لوبې

په ښځينه بېګ باش لیګ کې سېکسرز لوبډله له اتلولۍ پاتې شوه

د نارینه وو بېګ باش لیګ سیالیو سربېره اسټرالیا د ۲۰۱۵ م کال راهیسې د ښځينه وو لپاره هم سوداګریزې سیالۍ لري.

دا سیالۍ تر دې دمه څلور پړاوونه ترسره شوي دي، ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونوکې یې څلورم پړاو ترسره شو.

د دې لوبو لومړی پړاو سېډني تندر لوبډلې ګټلی و، دا پړاو په ۲۰۱۵ او ۱۶ کلونوکې ترسره شوی و، دوهم پړاو یې چې په ۲۰۱۶ او ۱۷ کلونوکې ترسره شو، سېډني سېکسرز لوبډلې وګاټه، دریم پړاو په ۲۰۱۷ او ۱۸ کلونوکې ترسره شو، د دې لوبو اتلولي د دوهم ځل لپاره سېډني سېکسرز لوبډلې وګټله.

درې واړو پړاوونوکې د یوه ښار دوه لوبډلې اتلولۍ ته رسېدلې وې؛ خو دا ځل کیسه او پایله اپوټه یا برعکس وه، دا ځل د اسټرالیا د یو بل ښار لوبډله اتله شوه او په دې ډول د ښځينه لیګ اتلولي د یوې نوې لوبډلې په ګوتو ورغله.

د ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو ښځينه بېګ باش لیګ
د ۲۰۱۸ او ۱۹ کلونو بېګ باش لیګ د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شو، سېډني سېکسرز، سېډني تندر، برېسبېن هیټ، مېلبورن رېنېګېډز، مېلبورن سټارز، پېرت سکارچرز، هوبرټ هرېکېنز او اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې د دې لیګ په اوږدو کې لوبېږي.
دې لیګ کې دغو اته لوبډلو ۵۹ لوبې وکړې.

لوبډلې او د نومرو جدول
سېډني سېکسرز لوبډلې شل نومرې لرلې او لومړي مقام کې وه دا لوبډله تر نیمه پایلوبې او له هغه ځای بیا تر پایلوبې رارسېدلې وه.

سېډني تندر لوبډلې ۱۹ نومرې لرلې، د نومرو په جدول کې دوهم مقام کې وه او لومړۍ نیمه پایلوبه کې یې له برېسبېن هیټ لوبډلې ماته وخوړه او له سیالیو بهر شوه.

برېسبېن هیټ لوبډلې ۱۸ نومرې خپلې کړې وې او په نیمه پایلوبه کې یې سېډني تندر لوبډلې ته ماته ورکړې وه او تر پایلوبې راورسېده.

مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې ۱۵ نومرې ترلاسه کړې وې او تر نیمه پایلوبې ورسېده؛ خو نیمه پایلوبه کې ورته سېډني سېکسرز ماته ورکړه او له سیالیو بهر شوه.

پېرت سکارچرز ۱۴ نومرې لرلې او تر نیمه پایلوبو ونه رسېده.

اډیلایډ سټرایکرز او مېلبورن سټارز لوبډلو یوولس، یوولس نومرې درلودې شپږم او اووم مقامونه یې خپل کړي دي او هوبرټ هرېکېنز لوبډلې بیا څلور نومرې درلودې او وروستي مقام کې وه.

په نارینه بېګ باش لیګ کې چې لا هم روان دی، د هوبرټ لوبډله لومړی مقام لري؛ خو ښځينه لوبډله یې بیا تر ټولو وروستۍ وه.

دا سیالۍ د جنوري په ۲۶ مه نېټه د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.

پایلوبه او دوه لوبډلې
سېډني سکسرز او برېسبېن هیټ لوبډلې پایلوبې ته ورسېدې، چې ټاس سېکسرز لوبډلې وګاټه او توپ وهنه یې وکړه؛ دې لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د لوبډلمشرې ایلایس پېري د ۳۳ منډو پرمټ ۱۳۱ منډې وکړې.

ګرېس هېرېس درې لوبغاړې وسوځولې.

برېسبېن هیټ لوبډلې دا هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدوسره د شلم اور په دوهم توپ د بېت موني د ۶۵ منډو پرمټ پوره کړ او د تېر کال اتلولې لوبډلې ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.

برېسبېن هیټ ښځینه لوبډلې د لومړي ځل لپاره د بېګ باش ښځينه لیګ اتلولي واخېسته او د تېر کال اتله لوبډله یې مغلوبه کړه.

د لوبې غوره لوبغاړې بېت موني اعلان شوه او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړې د سېکسرز لوبډلې لوبډلمشره ایلایس پېري ونومول شوه.

ایلایس پېري سږ کال په دغه لیګ کې ۷۷۷ منډې وکړې.

هېتر ګراهام ۲۲ وېکټې اخېستې وې، چې تر ټولو مخکښه وېکټ اخېستونکې وه.

سرچینه: یاران

%d bloggers like this: