افغانستان

عبدالله بارکزی: د امریکا په حق کې د ملامحمد عمر وړاندوینې رښتیا شوې

ولسی جرګې پخوانی غړی عبیدالله بارکزی وايي چې د امریکا د یرغل په پیل کې چې کومې وړاندوینې مرحوم ملا محمد عمرمجاهد کړې وې هغه اکثره رښتیا وختې.

نوموړي له ژوندون تلویزون سره په خبروکې وویل د امریکا د برید په پیل کې مرحوم ملا محمد عمر ویلي وو چې امریکا به د تیکنالوژي په زور زموږ ښارونه ونیسي، خو بریا ته به ونه رسیږي او په وړاندې به یې بیرته مقاومت وشي.

بارکزي ویلي چې همدا راز مرحوم ملا محمد عمر د امریکا په اړه هغه مهال ویلي وو چې امریکا به د افغانانو د مقاومت په وجه د لیست له سره د لیست پای ته ولاړه شي چې دا هم رښتیا کیدونکې ده.

دا لومړی ځل ندی چې پخواني حکومتي چارواکي یا سیاسیون د امریکا د ماتې او طالبانو د بریا خبرې کوي بلکې تر دې مخکې هم په وار وار تاوده بحثونو او نورو مرکو کې ویل شوي چې امریکا له طالبانو سره په خبرو کولو خپله ماتې پټوي او هر ډول معاملې ته له طالبانو سره تیاره ده.

د یادونې وړ دی چې امریکایي ځواکونه کوشش کوي چې د افغانستان یرغل پایته ورسوی خو د ګډ حکومت دواړه مشران او یو شمیر دولتي چارواکي بیا د خپلو چوکیو په خاطر د امریکا د پاته کیدلو هڅې کوي.