کلتور او ادب

ادبیات روح تسکینوي

لیکوال: محمد نسیم مومند

دا خبره مې ډېره اورېدلې چې: «ادبیات مو روح تسکینوي» او هم مې په خپلو ځينو لیکنو کې را اخیستې ده او دا مې ورته دلیل راوړی چې ادبیات د انسان له روح روان سره کار لري او د دې تر څنګ د ادبیاتو ژبه د رمز او راز ژبه ده.

پورتنۍ خبرې به ممکن پر ځای وي، د ممکن پر ځای خبر مې ځکه وکړه چې یو ادیب هېڅکله هم پر یو شي بشپړ انتقاد او بشپړ باور نه شي کولای او دا کار باید د ټولنې هر وګړی وکړي او هر څه په ټولنه کې په نسبي نظر وګوري چې د خبرو څخه مې بل ډول برداشت ونه شي، د نسبي کتلو نه مې مطلب ځينې دُنیایي شیان دي، که موږ هر څه ته په بشپړمثبت نظر وګورو او بیا بیا پلټنه پسې ونه کړو بویه چې د ټولنې له شته نظام سره مو لوی خیانت کړی، ځکه ټولنه دې ته اړتیا لري چې موږ پکښې بنسټیز مثبت توپیر راولو، نو چې موږ هر څه ته په بشپړه توګه د شک په سترګه وګورو او یا هم هر څه سم ومنو بیا به نو د ټولنې د سمښت خبره هسې په دېوال د وچو خاورو شېندل وي، دا خبره مې ځکه وکړه چې موږ باید په ادبیاتو کې تر هر څه ډېره لاسوهنه کړو تر څو د ځينو موضوعاتو حقایقو ته سر ښکاره کړو.

اصلي خبره رانه پاتې نه شي، پوښتنه داده چې څنګه ادبیات روح تسکینوي؟

فرض کړو که یو څوک بیتونه وایي او بل څوک تشې خبرې ممکن موږ هغه چاته پام ور واوړو چې بیتونه وایي، که په ورته وخت کې یو څوک راشي او دغه بیتونه په مُترنم ډول ووایي بیا نو جوته ده چې موږ هغه چاته غوږ نیسو او پرې را چاپیریږو چې ترنُم کوي او په اهنګین اواز راته څه اوروي، نو بویه چې د ادبیاتو او تشو خبرو تر منځ دومره توپیر دی، دلته دی چې د مُترنم غږ په اورېدو مو هر څه له یاده وځي او ټول پام مو ترنُم ته وي.

وایي چې د وخت باچا ( طغان شاه ) یوه ورځ د تخته نردلو لوبه کوله، دده په لوبه کې خوند نه و؛ نو ده ته دومره غوصه ورغله چې هر دم به یې تورې ته لاس اچولو، د مجلس خلک ټول په ویره کې وه، په دې وخت کې ارزقي یوه رباعي وایي، سره ددې چې دی یې خوشاله کړ او ورته یې پنځه سوه طلایي روپۍ ور وبښلې او لوبه کوونکی هم له خطره وژغورل شو، په څلوریزه کې یې د پاچا لوبه د حُسن تعلیل په ډول تعبیر کړه هغه داسې چې:

ګر شاه سه شش خواست سه یک نقش فتاد

توظن نبري که کعبیتن داد نداد

شش چون نګریست حشمت حضرت شاه

از حشمت شاه روی بر خاک نهاد

پورتنۍ څلوریزه کې د تعجب ځای نشته بس انسان دی کله په یوه حال او کله هم په بل حال وي او ادب هم دغسې ډېرې اغېزې لري، د سلطان محمود غزنوي په باب به مو اورېدلې وي چې دی په بل حال کې و، د ایاز د څڼو د لنډېدو امر یې وکړ ، د څڼو د لنډېدو ورسته پاچا ډېر پښيمانه و او وار په وار غوصه ورتله او دا غوصه تر دې شوه چې چا په مجلس کې خبره هم نه شوه کولای دلته دی چې عنصري ورته یو شعر وایي غوصه په خوښۍ اوړي او درې ځله د عنصري خوله په جوهرو ورته خوږوي هغه کلام داسې دی:

ګر عیب سر زُلف بت از کاستن است

چې جای به غم نشستن و خاستن است

وقت طرب و نشاط می خواستن است

کار استن سرو ز پیراستن است

وایي چې د امریکایي لیکوال او شاعر هنري واډر ذورث فلو کله مېرمن مړه کیږي، نو دده حالت بدلېږي، دی د مېرمنې مړینې ډېر و درداوه، دی هم غم ته تسلیم نه شو د زړه تسلی لپاره یې د لیکنې او ژباړې لمن ته پنا یوړه، دویم واده یې وکړ او هغه مېرمن یې هم د کور سوځېدو له امله د اجل خوراک شوه او ده بیا هم د غم نه سترګو پنا کېدو په پار شعر او لیکنو ته مخه کړه.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

%d bloggers like this: