نړۍ

پوتین: د منځني واټن ویشتونکو توغندیو تړون ته نور ژمن نه یو

پوتین: د منځني واټن ویشتونکو توغندیو تړون ته نور ژمن نه یو

                                                          

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتین ويلي، د امریکا له خوا د منځني واټن ویشتونکو میزايلو د کنټرول تړون د ځنډولو په مقابل کې، ورته عمل کوي او د دغه تړون د عملي کولو په اړه خپل تعهدات ځنډوي.

پوتین په مسکو کې د بهرنیو چارو او د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته ویلي: «زموږ امریکايي شریکانو د دغه تړون د ځنډولو اعلان کړی دی او همدې ته په پام موږ هم ورته پرېکړه وکړه».

د روسيې ولسمشر د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته ویلي چې د اټومي وسلو د لرې کولو د مسئلې په اړه له امریکايي لوري سره نورې خبرې ونه کړي.

پوتین دغه راز ویلي چې د روسيې دفاع وزارت به څو چنده له غږ څخه د چټکو توغندیو په شمول، د بالسټیک میزایلو ځای پر ځای کول پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو اعلان کړی و چې د منځني واټن ویشتونکو میزایلو د کنټرول له تړونه، د روسيې د سرغړونو له امله واشنګټن نور دغه تړون ته ژمن نه دی.

پامپیو خبریالانو ته ویلي، موږ به روسیې او د دغه تړون نورو خواوو ته په رسمي ډول خبر ورکړو چې متحده ایالتونه به تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې له دغه تړونه ووځي.

د منځني واټن ویشتونکو میزایلو د کنټرول تړون یا ای اېن اېف په ۱۹۸۷ ز کال کې د امریکا او روسيې له خوا لاسلیک شو چې موخه يې له ۵ سوو تر ۵ نیم سوو کیلومترو واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو د تولیدولو او د دغو میزایلو د پروګرام بندول وو.

بلخوا ناټو په یوه اعلامیه کې له دې تړونه د امریکا د وتلو د اعلان ملاتړ کړی دی، خو روسيې بیا دا رد کړې ده چې ګواکې دغه هېواد د منځني واټن ویشتونکو بالسټیک توغندیو د کنټرول له تړونه سرغړونه کړې ده او پر امریکا يې غږ کړی چې د خپلې دې ادعا د ثبوت لپاره دې اسناد او شواهد وړاندې کړي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

Tags
%d bloggers like this: