نظر او تحلیل

دنظام تشه پرون او نن

لیکنه: جواد څارګر

دوی وایي که غني له واک لیرې کړای شي د نويېمې لسیزې تکرار به پیل شي؛ اوس حالات تر هغه وخت خراب او بدتر نه دي؟!

هغه مهال محض ښاریات نا امنه ول اما اوس کليو او بانډو کې دچارچوب د ړندو توپونو ، بمباریو او شپنیو چاپو لامله شپې ګرانې دي

هغه مهال پنځه روپَګي غلاوې کېدلې ، په لارو کې به پاټکونه اچؤل شوي ول ، او د هرې ساحې واکمن جلا ؤ. اوس همهغه پنځه روپَګي غله دغني په چارچوب کې مدغم دي د پنځو پر ځای پنځه زره او پنځه لاکه ډالر غلا کؤي او دپاټکونو پر ځای کومانډو ، سپېشل فورس او صفر یک قطعې دشپې توره تیاره کې د افغانانو په کورونو ور اوړي. نغده شتمني ترې غلا کؤي ، له شتمنیو مقاؤمت کونکی ویښ افغان وژني او په خوب ویده وروڼه ئې له ځانه سره وړي او زندانونو ته حواله کؤي چې هلته بیا قاضیان او څارنؤالان عیناً لکه دپخوانیو پاټکونو قومندانان لکونه ډالر ترې وصولؤي

هغه مهال په پنځه کلنه افراتفري کې ۶۰ افغانان په شهادت رسېدلي دي ، له روسانو غنیمت شوې وسلې کباړ شوي او پر پنجاب پلورل شوي دي او کابل کنډؤاله شوی دی اما اوس د غني په پنځه کلنه دوره کې تنها ۴۵ زره عسکر وژل شوي دي عوام او مقابل لوری پر ځای پرېږدئ

هغه مهال له روسانو غنیمت وسلې کباړ کړای شوي او پلورل شوي دي اما اوس د اردو برعهده جنرالان لګیا دي هره ورځ سلګونه لیتره تېل ، عسکري تجهیزات او عسکرو ته حواله اعاشه او اباطه پلوري

هغه مهال که کابل کنډؤاله شو دادی اوس بېرته تر څه ځایه ورغېده اما اوس چې د افغانستان د زیربناء ذخائرو کوم چور تالان رؤان دی ، دا نه جبېره کېدونکی دی او که نظام بقاء کوي افغانستان به هیڅ وخت خودکفاء نشي د تل لپاره به نورو هېوادونو ته محتاج وي

یؤه خبره چې حساب پرې کېدلای شي؛ اوس فقط اډانه شته دی ، یو چوکاټ برابر دی خو له دې چوکاټه دنظام هر برحاله مامور پښې کاږلې دي
اوس دؤه خبرې دي. یا به چوکاټ کې ځان برابرؤو او که نه ، نو پښې به مو غوڅېږي

دا اوس چې ځینې کړۍ لګیا دي خطونه لېږي رالېږي دوی په خپل ځان پوه دي چې چوکاټ کې نشي ځائېدلای. له ملت وهلی مال ئې په ګېډو کې موړې جوړؤي چې له امله ئې له چوکاټ پښې وځي او غوڅېږي ځکه ئې دا او ها پیل کړی دی او اذهان تحریفؤي

که نظام ړنګ شي دطالبانو جوړ تیار نظام موجود دی. قضات شته دی ، محاکم فعال دي ، والیان انتخاب دي ، ولسوالان پر کارونو لګیا دي. د وزیرانو پر ځای کمېسیونونه جوړ دي او د څو تجربه کاره ملګرو تر نګرانۍ لاندې خپلو اړؤنده اداراتو ته هدایات ورکؤي

له بدخشان نېولې تر ننګرهار او له ننګرهار تر مزار او قندهار والیان شته دی ، حتی دپنجشېر په څېر ولایت او ددره نور په څېر ولسوالي چې تر اوسه په کې دوه ددهشکې فائرونه نه دي شوي دطالبانو په تشکلاتو کې والي او ولسوال لري؛ نو دنظام تشه کوم ده؟!

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین