افغانستان

ننګرهار کې ګډو ځواکونو د داعش په ملاتړ طالبانو سره جګړه کړې

ویل شوي، چې ننګرهار ولایت کې دولتي عسکرو د داعش وسلوالو په ملاتړ له طالبانو سره جګړه کړې ده.

طالبانو رسنیو ته په لېږلي خبري بیان کې ویلي، چې: تېره شپه ۱۰ بجې امریکایي اشغالګرو ځواکونو او داخلي عسکرو د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند زاویې سیمه کې د داعشیانو په مقابل کې له طالبانو سره جګړه کړې ده.

د خبرپاڼې په اساس: ګډو ځواکونو د مسلحو طالبانو په نظامي خط چاپه ووهله؛ خو له سخت وسلوال غبرګون سره مخ شول او درانه تلفات ورته واوښتل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي: « مخکې له دې چې دښمن ټاکلي ځای ته ورسېږي، مسلحو طالبانو سیمه په بمونو پوښلې وه، چې په چاودېدو سره یې ۶ تنه سپیشل فورس عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته ».

ویل شوي، چې د جګړې پرمهال ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ګډو ځواکونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

هېره دې نه وي، چې وړاندې هم څو ځله طالبانو دا ډول خبر ورکړی، چې ګواکې ګډ ځواکونه د جګړو پر مهال د داعش وسله والو ملاتړ له طالبانو سره جګړې کوي.