نړۍ

فلپين: کليسا کې دوو چاودنو ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د فلپين هيواد په سولو ايالت کې کې په يوې کلسيا کې د دوو غبرګو چاودنو له امله اويا تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سولو ايالت امنيتي چارواکي وايي چې په دې چاودنو کې د امنيتي سرتيرو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي او د ځينو نورو ټپيانو روغتيايي وضعيت د انديښنې وړ بلل شوی دی.

د سولو ايالت پوليس وايي چې لومړنۍ چاودنه په کليسا کې رامنځته شوه او کله چې مرستندويه ټيمونه د پيښې ځای ته ورسېدل بله چاودنه هم وشوه.

د فلپاين امنيتي چارواکي وايي چې له پيښې وروسته يې د سولو ايالت د نورو کليسا ګانو د امنيت له پاره هم ګامونه اخيستي دي.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: فلپين: کليسا کې دوو چاودنو ۷۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: