دیني لیکنې

د جمعې په ورځ د سورت کهف لوستلو ګټې!

رسول الله ص فرمایلي دي، څوک چې د جمعې په ورځ سورت کهف لولي، دا انسان به تر راتلوونکي هفتې پورې د الله ج په حفاظت کې وي. یعنې د هر ډول فتنو څخه به په امان کې وي. په بل ځای کې رسول الله ص فرمایلي دي، څوک چې سورت کهف لولي، نو د دجال له فتنو څخه به په امان کې وي. اصل کې د دجال لپاره دوه حالته په پام کې نیول کیږي: ۱- د دجال راتلل او ۲- د دجال فتنې. نو هر هغه شی چې تاسو له دین څخه لېري کوي، د دجال فتنه ده. اوس هماغه د دجال د فتنو وخت دی. د دجال فتنې په څلورو حالاتو کې منځ ته راځي، او له دې لارو مسلمانان له اسلام څخه لېري کوي.
۱- عقیده
د دجال هڅه دا ده، ترڅو مسلمانان له اسلام څخه لیري وساتي. د دجال یواځینی غوښتنه به دا وي، چې مسلمانان پر الله ج باور پریږدي.
۲- مال
داسې وخت به وي چې مسلمانان به له غریبی څخه زوریږي، او پر اسلامي نړی به قحطي وي. اوبه، زراعت، نفت او داسې نور به د دوې په کنترول کې وي، هغه هیوادونه چې د دجال نظام نه مني، نو دوې ته به اوبه نه ورکول کیږي او له سیندونو به محروم وي.
۳- علم
داسې وخت به وي چې څوک علم لري او هوښیار وي، هغوی به جاهل او ناپوه په پام کې نیول کیږي، او څوک چې جاهل وي، د مملکت نظام به د دوی په لاس کې وي. د دجال به داسې نظام وي چې رښتیا به دروغ او دروغ به رښتیا ثابتوي، چې ښه مثال یې اوسنی میډیا ده.
۴- قدرت
داسې وخت به وي چې خلک به د قدرت په تلاش کې وي، هر څوک به د دې هڅه کوي چې قدرت لاسته راوړی او پر نورویې استعمال کړي.
هڅه وکړو چې د سورت کهف په معنی ځانونه پوه کړو، او د جمعې په ورځ یې تلاوت وکړو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */