افغانستان

ټرمپ: د سولې تر هوکړې وروسته له افغانستان وځو

د امریکا ولسمشر ترمپ یوخل بیا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ویستلو خبرداری ورکړی دی.

ټرمپ ویلي که د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه له افغانستان به خپل ټول عسکر وباسي او نور به هلته پاتې نشي.

ټرمپ داسې مهال یادې څرګندونې کړي چې خلیلزاد یوه ورخ وړاندې و ویل د هغه او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کار روان دی چې ډیر څه ترسره شوي (خو فیل په یوه مړۍ نه خوړل کیږي) چې ګواکې دا هر څه په یوه ورځ نشي کیدلی.

خلیلزاد ویلي مونږ به دوه شیانو سلا شوی یو چې د بهرنیانو وتل او راتلونکي کې امریکا ته د افغانستان له خاورې د خطر نه پیښیدل دي، په اوربند او بین الافغاني مذاکراتو هم کار روان دی.

د یادونې وړ دی چې تیره ورځ رسنیو ترمپ ته د اشرف غني د لیک لیږلو.کیسه هم رسوا کړه چې له بهرنیو خواکونو یې له افغانستان څخه د نه تللو غوښتنه کړې وه خو ترمپ د هغه لیک خسته کوونکی بللی وو او دا دی اوس یې ویلي چې مونږ له موافقې وروسته خامخا وځو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */