کلتور او ادب

غزل: طالب الهام

طالب الهام

ستا په سترګو کې منظر ښکاري د مینې
په بڼو کې دې لښکر ښکاري د مینې

ستا غمزې لکه مرمۍ ورته ګواښیږي
زما زړه ته یو خطر ښکاري د مینې

چې راواړوي سرې سترګې ژړغونې
په لېمو کې یې اثر ښکاري د مینې

خو چې کله دوه مئین باڼه په جنګ کړي
بیایې سترګو کې سنګر ښکاري د مینې

حقیقت کې بس د زهرو یو تریخ غړپ دی
که یې سرې شونډې ساغر ښکاري د مینې

راشه ته راته مرهم شه ته پټۍ شه
په سینه کې مې پرهر ښکاري د مینې

که طالب الهام په خله اعتراف نکړي
درد یې زړه کې مستتر ښکاري د مینې

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: غزل: طالب الهام

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */