افغانستان

انډیپنډینټ: د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی

 

انډیپنډینټ ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، چې: د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په لوري روان دی.

ورځپاڼې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت د خرابېدو او امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو په خپل مطلب کې ویلي، چې: د ولسمشر غني ځینو ناسمو پریکړو او تیروتنو د افغانستان وضعیت ډیر خراب کړی دی.

د ورځپاڼې په باور د اشرف غني د ځینو تېروتنو له امله د پخوا په پرتله د افغانستان امنیتي وضعیت خراب شوی او د حکومت بنیادونه مخ په نړېدو دي.

د انډیپنډینټ په حواله: کله چې ولسمشر واک ته ورسېده؛ نو د پاکستان د پوځ مرکز ته په دې موخه ورغی، چې گواکې غواړي د پوځ له هغو مشرانو سره وگوري، چې طالبان کنټرولوي.

د انډیپنډینټ ورځپاڼې د راپور له مخې: د افغان ولسمشر دغه کړنه له ديپلوماتيکو اصولو سرغړول و او کوم ځانګړی اغېز يې هم نه درلود.

په ورته وخت کې انډیپنډینټ څرګنده کړې: ولسمشر ځینې داسې چارواکي له دندو لرې کړل، چې سیمه ییزو استخباراتو سره یې تړاو درلود؛ خو بیا هم هغه ځینې تیروتنې وکړې، چې له امله یې چاودنې و نه درېدلې؛ بلکې لا زیاتې شوې.

انډیپنډینټ ورځپاڼې د افغان سولې په اړه ویلي: افغانان په دې ویره کې دي، چې امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له طالبانو سره پټه معامله وکړي او دوى به خرڅ کړي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */