نظر او تحلیل

“یو کمربند او یوه لار” د افغانستان سوله او پرمختګ هڅوي

 

 

په دې وروستیو کې د افغانستان فکري ارګان DROPS یعنې د تګلارو تحلیل او پرمختیا څېړنې ارګان بنسټ اېښودونکې او اجرایه رییسې ډاکټرې مریم صافۍ تر دې عنوان لاندې یو څېړنیز راپور خپور کړ، چې افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په وړانديز کې ګډون کوي. ياد راپور په سيسټماټيکه توګه د يو کمربند او يوې لارې وړاندیز د څېړنې په هکله د افغانستان د کارپوهانو لخوا ليکل شوی لومړی راپور دی. زه او زما همکاران په دې نظر یو چې د دغه راپور په برخه کې اغلې صافۍ زيات کارونه تر سره کړي، په خپله يې فکر کړی، ژورې پلټنې او څېړنې يې کړې او هر اړخيز شواهد يې پيدا کړي دي. نوموړې په دې برخه کې د افغانستان د څېړنې تشه ډکه کړې او په راتلونکي کې د اړوندو څېړنو لپاره يې لاره هواره کړې ده.

ډاکټرې صافۍ د یاد راپور په خپرېدونکو مراسمو کې وويل چې د افغانستان بېلابېلې ټولنې د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د ګډون له فرصت څخه مننه کوي، چې دغه پلان په افغانستان کې د امنيتي حالاتو له ترينګلتيا سره سره، افغانستان ته قوت ورکړی او ور کوي يې. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د افغانستان له ګټو سره سمون لري، په دغه هېواد کې د پټ توان د پيدا کولو لپاره ګټور دی چې د اسيا زړه، د اروپا او اسيا د تقاطع او د ورېښمو د لرغونې لارې د سوداګريز مرکز په توګه بیا سمسورتيا رامنځته کولی شي.

زه د مریم صافۍ له یادو خبرو سره همغږی یم. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين صميميت او صداقت څرګندوي. په چينايي او افغاني ژبو کې دا اصطلاح شته چې پر يو ګل نه پسرلی کېږي. چين هيله لري چې د يو کمربند او يوې لارې په نوم  د اقتصاد د سيمه ييزو همکاريو د وړانديز له مخې ټولې نړۍ ته د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د تګ راتګ عامه خدمتونه برابرکړي، له ګاونډيو هېوادونو سره د چين پرمختيايي لاسته راوړنې شريکې کړي او چين به د لوی هېواد په توګه چيني ځانګړتيا لرونکې ډيپلوماتيکې چارې عملي کړي.

“يو کمربند او يوه لار”  د وريښمو لرغونې لارې را ژوندي کول دي او افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې رڼه ملغلره وه او د ورېښمو لرغونې لارې د ابادۍ او د چيني کولتور د پرمختيا لپاره يې مهم خدمتونه تر سره کړي دي. يو کمربند او يوه لاره به افغانانو ته د سولې هيله پيدا او د پرمختګ څرک به ولګوي.

“یو کمربند او یوه لار” په نړۍ کې د خلکو د ژوند د ښه والي په اړه تر ټولو لویه پروژه ده. د يو کمربند او يوې لارې مرکزي هدف ګډ پرمختګونه دي چې ټول به ترې ګټه پورته کړي او ښه ژوند به ولري. د دغه وړانديز د وړاندې کېدو له پنځو کلونو څخه راپدېخوا د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د اړوندو هېوادونو تر منځ، د سوداګرۍ حجم له ۵ زرو ملياردو امريکايي ډالرو څخه اوښتی، چې هر کال د زياتوالي منځنۍ اندازه يې يو اعشاريه يو سلنه ده او دا د نړيوالې سوداګرۍ د کمزورتيا په حال کې رامنځته شوی دی. له پنځو کلونو راهيسې د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو کې د چين د مستقيمو پانګونو اندازه، له ۷۰ ملياردو امريکايي ډالرو څخه اوښتې ده چې هر کال   ۷ اعشاريه ۲سلنه زياته شوې ده. چين په ټوله نړۍ کې ۸۲ اقتصادي او سوداګريزې- همکاريزې سيمې جوړې کړې دي او کوربه هېوادونو ته يې څه دپاسه  د دوو ملياردو امريکايي ډالرو په اندازه ماليات ورکړي او څه دپاسه دوو لکو کسانو لپاره يې د کار زمینه برابره کړې ده. د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د برخوالو هېوادونو شمېر  نور هم  زياتېږي، تر اوسه څه دپاسه سلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره شاوخوا ۱۲۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د انسانانو د ګډ برخليک  ټولنې او د نوي شکل د نړيوالو اړيکو له جوړونې سره ټينګې اړيکې لري. په دغه وړانديز کې ځمکنۍ او سمندري لارې دواړې شاملې دي، مامورين او خلک دواړه پکې برخمن دي، د ګډو بحثونو، ګډې ابادۍ او د ګډو ګټو اصولو او د لوړ کيفيت، معيار او سويې پر نظريو ټينګار شوی، د تګلارو تګ راتګ، د اساسي تاسيساتو د تړلو، د سوداګرۍ د پياوړتيا، د پيسو د تبادلې او د خلکو د زړونو د نژدې کولو په شمول د پنځو برخو هڅونه کېږي. دغه راز په لومړي وخت کې د بنسټيزو تاسيساتو د تړلو، د صنعتي کېدو، د انرژيو او سرچينو د کشفولو، په اقتصادي، سوداګريزو او پولي چارو کې د همکارۍ، د کولتوري تبادلې، د ايکلوژيکي چاپېريال د ساتنې، په سمندري چارو کې د همکارۍ پرمخبوونې، په همدې وخت کې د چين، روسيې او مغولستان، د اسيا او اروپا تر منځ د نوي ځمکني پل، د چين، منځنۍ اسيا او لوېديځې اسيا، د چين او پاکستان، د بنګلاديش، چين، هند، ميانمار، د چين او د جونګ نان ټاپووزمې ترمنځ شپږ اقتصادي دهليزونه به تر ياد وړانديز لاندې اباد شي. د اوسپنيزو لارو، سړکونو، د اوبو لارو، هوايي لارو، د پايپ لاينونو او د انفرميشنونو د لارو په شمول، د تګ راتګ يوه هر اړخيزه شبکه به جوړه شي.

افغانستان د اسيا او اروپا په ځمکني مرکز کې پروت دی او د دغه هېواد په هکله د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د افغانستان خلکو ته نه يوازې پراخې لارې برابروي، بلکې ځمکنيو هېوادونو او د دغو هېوادونو د پرمختيا مسئلو ته د نړيوالې ټولنې پاملرنې او پانګونې هم رسېږي. افغانستان دې په پوره توګه د خپل جغرافيايي تفوق، انرژيو، د نفوس جوړښت، د خلکو د اړيکو او د نړيوالو پاملرنو له مخې خپل رول ولوبوي، چې دا یې شته نيمګړتياوې کمولی شي. د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې دې مهم رول ولوبوي او ګټې دې  تر لاسه کړي. دغه وړاندیز د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ او د ډېر چټک پرمختګ ستراتیژۍ لپاره هم لار هواره کړې ده.

افغانستان ډېر مخکې د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کړی او له چين سره يې د يو کمربند او يوې لارې  د ابادۍ ياداښت لاسليک کړ او د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د امنيتي چارو د ساتلو لپاره يې له چين سره اړوند همکاريز ميکانېزم جوړ کړی دی. چين تل د يو کمربند او يوې لارې په باره کې د افغانستان د مشرانو، حکومتي ادارو او بېلابېلو ټولنو د ګډون  ستاينه کوي او ورته په درنه سترګه ګوري او افغانستان ته د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د دغه پلان د عملي کېدو د لاسته راوړنو په ترڅ کې د مهم ملګري په توګه ګوري.

افغانستان د يو کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ګټې اخيستې دي. د تېر کال له نومبر راهيسې د دواړو هېوادونو تر منځ د تړون له مخې، له افغانستان څخه د شاو خوا ۱۲۵۰ ټنو د ۱۴ میليونو امريکايي ډالرو په اندازه جلغوزي چين ته وارد شوي چې د افغانستان د جلغوزيو خاوندان او سوداګر ډېر خوشحاله دي او د چين مشتريان هم د افغانستان خوندور جلغوزي خوړلی شي. دا د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې لري. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر هڅونې لاندې په افغانستان کې د امنيتي حالاتو د ترينګلتياوو او لويو ستونزو په شمول، د چين او افغانستان ترمنځ سوداګريز حجم هر کال يو میليارد امريکايي ډالرو ته رسېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ، د الوتکو مستقيماً الوتنې او اورګاډي په ثابته توګه کار کوي، د اقتصاد ځينې نوې همکاريزې پروژې روانې دې، دا دومره اسانه کار نه دی.

چينايان او افغان دوستان دا متل  کوي چې له يو لاس نه ټک نه خېژي. د يو کمربند او يوې لارې پلان د عملي کېدو په پيل کې لاسته راوړنې د چين او افغانستان ګډو کوښښونو ته اړتيا لري، په دې برخه کې دې په چين کې د افغانستان د سوداګرو او د سوداګرې ټولنې خپل رول ولوبوي، چين ته د افغانستان ځانګړي توليدات دې ور وپېژني، په افغانستان کې د چينايي ژبې له زده کړې څخه دې ملاتړ وشي او د چين او افغانستان تر منځ په اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ کې پل جوړوونکي دې وروزل شي. څه چې کري هغه به رېبي. که افغانستان په جدې توګه په دغه پلان کې برخمن وي او کار وکړي، نو هرومرو به  لاسته راوړنې خپلې کړي.

په چین کې یوه اصطلاح شته چې وایي: د یو لاس دواړه مخونه غوښه لري. د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې چين ټولو برخوالو هېوادونو ته په مساوي او درنه سترګه ګوري. هر هېواد په دغه پلان کې د يو ارکيسترا د يوه غړي په شان خپل رول لري،  البته د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې د پروژو ډيزاين او ابادي  بايد زياتې سرچينې ولري، د بازارونو د اصولو مراعات بايد وشي او بېلابېلو خطرونو ته بايد پاملرنه وشي.  تصدۍ د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ عمده قوې دي او دوی د خپلو ګټو لپاره  پروژې ټاکي او په بېلابېلو هېوادونو کې د ګټو لپاره پانګونې کوي. که په افغانستان کې امنيتي حالات ښه شي، بنسټيز تاسيسات پکې جوړ شي، د سوداګرۍ چاپېريال کې ښه والی راشي، باور لرم چې د چين په شمول ډېر زيات هېوادونه به په دغه هېواد کې پانګونې وکړي، نو اوس د پانګوالو لپاره تر ټولو لويه ننګونه امنيت دی.

د يو کمربند او يوې لارې پلان د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ يو وړانديز دی او د جيوپولتيکس سياست امنيتي تګلاره نه ده، د نوي شکل د مارشالۍ پلان هم نه دی، له چا سره د سيالۍ او مقابلې نظريې نه لري او د چا د ماليې او امنيت دنده به هم نه زيانمنېږي. چين د دغه پلان وړاندې کوونکی او هڅونکی دی، خو د انحصار دريځ نه لټوي او پر نورو يې په زور هم نه مني، خو له بېلابېلو هېوادونو سره ستراتېژيکې اړيکې جوړوي، د نور تګ راتګ او سيمه ييزې همکارۍ د لا پراختيا لپاره د نورو د وړانديزونو هرکلی کوي او هر هېواد په جلا جلا توګه خپل کارونه تر سره کوي او په خپلو کې همکارۍ کوي. چين تل دا دريځ غوره کوي چې افغانستان بايد د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ خليج وګرځي، خو بايد د بېلابېلو لويو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ صحنه ونه اوسي.

ګاونډی په خپله نه شي ټاکل کېدای او د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ دوستي ډېره ارزښتناکه ده. چين په صميمي ډول هیله لري چې افغانستان او پاکستان يو پر بل ټينګ باور وکړي او دوه اړخيزې اړيکې ښې کړي. د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ څه موده مخکې خبرې اترې وشوې چې پکې د یو کمربند او یوې لارې پر ګډې ابادۍ ټینګار شوی او د افغانستان او پاکستان اړيکو او د افغانستان، پاکستان او سيمه یيزو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ګټورې دي. افغانستان د چين، منځنۍ او لوېديځې اسيا د اقتصادي دهليز او د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز ترمنځ پروت دی، له شمالي او جنوبي ګاونډيو هېوادونو سره يې اړيکې ښې دي چې له امله به يې سوداګرۍ په لا ښه سالمه توګه روانې وي. د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې به د افغانستان مقام لا مهم وي او د دغه هېواد جغرافيايي لوړاوی او د سيمه یيزو ارزښتونو په ځنځير کې به يې مقام لا لوړ وي.

نن ورځ د یو کمربند او یوې لارې ابادي د چټک اورګاډي په شان حرکت کوي او دا د اوښانو د سفر په شان نه ده. بېلابېلې پروژې په عین وخت کې پرمخ وړل کېږي او د دې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د خلکو ژوند هم مخ پر بدلېدو دی. ریيس ماو ځه دونګ په یو شعر کې داسې ويلي چې لس زره کلونه ډېر وخت دی، خو بايد هره ورځ کوښښ وشي. هیله لرو چې موږ په افغانستان کې د سولې او جوړجاړي فرصتونه رامنځته کړو او په ګډه د يو کمربند او يوې لارې ابادي پرمخ یوسو چې د افغانستان خلک ژر د سولې او پرمختيا د لمر په وړانګو کې ژوند وکړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this:
/* ]]> */