نړۍ

اسفندیار ولي هم ټنګار کړې چې افغان حکومت دې د سولې په حتمي موافقې کې شامل شي

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د افغان سولې په اړه حتمي موافقې کې بايد افغان حکومت شامل کړل شي.

نوموړي دا خبره پرون په پېښور کې د ولي خان تلين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.

د افغانستان د قونسلګرۍ مشر محمد هاشم نیازی هم‏ غونډې ته په وینا کې په افغان طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */