لوبې

پاکستان وروستۍ لوبې بایللو سره د لوبو لړۍ هم وبایلله

د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ د پنځو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ وروسته لوبه هم د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسېده. دغې لوبې کې پاکستان له سویلي افریقا څخه په ۷ وېکېټو ستره ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

پاکستان ټاکل شوو پنځوس اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فخر زمان او عماد وسیم غوره توپ وهنې په مرسته ۲۴۰ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره فخر زمان په ۷۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۷۰ او عماد وسیم په ۳۱ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۷ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

سویلي افریقا لپاره پرېټوریوس او فېلوکوایو دوه دوه او سټېن، رباډا او مولډر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

سویلي افریقا ځوابي توپ وهنې کې په ۴۰ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۱ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يي په ۷ وېکېټو په داسې حال کې چې د لوبې لس اورونه لا هم پاتې ول ماتې ورکړه.

سویلي افریقا لپاره ډیکاک په ۵۸ توپونو د یولسو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۸۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی و. فاف ډوپلېسېس په ۷۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۵۰ او وان ډر ډسن په ۶۱ توپونو د دریو شپږیزو په مرسته ۵۰ ناسوځېدلي منډو جوړولو سره هم ښه وځلېدل.

پاکستان لپاره عثمان شینواری، شاهین افریدي او محمد عامر یوه یوه وېکېټه واخیسته.

د یوې ورځنیو لوبو د دغې لړۍ لومړۍ لوبه پاکستان، دوهمه او درېیمه لوبه سویلي افریقا او څلورمه لوبه هم پاکستان گټلې وه. سویلي افریقا وروستۍ لوبې گټلو سره د لوبو دغه لړۍ د ۳-۲ په توپیر سره وگټله.

سرچینه: نړۍ نیوز