نظر او تحلیل

د ښاغلي غني په وینا کې د یادولو وړ ټکی

نن ټکی اسيا- سرليکنه

ولسمشرغني نن د یوې تلویزوني وینا په ترڅ کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د ترسره شویو مذاکراتو په اړه غبرګون وښود.

د نوموړي په وینا کې داسې څه نه تر سترګوکیدل چې هغه دې د لانجې حل او یا یې هم تر سره کول د ده په وس پوره وي.

ښاغلي غني بیا خپلې مکررې غوښتنې تکرار کړې چې طالبان دي له امریکایانو سره نه ؛ بلکې د ده له حکومت سره خبره وکړي ، ځکه د ده حکومت سولې ته ژمن ، د ملي حاکمیت او ملي یوالي تآمنینوونکی او د هیواد له ځمکني تمامیت څخه مدافع حکومت دی.

د ښاغلي غني سولې ته ژمنتیا خپله د ده له هغه اعتراف څخه ښه جوتیږي چې د سویس په داووس ښار کې یې د نړیوالې اقتصادي ټولنې په کانفرانس کې وکړ چې په تیره ۴ کلنه دوره کې یې ۴۵ زره دولتي سترتیرې وژل شوي او تر سل زره زیاتو کسانو یې خپلې دندې پري ایښې دي.

د ملي وحدت ټینګښت یې هم دا دی چې د حکومت له تأسیسه تر اوس پوري یې د کابینې د غړیو ترمنځ ناندرۍ روانې او د ځمکني تمامیت پر ادعا یي د امریکا له لوري پر افغانستان د بمونو مور کارول او د پاکستان له لوري پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غزول ښه شاهدان دي.

یواځې هغه څه چې د ښاغلي غني په ننۍ وینا کې د یادولو وړدي هغه دا چې ده په لومړي ځل د امریکایانو لخوا د ولسي افغانانو په وژلو غبرګون وښود او ویې ویل چې : نور ورته د سنګين په څېر فاجعې د منلو وړ نه دي.

د سنګین همدا خونړۍ فاجعه د تيرې پنجشنبې په ورځ هغه مهال را منځته شوه چې په يوه امریکايي هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۱۳ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، ووژل شول.

د همدې پيښې په سبا بيا هم د دې ۱۳ تنو وژل شويو پر جنازو هوايي بريدونه وشول چې په کې لس تنو د هغوی خپلوانو ته مرګ ژوبله واوښته .

خو هغه مهال د یادې بوږنوونکې پیښې په اړه نه ولسمشریزې ماڼې او نه هم کومې بلې دولتي مرجع غبرګون وښود ، یواځې د هلمند والي په پیښې کې د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې تائید ترڅنګ د یادې پیښې د پلټنو دستور صادر کړ.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د ښاغلي غني په وینا کې د یادولو وړ ټکی

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */