افغانستان

بادغیس: په قادس او مرغاب کې ۱۱ عسکر وژل شوي

 

ده بادغیس ولایت نه په خپرو شویو خبرونو کې ویل شوي، چې د یاد ولایت په قادغس او مرغاب ولسوالیو کې د جګړو پر مهال ګڼو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: پرون ماخوستن ۸ بجې د دولتي عسکرو په پوسته وسلوال برید ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي، چې دغه جګړه کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې، پوره یو ساعت یې دوام کړی، ۵ تنه عسکر پکې وژل او ۴ نور ژوبل شوي هم دي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې د مرغاب ولسوالۍ اړوند د مورچاق په سیمه کې هم له نښتو خبر ورکړل شوی دی.
ویل کیږي، چې بیګاه شپه ۱۱ په امنیتي پوستې برید وشو، چې کابو ۲ نیم ساعتونه یې دوام وکړ او په ترڅ کې یې ۶ تنه پولیس ووژل شول.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې: دغې جګړې کې څو میله وسلې او پوځي مهمات هم د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ دغه څرګندونې رد کړې دي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */