نړۍ

ټرمپ کانګرس ته: له خپلې پرېکړې تېر نه یم، مکسیکو سره دیوال اړین دی 

په داسې حال کې چې پر سرحد د حفاظتي اقداماتو د تګلارې جوړولو لپاره ډیر کم وخت پاتې دی، ټرمپ پر سرحد د دیوال په اړه خپل پخوانی دریځ تکرار کړی دی او له کانګرسه یې غوښتي چې وخت دې نه ضایع کوي ځکه په وینا یې دیوال اړین دی. ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي، که جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات ګوند غړي پر سرحد د دیوال او یا کټارو د جوړولو په اړه خبرې نه کوي نو هغوي خپل وخت ضایع کوي، ځکه په وینا یې، دی جدي دی او دا دیوال باید جوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا فډرالي د حکومت ځینې برخې تر ٣٥ ورځو کار بندیز وروسته بیا فعاله شوې دي خو اوس هم ویره شته چې که د ډیموکرات ګوند او جمهوري غوښتونکي یوې هوکړې ته سره و نه رسیدل نو حکومت به یو وارې بیا کار بندیز اعلان کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

Tags