افغانستان

حنیف اتمر: د مسکو په غونډه کې به د افغانستان اسلامي جمهوريت له نظام او د اساسي قانون له ارزښتونو څخه دفاع وکړم

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته خپلواک نوماند،
او د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر د افغان سولي په تړاو له یو شمېر نورو افغان سیاستوالو سره یوځای د مسکو په ناسته کې ګډون کوي.

ښاغلی اتمر په خپل ټویټر پاڼه لیکي: په یاد کنفرانس کې به د افغانستان اسلامي جمهوريت له نظام، او د اساسي قانون له ارزښتونو او نورو د فاعي بنسټونو څخه په کله دفاع وکړي.

په اعلامیه کې راغلي”  مونږ له نورو افغان مشرانو سره یو ځای د مسکو په غونډه کې ګډون کوو، دغه ناسته د بین افغاني مذاکراتو د پیل لپاره یو مهم ګام بولو. مونږ به په مسکو کې  له اسلامي جمهوري نظام
، قانوني ارزشونو، له نورو لاسته راوړنو او میراثو
څخه چې ټول پکې شریک یو دفاع وکړو”.

اعلامیه زیاتوي،” مونږ به د افغان حکومت په ګډون د ټول شموله بین افغاني مذاکراتو پر سر ټینګار وکړ. خو له حکومت څخه هم غواړو چې سولې ته له یوې وړې
حکومتې دریڅې ونه ګوري، د سولې په پروسه، نظام او له ملي بنسټونو څخه  په ساتنه کې د سیاسي قشر او ټول ملت نقش ته درناوی وکړي”.

ټاکل شوې چې د مسکو غونډه د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۵ او ۶ مه د روسیې په پلازمینه مسکو کې تر
سره شي.

د راپورونو له مخې په دغې ناسته کې پیژندل شوي  سیاسي او مذهبي مشران، حامد کرزی ، ګلبدین حکمتیار، سید منصور نادري ، محمد محقق ، عطامحمد نور، حکمت خلیل کرزی ، اسماعیل خان، شهنواز تڼی او په اسلام آباد کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام
ضعیف ګډون کوي .

%d bloggers like this:
/* ]]> */