دیني لیکنې

په رياضي کې د قرآنکريم علمي اعجاز!

حافظ صیاد افغان

اکثریتو ملحدینو له یهودیانو عیسایانو څخه داخبره اورېدلې چې قرآنکریم له (بایبل) یا(تورات) څخه نقل “کاپی” کړل سوي، نو دوئ هم ورباندې باور او استدلال کوي.

(۱) د آسمان توري په قرآنکریم کې (۷) ځلې راغلي دي، ددې معنی داده چې (۷) اؤوه اسمانونه وجود لري.

(۲) د [ورځ] مفرد توري په قرآنکریم کې (۳۶۵) ځلی راغلي دي، د [ورځو] جمع توري (۳۰) ځلې راغلي دي، او د [میاشت] توری

(۱۲) ځلي ذکر سوي، دا ټول روښانه دي چې کال (۳۶۵) ورځې دی میاشت (۳۰) ورځې ده، او په کال کې (۱۲) میاشتې دي.

(۳) د [شیطان] توری په قرانکریم کې (۸۸) ځلې راغلي دي، چې مقابل کی یې د [ملائکه] توری هم (۸۸) ځلې راغلي دي، مطلب ئې دادي چی په انسان کې شیطانئ او ملکوتئ توان سره برابر دي، هغه انسان که یې دشیطان لار خپله کړل جهنم ته به ځي، او که یې د ملائکوؤ لار خپله کړل جنت ته به ځي.

(۴) د [ایمان] توري په قرانکریم کې (۲۵) ځله راغلي دي، اوپه مقابل کی یې د [کفر] توری هم (۲۵) ځله ذکر سوي دي.

(۵) د [جنت] توری (۷۷) ځله راغلي دي، په مقابل کی یې د [دوزخ] توری هم (۷۷) ځله راغلی دي.

(۶) د [نر] توري (۲۳) ځله، او په مقابل کی یې د [ښځې] توري هم (۲۳) ځله ذکر سوي دي.

(۷) د [صلوات] توری (۵) ځله ذکر سوي ـ مطلب یې دادي چې لمونزونه (۵) دي.

(۸) د[لمر] توری (۳۳) ځله ذکر سوي ـ په مقابل کی یې د [رڼا] توري هم (۳۳) ځله ذکر سوي، مطلب یې دادی چې دلمر سره رڼا لازمه ده.

(۹) د [ځمکې] ارض لفظ په قرآنکریم کې (۱۳) ځله ذکر سوي ـ په مقابل کې یې د[بحر] توري (۳۲) ځله راغلي ـ مطلب یې دادي چې وچه څومره ده او اوبه څومره دي.

او نور داسې ډېر موضوعات…….

مطلب داچې د حجاز په دې وچو غرونو، دښتونو، کې د (نبي کریم صلي الله علیه وسلم) سره داسې جالب اوکره معلومات سنګه وه؟ حال داچې هغه اُمی ؤ، نه یې څه زده وه، نه یې څه لوستی وه!

ایا په ټوله یهودی او عیسایې نړۍ کې څوک داثبوت لری چې (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) دې په ټول ژوند کې [بایبل] مخې ته نیولی ؤ؟ او یادې دا ثابته کړی چې په هغه وخت کې دبایبل یوه ورقه په عربی ژبه وه؟ نو څنګه عسایان وایې چې (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) قرآنکریم د [بایبل] څخه کاپی کړي دي؟

ایا څوک دا ثابتولې شي چې (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) دې د [بایبل] څخه یوه کیسه یایوه کرښه ویلې وي؟

(نبي کریم صلی الله علیه وسلم) ته پر (۴۰) کلنۍ باندې نبوت ورکړل شوي، په دې (۴۰) کلونو کې هیڅ یهودی یا عیسایې دانشي ثابتولای چې (نبي کریم صلی الله علیه وسلم) دې د قرآنکریم یو “آیت” ویلی وي. کله چې به ورباندې نازلېده هغه وخت به یې تبلیغولې، نوسنګه کېدای شي (چې نبي کریم صلي الله علیه وسلم) دې قرآنکریم د [بایبل] یا بل منسوخ کتاب څخه په اخذ سره جوړ کړی وي؟؟؟ نه هیڅ کله داسې نشې کېدای.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: په رياضي کې د قرآنکريم علمي اعجاز!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this:
/* ]]> */