لوبې

اکثره ویکټ ساتونکي ولې ښه توپوهونکي وي؟

د عزت الله احمدزي لیکنه

د کرکټ په ډګر کې ډیر داسې ویکټ ساتونکي شته چې ښه توپ وهونکي هم دي راز یې څه دی؟ ویکټ ساتنه ساده کار نده، ځیرکتیا غواړي، او ډېر تمرین ته اړتیا لري.

هر ویکټ ساتونکی د توپ اچونکو په توپ پوهیږي، چې توپ چیرته پیچ کوي او کله چې له توپ وهونکي بال مس شي څه ډول یې لاسته راوړي. ویکټ ساتونکي زیات ځیرک وي، ډېر کله چې توپ وهونکی توپ پسې مخته لاړ شي او توپ په بېټ رانه ولي نو ویکټ ساتونکی یې سټمپ اوټ کړي.

بل پلو هر توپ وهونکی هڅه کوي چی بال سم جج کړي او بال ته په کتو شاټ ترسره کړي. دا چې توپ ته کتل یو ډول دي خو فرق یې دادی چې ویکټ ساتونکی توپ په لاس کې رانیول غواړي او توپ وهونکی پرې شاټ ترسره کول نو په همدې دلیل د ویکټ ساتونکي تمرین د هغو توپ وهونکو په پرتله زیات دی چې ویکټ ساتونکي ندي. همدا د ویکټ ساتنې تجربه له دوی سره مرسته کوي چې ښه توپ وهونکي شي.

په کرکټ کې هغه لوبغاړي چې د ښې ویکټ ساتنې ترڅنګ په ښه توپ وهنه هم مشهور دي، ډیر داسې لوبغاړي لیدل کیږي؛ خو دلته یوازې درې لوبغاړي درپېژنم.

لومړۍ د سریلانکا پیاوړي پیلونکی لوبغاړي کمارا سنګاکارا چې په کیڼ لاس به یې توپ وهنه کوله، د ویکټ ساتنې دنده یې هم پرغاړه وه، سنګا کارا په ویکټ ساتنه کې ډېر چټک و، د خپلې لوبډلې لپاره او په تجارتي لوبو کې یې ډېر سټمپونه هم ترسره کړي او هم یې د ویکټو ترشا ریکارډ جوړونکي کېچونه ترلاسه کړي. د دې ترڅنګ یې په ۴۰۴ یو ورځنویو لوبو کې له ۲۰۰۰کال نه – ۲۰۱۵ کال پورې چې په همدې کال یې له نړیوال کرکټ سره مخه ښه هم وکړه ټولې یې ۱۴۲۳۴ منډې کړي.

دویم د هندوستان هیواد ایم ایس ډهوني چې د ښې ویکټ ساتنې ترڅنګ ښه توپ وهونکی هم دی. ډهوني په ۳۳۷ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۴۱۴ منډې کړې لاهم د نیوزیلینډ پر وړاندې په یو ورځنویو سیالویو کې په لوبو بوخت دی د جنوری په ۲۵ مه ډهوني په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۳۳ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې منډې وکړي او په ویکټ ساتنه کې یې نیوزیلینډۍ ټایلور په ډېرې چټکۍ سره سټمپ اوټ کړ.

دریم شهزاد محمدي د افغان لوبډلې د پیل توپ وهونکی چې شا او خوا ۳۰ کاله عمر لري. شهزاد په ښي لاس توپ وهنه کوي. په زیاتو لوبو کې چې کله شهزاد برید کونکې توپ وهنه وکړي لوبډله د بري ۸۰ سلنه چانس ترلاسه کوي؛ ځکه چې کله هم شهزاد سیټ شي نو د هر قسم توپ اچونکي پروړاندې د لیدلو وړ شاټونه ترسره کوي. د دې ترڅنګ چې یو خطرناک او برید کونکی توپ وهونکی دی په ویکټ ساتنه کې هم د خپلې لوبډلې لپاره ستر رول لوبوي افغان لوبډلې یې تشه هغه وخت احساس کړه، چې کله پرې د لوبو کولو بندیز وو.

که څه هم چې اوس مهال افغان کرکټ لوبډله د پرمختګ په حال کې ده؛ خو په ویکټ ساتنه کې لا هم شهزاد ته په ټیم کې اړتیا لیدل کیږي او دده ویکټ ساتنه له ام ایس ډهوني سره پرتله کولی شو؛ نه یوازې د شهزاد ویکټ ساتنه بلکې د چورلکې شاټ کوم چې د ډهوني شاټ دی شهزاد یې هم په ښه ډول ترسره کولای شي او دا یې د خوښې وړ شاټ دی.

د یاران درنو لوستونکو دا چې کوم درې لوبغاړي دروپېژندل شول دوی پیاوړي ویکټ ساتونکي توپ وهونکي وو. د کرکټ په ډکر نور هم داسې لوبغاړي شته چې ویکټ ساتونکي دي؛ خو په ښه توپ وهنه هم شهرت لري.

سرچینه: یاران