي د شاهد افریدي او ټېنډولکر ریکارډونه مات کړل

د نېپال تنکي ماشوم چې اوس ایله ۱۶ کاله عمر لري د شنبې په ورځ د جنور په ۲۶ مه نېټه د کم عمر لوبغاړي په توګه د هندوستاني او پاکستاني ریکارډونه مات کړل.

نېپالي روهېت پاودِل وکولای شول، چې د خپل ژوند په شپاړسم کال کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په دوبۍ کې په دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې د کم عمره لوبغاړي په توګه ریکارډ ثبت کړي.

روهېت پاودِل وکولای شول، چې په ۵۸ توپونو ۵۵ منډې وکړي او نېپال د درې یو ورځنیو لوبو په لړکې په لومړۍ بریا ونازوي.

عربي متحده اماراتو او د نېپال لوبډلې ترمنځ په دوبۍ کې د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ روانه ده، لومړۍ لوبه عربي متحده اماراتو ګټلې او دوهمه لوبه نېپال په ۱۴۵ منډو وګټله.

نېپالی پاودل ۱۶ کاله او ۱۴۶ ورځې عمر لري او وې کولای شول چې له ټېنډولکر او افریدي څخه په کم عمر کې نیمه سلیزه ثبت کړي او ریکارډ جوړ کړي.

ټېنډولکر د ۱۶ کلونو او ۲۱۳ ورځو و، چې د پاکستان خلاف یې ۵۹ منډې کړې وې، دا مهال ټېنډولکر په کم عمر کې د نیمه سلیزې ریکارډ جوړ کړی و.

ټېنډولکر دا منډې د پاکستان خلاف په ټېسټ لوبه کې کړې وې.

شاهد افریدي د ۱۶ کلونو او ۲۱۷ ورځو و، چې د سریلانکا خلاف یې په یو ورځنۍ لوبه کې په ۳۷ توپونو سلیزه وهلې وه.

په دې ډول روهېټ پاودل له دواړو کم عمره دی، چې نیمه سلیزه یې ووهله.

نېپال د پاودل د نیمه سلیزې پرمټ ۲۴۲ منډې وکړې او ۹ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.

نېپال وتوانېده چې کوربه لوبډلې ته په ۱۴۵ منډو ماته ورکړي.

پاودل د نړۍ په کچه د کم عمره لوبغاړي ریکارډ نه دی خپل کړی، بلکې یوه ښځينه لوبغاړې ترې مخکې ده، دا کم عمره تنکۍ لوبغاړې د سیهلي افریقا جوهماري لاګټېن بورګ ده، هغه د ۱۴ کلونو وه، چې نیمه سلیزه یې وهلې وه.

د پرون ورځې تر پایه د پاودل په لوبه ډېری خلکو مثبت غبرګونونه ورکړي وو.

دا لومړی ځل نه دی چې پاودل د رسنیو د سرټکی ګرځي، بلکې په ۲۰۱۶ م کال کې هغه هندوستانی کاملېش نګرکوټي ټکولی و، له هغه یې په یوه اورکې ۲۴ منډې اخېستې وې.

پاودل ځوان لوبغاړی دی او د نېپال لوبډلې لپاره یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل وکړ.

نېپال او عربي متحده اماراتو دوه یو ورځنۍ لوبې کړي، چې یوه عربو او بله نېپال وګټله، دریمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: