نظر او تحلیل

د طالبانو پر پوځي او سیاسي فعالیت د ملا برادر د ټاکنې اغیز

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

طالب مشرتابه د خپلو وروستیو ټاکنو او تغیراتو په لړ کې ملا عبدالغنی (برادر) د خپل سیاسي مرستیال او د قطر دفتر د سیاسي مسؤل په توګه وټاکه.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

طالبانو په تیرو ۱۸ کلونو کې د هجري شمسي کال په را نوي کیدو کې تل د خپلو فعالیتونو د انسجام لپاره په خپلو تشکیلاتو کې دغه ډول ټاکنې لرلې دي.

په افغانستان غوندي یوه هیواد کې چې له تیرو ۴ لسیزو راهیسي په جګړه کې راګیر او د مقاومت محلي قومندانان ټول د خپلو سیمو او خلګو په مرسته د بهرنیو ځواکونو مقابله کوي د هغوي په منځ کې دغه ډول تغیرات او بدلونونه له شکه پرته چې د مقاومت پر لیکو د مقاومت د مشرتابه د مسلط حاکمیت نماینده ګي کوي.

د ملا برادر سیاسي او پوځي مؤثریت

د طالبانو په وروستیو ټاکنو کې د سیاسي دفتر له پاره د ملا برادر اخوند ټاکنه ځانګړی سیاسي او پوځي اهمیت لري.

سیاسي اهمیت یې دادی چې له امریکايي ځواکونو سره د طالبانو ۱۷ کلن پوځي مقاومت نورهغوی ته دا اطمنان ورکړی چې هغوی په پوځي لحاظ بریالي او د دې بریالیتوب نتیجه به له امریکایانو څخه د سیاست په میز کې ترلاسه کوي.

خو د دې کار له پاره یوه داسې باصلاحیته شخص ته اړتیاوه چې هغه هم د افغانستان له قضیې نه پوره سیاسي بصیرت ولري او هم په پوځي لحاظ د مقاومت پر لیکو اغیز ولري.

دغه دواړه مشخصات کاملا په ملابرادر اخوند کې موجود او د طالبانو ټول سیاسي او پوځي مسؤلین د نوموړي پرټولنیز شخصیت توافق نظر لري.

د نوموړي پوځي اهمیت دادی چې ملابرادر د طالبانو د تحریک په کچه هغه بانفوذه شخصیت دی چې د تحریک له تأسیسه بیا تراوسه پوري په ډیرو مهمو مسؤلیتونو کې پاتې شوی چې له امله یې اوس د طالبانو په منځ کې د یوه الګو مشر حیثت لري، تر دې چې د طالبانو هغه کسان چې په یوه اوبل نوم له طالبانو جلا شوی هم د نوموړي پر مؤثریت قانع او هغه ته د طالبانو د تأسیسي مشر ملا محمد عمر مجاهد د ځای ناستي په سترګه ګوري.

د طالبانو په مشرتابه کې د ملا برادر تقرر یواځې د هغوی د سیاسي فعالیتونو د پرمختګ لامل نه ؛ بلکې د هغوي د پوځي فعالیتونو د لا ښه ترتیب او تنظیم هم کیدای شي.

ځکه له یوې خوا نوموړی له ځانه سره د پخواني او اوسني جهاد ښې تجربې لري او له بلې خوا په جهادي جبهه کې پر وسله والو طالبانو خاص اغیز لري.

په سیاسي دفتر کې یې کاري اهمیت

سره له دې چې په مذاکراتي بهیر کې د طالبانو د سیاسي دفتر اوسني مشرتابه له فوق العاده سیاسي بصیرت څخه برخمن او په یاد بهیر کې یې د پام وړ رول لوبولی دی ، خو دا چې د سیاسي دفتر په تشکیل کې د پوځي اشخاصو تشه مو جوده وه نو په صلاحیتي لحاظ به د سیاسي دفتر فعالیتونه په ځینو مواردو کې له ستونزو سره مخ و.

همدا لامل و چې په تیر دسمبر کې طالبان مجبور شول د سیاسي دفتر په غړیو سربیره د مشرتابه د دفتر مسؤل هم له امریکايي استازیو سره د ابو ظبي په غونډه کې ګډون وکړي.

د سیاسي دفتر تشکیل ته له ګونتنامو څخه د (۵) راخلاص شویو پوځي چارواکو ور اضافه کول او په تعقیب یې په مشر تابه کې د ملا برادر تعینول په خپلو اړونده فعالیتونو کې سیاسي دفتر ته د مکمل صلاحیت ورکولو په معنی دی.

په مذاکراتي بهیر یې سیاسي اغیز

تر ۱۷ کلونو پوځي زور آزمايي وروسته له طالبانو سره د مذاکراتي بهیر پیلول د واشنګټن په پوځي ستراتیژي کې د ښکاره شاګرز معنی لري.

د واشنګټن له دغه پوځي شاګرزڅخه طالبانو په پوځي جبهه کې له هغوي څخه د هرډول پوځي اقدام ابتکار په خپل لاس کې واخیست.

د امریکایانو له لاسه د پوځي ابتکار وتل د دې لامل شوي چې په سیاسي برخه کې هم د سیاسي اقدام نوښت طالبانو ته منتقل شي.

د قطر په غونډه کې چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد پوره ۶ ورځې له طالب استازیو سره معطل شو هم د خبرو اجنډا یې هغه څه وو چې طالبانو وړاندې کړي او له امریکایي مذاکراتي ټیم څخه یې له افغانستان څخه د ځواکونو د پرشاتګ مهال ویش معلومولو مطالبه کوله.

نتیجه:

په افغانستان کې د امریکایانو ټول پوځي ، سیاسي او اداري فعالیتونو له مطلق ناکامي سره مخ کیدل او په مقابل کې یې د طالبانو پوځي برلاسې د دې زمینه مساعده کړې چې امریکایان د افغانستان له اشغاله په کُلي ډول صرف نظر شي.

د سیاسي پروسې د تسریع لپاره د طالبانو سیاسي جبهه قوي کول او د هغې په سرکې د ملا عبدالغني برادر په څیر مهم او مؤثرشخص ګمارل د دې ښکارندويي کوي چې طالب مشرتابه د مذاکراتي پروسې په اړه جدي دی.

امریکایانو چې تل یې په خپلو تبلیغاتي وسائلو کې پرسوله ییزحل ټینګار کړی اوس د طالبانو له خوا له عملي ګام اخیستلو سره مخ دي و به ولیدل شي چې د طالبانو د جدیت په مقابل کې هغوی څومره جدي او څرنګه خپلو تبلیغاتي ادعاوو ته عملي جامه ور اغوندي…

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د طالبانو پر پوځي او سیاسي فعالیت د ملا برادر د ټاکنې اغیز

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */