نظر او تحلیل

د نویمو کلونو د تکرار ویره شته؟!

محمد آصف آزاد

په قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ له مخامخ مذاکراتو وروسته چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو هیلې زیاتې شوي، نو په ډېری سیاسي بحثونو او تحلیلونو کې همدا د نویمو کلونو د ناوړه پېښو د تکرار او بیا ځلي پېښېدو څخه وېره ښودل کیږي.

د شوروي اتحاد له ماتې او وتلو وروسته چې مجاهدینو د ډاکټر نجیب د حکومت پر خلاف تر را پرځولو پورې جګړې ته ادامه ورکړه؛ او بلاخره د نجیب حکومت یې ړنګ کړ. له هغې وروسته چې د مجاهدینو مشران د واک پر سر په شخړو او جګړو کې ښکېل شول او هېواد یې د کورنۍ جګړې په ډګر بدل کړ. پاټکسالاری، بدماشی او وژنو زور واخیست. کابل ښار یې په یوه ویرانه او کنډواله بدل کړ. زرګونه بې ګناه هېوادوال د دوی د واک او اقتدار د مینې قرباني شول. او اوږده موده یې په خپلو کې یو د بل پر ضد خونړی جګړې ته ادامه ورکړه.

تر دې چې د مرحوم امیرالمومنین ملامحمدعمرمجاهد رحمه الله په مشری یې پر خلاف پاڅون رامنځته شو او د کورنۍ جګړې جګړه ماران او پاټکسالاران یې یوې او بلې خوا وځغلول او هېواد یې د هغوی له شتون څخه پاک کړ. دا حقیقت دی چې د نجیب د حکومت له ړنګېدو وروسته د مجاهدینو ځینو مشرانو لخوا هېواد د یوه وحشتناک او ویرونکي حالت کوربه شو. خو که اوس هم یو څوک د هماغه وخت د ناوړه پېښو د تکرار ویره لري، نو باید ووایو چې د پخوانیو مجاهدینو او اوسنیو طالبانو ترمنځ لوی توپیرونه موجود دي.

د مجاهدینو تېروتنه دا نه وه چې هغوی د نجیب حکومت ولې ونړاوه؛ بلکې تېروتنه د هغوی د ځانغوښتنې او د واک و اقتدار تندې رامنځته کړه. د مجاهدینو ترمنځ نه یوازې دا چې یووالي او وحدت شتون نه درلود، بلکې ترمنځ یې بېلابېل اختلافونه او تضادونه موجود و.

د حکومت د نظام لپاره یې د کوم سیستم پلان نه درلود، د یوې ملي مفکورې او افغان شموله حکومت پر ځای یې د خپل حذب ګټو ورته لومړیتوب درلود. خو، د دې برعکس بیا طالبان یو موټی او متحد دي، د واک او قدرت د انحصار غوښتونکي نه دي، د حذبي یا ګوندي په حیث نه؛ بلکې د اسلامي او ملي مفکورې درلودونکي دي.

د طالبانو ډېری مشران هغه خلک دي، چې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته په کور کېناستل او په کورنیو جګړو او ګډوډیو کې ښکېل نشول. چې بلاخره د همدې ګډوډیو د له منځه وړلو پسې را پورته شول. خپله د پخوانیو مجاهدینو د نویمو کلونو ترخه او خونړۍ تجربه د طالبانو په مخکې ده او هغوی به حتماً ترې پوره درس اخیستی وي.

طالبانو تل په خپلو اعلامیو کې په افغان شموله او اسلامي نظام ټینګار کړی دی. او همېشه یې صراحتاً دا ویلي دي، چې دوی د واک او قدرت د انحصار غوښتونکي نه دي. همدا نن د قطر دفتر پخواني مشر، ښاغلي شیرمحمدعباس ستانکزي له نن ټکی اسیا سره په مرکه کې په ټینګار سره وویل چې هغوی هیڅکله هم د واک د انحصار غوښتونکي نه دي.

ښاغلي ستانکزي وویل چې لا له وړاندې له افغان مذهبي، سیاسي او قومی مشرانو او نورو بانفوذه اشخاصو سره د هغوی بحثونه او ناستې ترسره شوي او ترسره کیږي به. نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې داسې اسلامي او ملي نظام به رامنځته کیږي، چې هغه ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي. دا هغه څه دي چې د دې باور بښونکي دي چې هیڅکله به هم د نویمو کلونو خونړۍ تجربه تکرار نشي.

ان شاءالله
2019/01/30

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د نویمو کلونو د تکرار ویره شته؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */