لوبې

پاکستان د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ماتې سره پیل کړه

د پاکستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې سویلي افریقا څخه په ۶ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه سویلي افریقا وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

سویلي افریقا ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د ډوپلېسېس او هېنډرېکس چټکې او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۹۲ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره ډوپلېسېس په ۴۵ توپونو د شپږو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۷۸ او هېنډرېکس په ۴۱ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۷۴ منډو جوړولو سره پیاوړې او ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

پاکستان لپاره عثمان شینواري ۳ او عماد وسیم، حسن علي او فهیم اشرف یوه یوه وېکېټه واخیسته.

پاکستان ځواب توپ وهنې کې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۸۶ منډې جوړې کړې او په شپږو منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره حسین طلعت په ۳۲ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۰ او شعیب ملک په ۳۱ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۹ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

سویلي افریقا لپاره هېنډرېکس، کرېس مورېس او شمسي دوه دوه او فېلوکوایو یوه وېکېټه واخیسته.

سرچینه: نړۍ نیوز