لوبې

پاکستان کرېکټ بورډ د «آی سي سي» پر پريکړې نيوکې کړي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۷ سلواغه، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغې چې د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا پر پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر سرفراز احمد د نسل پرستۍ او تعصب جملو په استعمال د څلورو لوبو بنديز ولګېد د پاکستان کرېکټ بورډ د آی سي سي پر پريکړه نيوکې کړي او ناخوښي يې وښودله.

د پاکستان کرېکټ څخه په خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د سرفراز احمد له بخښنې وروسته د سويلي افريقا او پاکستان کرېکټ بورډونو او لوبغاړو ترمنځ ستونزه په ښه ډول حل شوه او سويلي افريقا د سرفراز احمد بخښنه هم منلې وه.

د پاکستان کرېکټ بورډ زياته کړې چې پر کرېکټ نړيوالې شورا يې اعتراض دادی چې کله يوه ستونزه په ښه ډول حل کیږي سزا ته اړتيا نه ليدل کيږي، بايد آی سي سي په خپلو کړنلارو کې تغير راولي، مونږ به دغه ستونزه د کرېکټ په نړيواله کمېټه کې پورته کوو.

د پي سي بي لخوا زياته شوې چې دوی د بد اخلاقۍ پر کړنلاره اعتراض نه لري او نه هم کوم لوبغاړي ته دداسې کولو اجازه ورکوي خو که ستونزه په ښه ډول حل کيږي د سزا حتمي کول منفي اغيز کوي.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د کرېکټ نړيوالی شورا لخوا پر سرفراز احمد د څلورو نړيوالو لوبو بنديز لګېدلی چې د دوه يو ورځنيو لوبو سربېره به په راتلونکو دوه شل اوريزو سياليو کې هم ګډون نشي کولای.

ددې لپاره د پاکستان کرېکټ بورډ سرفراز احمد پريکړه کړې چې سرفراز به په وروستۍ لوبه کې د ګډون پر ځای هېواد ته ستنيږي او پر ځای به يې محمد رضوان ويکټ کيپينګ او شعيب ملک لوبډلمشري کوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: پاکستان کرېکټ بورډ د «آی سي سي» پر پريکړې نيوکې کړي

سرچینه: نن ټکی اسیا