نړۍ

فواد چوهدري: ډونالډ ټرمپ مو د سولې په خبرو کې خوشاله کړی

د پاکستان اطلاعاتو وزیر: فواد چودري

د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي چې د سولې خبرو ته د طالبانو په کېنولو کې د دوی رول ښکاره دی او د امریکا ولسمشر ورنه خوشالي څرګنده کړې ده.

هغه ویلي، پاکستان هیله لري چې د امریکا او‌ طالبانو ترمینځ شوې خبرې به ښې پایلې ولري. نوموړي د عرب اماراتو له ګلف نیوز ورځپاڼې سره په مرکه ویلي، خبرو ته د طالبانو د کېنولو له امله ټرمپ دومره خوشحاله دی چې د پاکستان لپاره یې خپله تګلاره بدله کړې ده.

هغه وویل افغانستان کې امن یوازې د امریکا نه بلکې د پاکستان په ګټه هم دی، نو همدا لامل دی چې پاکستان په خپل ټول توان افغان سوله کې خپل رول ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تل پاکستان د وسله والو ډلو پر ملاتړ تورن کړی دی او دوه میاشتې وړاندې یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته لیک لېږلی وو او ترې یې په افغان سوله کې د ریښتینې همکارۍ غوښتنه کړې وه چې له هغه وروسته طالبانو او امریکایي لوري په دوبۍ او قطر کې د افغان سولې په اړه مهمې ناستې وکړې.