لوبې

هغه څه چې له امله یې افریقايي لوبغاړي ګلابي لباس اغوندي

تاسې به لیدلي وي، چې د سهیلي افریقا کرکټ لوبغاړي کال کې یو ځل یا دوه ځلې ګلابي لباس په تن کوي، د دې سربېره د لوبغالي شا او خوا افریقایي ننداره کوونکي هم ګلابي جامې اغوندي.

ښایي تاسې سره هم پوښتنه وي، چې ولې پرون د یکشنبې په ورځ د سهیلي افریقا لوبغاړو پېنک یا ګلابي رنګه لباس اغوستی و؟
ځواب درته وایو. د دې جامو تر شا راز وجود لري او په دې راز مو دلته پوهوو.

د سهیلي افریقا د کرکټ لوبغاړي یو ورځ ګلابي لباس پر تن کوي، دا لباس د ۲۰۱۳ م کال څخه د سهیلي افریقا لوبغاړي پر تن کوي.
راز ته وروسته راځو لومړی د پرونۍ لوبې معلومات درکوو:

پېنک یا ګلابي لباس او د افریقې ماته
د سهیلي افریقا لوبغاړو د ۲۰۱۹ م کال د جنوري په ۲۷ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ګلابي لباس پر تن کړی و او د پېنک ډی یا ګلابي رنګ په ورځ یې ماته هم وخوړه.

پېنک ډی لوبه کې سهیلي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه، دې لوبډلې په ۴۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره د هاشم امله د ۵۹ منډو او د لوبډلمشر فاف ډوپلیسي د ۵۷ منډو پرمټ ۱۶۴ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره عثمان خان ۴ وېکټې واخېستې.

پاکستان دا هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۱ اعشاریه ۳ اورونو کې د امام الحق د ۷۱ منډو، د فخرزمان د ۴۴ منډو او د بابراعظم د ۴۱ ناسوځېدلو منډو پرمټ پوره کړ او سهیلي افریقا ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی عثمان خان ونومول شو.

پاکستان له سهیلي افریقا سره سیریز دوه د دوه پر وړاندې مخته یوړ، دوی یوه بله یو ورځنۍ لوبه هم لري، چې د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي، خو پېنک ډی لوبه نه ده.

ګلابي رنګ او کرکټ کې یې موخه
۲۰۱۳ م کال کې سهیلي افریقا دا لوبې د دې لپاره پیل کړې، چې په ښځينه وو کې د سینې سرطان د مخنیوي لپاره کمپاین وکړي.

۲۰۱۳ م کال کې هندوستان سهیلي افریقا ته سفر کړی و او دا مهال یې له افریقا سره لوبه وکړه.

دا لوبې په ۲۰۱۳ م کال کې د ګلابي رنګ ورځ یا پېنک ډی په نامه د سهیلي افریقا په جوهونزبورګ ښار کې په یو روغتون کې د دې لپاره رامنځته شوې، چې په دغه روغتون کې د سینې سرطان د ناروغانو لپاره پېسې راټولې کړي او په دې ډول په ټول هېواد کې د سرطان ناروغانو درملنه وکړي.
دا چاره د ۲۰۱۳ کال د فبروري په ۱۰ مه نټېه ترسره شوه.

په هغه وخت کې ګلابي کړۍ یا بنګړي جوړ شول او پرېکړه وشوه، چې افریقایي لوبغاړي دا پر لاس کړي، ترڅو خلک ذهنیت واخلي او دا ورځ عامه شي.

په سبا تصمیم ونیول شو، چې افریقايي لوبغاړي باید د هندوستان خلاف ګلابي جامې واغوندي او هغه ننداره کوونکي چې د لوبې نندارې ته راځي هغوی هم باید ګلابي لباس پر تن کړي.

په دې ډول د سهیلي افریقا دولت په هغه ورځ ملیونونه افریقایي روپۍ جمع کړې او د ناروغانو درملنې ته یې وقف کړې.

ننداره کوونکي ډېر زیات راغلل او هغوی تشویق شول چې د لوبې نندارې ته راشي.

افریقا تر اوسه پورې درې ځلې د پېنک ډی لوبې ګټلي دي، خو پاکستان ترې د سږکال لوبه وګټله.

هندوستان په ۲۰۱۳ م کال کې افریقاته درې د سفر پر وړاندې ماته ورکړه او دا لومړی سیریز و، چې هندوستان په افریقا کې له افریقا څخه وګاټه.

۲۰۱۵ کال کې ویسټ انډیز سره دا لوبه ترسره شوه، چې افریقا پکې لوبه وګټله او ای بي ډیویلېئرس په ۳۱ توپونو سلیزه ووهله او دا په یو ورځنیو لوبو کې د چټکې سلیزې ریکارډ دی.

۲۰۱۷ کال کې دا لوبې دوه ځلې ترسره شوې، لومړی انګلستان سره او بیا له سریلانکا سره وشوه.

۲۰۱۵ کال کې سهیلي افریقا د ای بي ډیویلیئرس د چټکې سلیزې او د هاشم امله د سلیزې پرمټ ۴۳۹ منډې کړې وې، چې ویسټ انډیزته یې په ۱۴۸ منډو ماته ورکړه.

د لوبې پرمهال کله، کله لوبغاړي د کمپاین لپاره یو څه په لاس او یا هم پر تن کوي، که ستاسې یاد شي کله چې کابل کې ۲۰۱۷ کال کې ټانکر بم برید وشو، نو راشدخان، محمدنبي په آې پي ایل له لاسونو تورې پټۍ تړلې وې، چې ورسره د حېدراباد ټولو لوبغاړو دا پټۍ له مټونو څخه تړلې وې او په دې ډول له افغانانو سره د سترې غمجنې پېښې غمرازي ښکاره کړه.

سرچینه: یاران