لوبې

د هندوستان ټوله لوبډله په ۹۲ منډو وسوځېدله

نن د نیوزیلینډ او هندوستان ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې هندوستان له نیوزیلینډ څخه په اتو وېکېټو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

هندوستان ۳۰٫۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د کمزورې توپ وهنې پایله کې یوازې ۹۲ منډې جوړې کړې او نیوزیلینډ ته يي د ۹۳ منډو هدف وټاکه.

هندوستان لپاره چهل په ۳۷ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۸ ناسوځېدلو منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهونکی ثابت شو.

نیوزیلینډ لپاره بولټ ۵، ډي گرانډوم ۳ او اسل او نیشم یوه یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې نیوزیلینډ په ۱۴٫۴ اورونو کې یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د نېکولز او ټېلر ملگرتیا په مرسته ۹۳ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي ستره ماتې ورکړه.

نیوزیلینډ لپاره نېکولز په ۴۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۰ او ټېلر په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۷ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل او د لوبې تر پایه ناسوځېدلي پاتې شول.

هندوستان لپاره بونېشور کمار دوه وېکېټې واخیستې.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: