نړۍ

پامپیو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په وینزويلا کې له نوي بدلون څخه ملاتړ وکړي

پامپیو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په وینزويلا کې له نوي بدلون څخه ملاتړ وکړي

 د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتي چې په وینزویلا کې د راغلي ډیموکراټیک بدلون ملاتړ وکړي.

پامپیو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته ویلي: «نن زه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر ټولو غړو غږ کوم چې د وینزويلا د ډیموکراټیک تغیر ملاتړ وکړي او د موقت ولسمشر په توګه د خوان ګایدو ملاتړ وکړي».

نوموړي د نیکولاس مادرو په مشرۍ، د وینزويلا حکومت یو مافیایي حکومت یاد کړی او ویلي یې دي چې دغه سوسیالستي حکومت، یاد هېواد له بېوزلۍ سره مخ کړی دی.

پامپیو له هغو هېوادونو چې د وینزویلا د اپوزېسیون ملاتړ کوي، غوښتي چې د مادرو له حکومت سره اقتصادي راکړه ورکړه بنده کړي.

هغه زیاته کړې: «اوس هغه وخت دی چې هر ملت باید خپله خوا معلومه کړي، نور باید ځنډ ونه ‌کړي، نورې سیاسي لوبې ونه ‌کړي، تاسو یا د ازادۍ له ځواکونو سره ودرېږئ یا له مادرو او ګډوډۍ سره».

بلخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي، واسیلي نبېنزیا د امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال، په واشنګټن تور پورې کړی چې په وینزویلا کې د کودتاه ملاتړ کوي او دغه هېواد نړیوالې سولې او امنیت ته ګواښ نه‌ دی پېښ کړی، نو باید منزوي هم نه ‌شي.

د مادرو حکومت له واشنګټن سره ډیپلوماټیکې اړیکې قطع کړې دي او امریکايي ډیپلوماټانو ته یې ویلي دي چې ژر تر ژره دې له دغه هېواد څخه ووځي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر غونډې یوه ورځ وړاندې جرمني، فرانسې او اسپانیې ویلي وو چې که د اتو ورځو په ترڅ کې ټاکنې ونه شي، د خوان ګایدو موقت حکومت به په رسمیت وپېژني، خو د وینزویلا د بهرنیو چارو وزیر خورخي اریزا دغه وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې اروپا دې موږ ته د ټاکنو لپاره وخت نه ټاکي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو