ټولنیزي لیکنې

د رسمي نکاح ارزښت | ليکواله: نسیمه باري

کورنۍ د ټولني اساسي واحد دی چي د نر او ښځي د واده په وسیله جوړېږي. واده د دوو خواوو تر منځ عقد يا تړون دی چي د دې تړون له مخي دواړه خواوي يو شمېر حقوق او مسئوليتونه لري. په پرمختللو هيوادونو کي نکاح په ځانګړې دولتي اداره کي په رسمي ډول ثبت کېږي، خو په افغانستان کي اکثريت نکاح په شفاهي ډول وي چي د ګڼ شمېر ستونزو سبب کېږي.

د افغانستان په محکمو کي اکثريت دعوې کورنۍ وي چي يوه لويه برخه یې ميراث او طلاق دی. څرنګه چي د دعوې له دواړو خواوو سره نکاح خط نه وي، نو دغه ډول دعوې ډېري پېچلي او حل او فصل کېدل يې ډېر ګران کار وي، له همدې امله ډېر وخت نيسي او د دې تر څنګ فساد ته هم لاره اواروي.

که موږ نکاح په رسمي ډول ثبت کړو او نکاح خط ولرو، نو په راتلونکي کي به له ډېرو ستونزو څخه خوندي يو چي له دې جملې څخه يو يې هم جبري ودونه دي. په نکاح کي يو اساسي شرط ايجاب او قبول دی، که نکاح رسمي وي، نو قاضي هيڅکله جبري نکاح ته اجازه نه ورکوي او نه داسي نکاح رسمي کوي چي يو اړخ ناراضه وي، خو اوس چي نکاح شفاهي بڼه لري، نو موږ د زرګونو جبري ودونو شاهدان يو او په دې اړه په رسنيو کي هم ډېر راپورونه خپاره سوي دي.

  رسمي نکاح د جبري ودونو د مخنيوي تر څنګ د هغو طلاقونو مخه هم نيسي چي پر عدالت نه وي ولاړ او که ښځه له نارينه څخه طلاق (طلاق خلع) غواړي، نو د رسمي نکاح خط په صورت کي دا طلاق اسانه کېږي، خو د شفاهي نکاح په صورت کي د ښځي لاس او پښې تړلي او له خپل مېړه څخه طلاق اخيستل ورته ګران کار دی.

 دغه ډول که کوم نارینه يوه ښځه له کوم جرم او ګناه پرته طلاقوي او يا تور په پوري کوي، نو ښځه له خپل حق څخه دفاع نه سي کولای، آن دا چي دا هم نه سي ثابتولای چي دا یې مېرمن ده، همدا شفاهي نکاح ده چي پر ښځو باندي ډول ډول تاوتريخوالي ته يې لاره اواره کړې ده.

په افغانستان کي د ماشومانو ودونه يوه بله لویه ستونزه ده چي دا ستونزه هم له شفاهي نکاح څخه راپيدا سوې ده. موږ د داسي نجونو او هلکانو د نکاح شاهدان هم يو چي لا تر اوسه نه دي زېږېدلي، داسي ناوياني مو هم ليدلي چي واده نه پېژني، جنسي بلوغ ته نه وي رسېدلې او لا د نورو ماشومانو غوندي له ناوکيانو (نانځکو) سره لوبي کوي. څرنګه چي دغسي ماشومي نجونيخپل مېړه له جنسي پلوه نه سي راضي کولای او د کور په تنظيم او اداره هم نه پوهېږي، نو له همدې امله د مېړه او خسرګنۍ له خوا زور زياتی ورسره کېږي، خو که چېري د نکاح رسمي کېدل جبري سي، نو خلک مجبوره دي چي د نکاح لپاره محکمې ته ورسي او په محکمه کي قاضي هيڅکله هم د نابالغ هلک او نابالغي نجلۍ نکاح نه ورتړي.

له ښځو سره د تاوتريخوالي په لړ کي يو هم د نارينه وو څو ودونه دي. کله نارينه يوه يا څو ښځي لري، خو نجلۍ ته ځان مجرد معرفي کوي او هغه تېرباسي، ځينو نارينه وو  د هوس له مخي يوه يا څو ښځي طلاقي کړي او دا کار يې اوس په عادت بدل سوی وي. داسي مکرجني او فريبکاره ښځي هم سته چي له يوه هلک سره يې واده کړی، يوه اوونۍ وروسته له کوره تښتېدلې او د کور پيسې او سره زر يې له ځانه سره وړي دي، بيا يې په يوه بل ولايت کي له بل چا سره واده کړی او هغې کورنۍ ته یې هم دې ته ورته فریب ورکړی دی، په همدې ډول يې څو کورنۍ لوټ کړي دي، خو که چېري نکاح او طلاق رسمي وي، نو خلک به د نکاح لپاره محکمې ته ورځي، په محکمه کي قاضي اسانه پوهېدای سي چي دا سړی مجرد، متاهل، کونډ او  که طلاقي دی، په دې صورت کي دواړو خواوو ته يو د بل اصليت ورمعلومېږي او د فریب او تېر ايستلو مخه نيول کېږي.

رسمي نکاح دا ګټه هم لري چي ښځه له دې لاري خپل راتلونکی او حقوق تضمينوي، مثلا ښځه کولای سي پر مېړه دا شرط کښېږدي چي بل واده به نه کوي، ورته ووايي چي که یې بل واده وکړ او ما غوښتل، نو ما به طلاقوې. دغه ډول خپل مهر هم په نکاح خط کي ثبتولای سي، آن دا چي دا هم کولای سي چي د خپل مهر (کور، باغ، ځمکه) د ملکیت سند هم په نکاح خط کي درج کړي.

په افغانستان کي د ميراث له حق څخه د  ښځو محروميت يو عام ناوړه دود او يوه جدي ستونزه ده. کله چي يوه ښځه کونډه سي، نو د خپل مېړه ميراث نه سي تر لاسه کولای او که يې ترلاسه هم کړي، نو بايد کلونه کلونه منډي ووهي، د دې ستونزي دليل دا دی چي هغه هيڅ ډول سند په لاس کي نه لري، ډېري بېوزله کونډي سته چي خسرګنۍ يې جايداد لري، خو دوی ته د خپلو مېړونو د ميراث حقوق نه ورکوي، آن دا چي دوی يې له اولادونو سره یو ځای له کوره شړلي وي، خو که يوه ښځه رسمي نکاح خط ولري، نو د محکمې له لاري د خپل مېړه د ميراث حق اسانه ترلاسه کولای سي.

کله چي کوم سړی او مېرمن يې کومي خوا ته ګډ سفر کوي، نو يوازينی سند رسمي نکاح خط دی چي د دوی محرميت ثابتولای سي، که نکاح خط و نه لري، نو پوليس حق لري له هغوی څخه پوښتنه وکړي چي دوی يو د بل څه کېږي، که چېري موږ نکاح رسمي کړو، نو هلک او نجلۍ به د هوس او زنا لپاره له کوره نه تښتي او د زنا کولو مخه به ونيول سي، ځکه هلک او نجلۍ به وېرېږي چي پولیس خامخا نکاح خط ځني غواړي، خو اوس په سفر کي د مېړه او مېرمني او پرديو خلکو تر منځ توپير نه کېږي.

څرنګه چي په افغانستان کي له څو لسيزو راهيسي جګړه روانه ده، نو ډېری افغانان بهرنیو هيوادونو ته کډه سول او اوس هم دا بهير دوام لري، کله چي کوم افغان بهرني هيواد ته ځي، نو هغوی خامخا نکاح خط ځني غواړي او بيا وېزه ورکوي.

څرنګه چي له شفاهي نکاح څخه ګڼ شمېر ناخوالي سرچینه اخلي او پر ښځو باندي زورزياتي ته لاره اواروي، نو بايد د افغانستان دولت د نکاح رسمي کول جبري کړي او پخواني ودونه هم ثبت کړي. څرنګه چي عام خلک د رسمي نکاح په ارزښت نه پوهېږي، نو بايد حکومت خلکو ته پوهاوی ورکړي، په دې ډول به هغوی د رسمي نکاح په ګټو پوه سي او رسمي نکاح ته به په خپله خوښه غاړه کښېږي. بايد دولت د نکاح رسمي کولو شرايط اسانه کړي، کېدای سي چي د مسجدونو ملاامامانو ته جوازونه ورکړي چي د محکمې له شرایطو سره سم تحريري نکاح خطونه جوړ او بیا يې په محکمو کي ثبت کړي، خلک بايد د مسجدونو ملاامامانو ته د دې کار په مقابل کي يوه اندازه فیس ورکړي او ملاامامان به د زوجينو او محکمې تر منځ پل وي، ځکه ملامامانو به مخکي لا د رسمي نکاح شرايط پوره کړي او خلکو ته به يې په دې اړه پوهاوی ورکړی وي. څرنګه چي د افغانستان تقريبا ټول خلک مسلمانان دي، نو د مسجد له لاري خلکو ته د رسمي نکاح خط په اړه پوهاوی ورکول ډېره ښه نتيجه لري.

914 total views, 6 views today

سرچینه: تاند