نړۍ

امريکا: د نامعلومه وسله والو په ډزو درې تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۷سلواغې، ۱۳۹۷ل): د امريکا په پلازمينه واشنګټن کې د نامعلومو وسله والو په ډزو درې تنه وژل شوي دي.

د واشنګټن پوليس وايي چې دوو تنو وسله والو د سپرليو په يو موټر ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې درې تنه وژل شوي دي.
پوليس وايي چې د دوو تنو وژل شويو جسدونه په بس کې ترلاسه شول او د دريم هغه يې له بس څخه په ۴۵ مترۍ کې ترلاسه شوی دی.

د واشنګټن امنيتي چارواکي وایي چې بريد ګر له پيښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي خو زياتوي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستي.

د يادونې وړ ده چې په امريکا کې وخت په وخت په ښوونځيو، پوهنتونونو، کنسرتونو او عامه ځايونو کې په خلکو وسله وال بريدونه کيږي چې په له امله يې مرګ ژوبله اوړي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: امريکا: د نامعلومه وسله والو په ډزو درې تنه وژل شوي

سرچینه: نن ټکی اسیا