نړۍ

شیخ احمد الطیب:  ترهګر د خدای پر پیغام تعرض کوي

شیخ احمد الطیب:  ترهګر د خدای پر پیغام تعرض کوي

د الازهر جومات امام او د سني مسلمانانو تر ټولو ستر دیني عالم شیخ احمد الطیب د نړۍ د کاتولیکانو له مشر سره کتلي دي. شیخ الطیب په متحده عربي اماراتو کې له پاپ فرانسس سره د لیدنې پر مهال وویل، چې د نړۍ ټول دینونه سپېڅلي دي او د ښېګڼې پیغام لېږدوي. دده په خبره ترهګر او افراطي وسله وال د خدای پر پیغام تعرض کوي او د دینونو په بدنامولو پسې یې اخیستې ده. دده په وینا د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته رسنیو او استخباراتي کړیو د اسلام پر ضد پراخ نشرات پيل کړ او هڅه يې وکړه د مسلمانانو بد انځور نړۍ ته وښيي. هغه وویل، چې اسلام د مینې، ورورولۍ او حوصلې دین دی او له ټول بشریت سره پر ښه چلند ټینګار کوي. پاپ فرانسس هم وویل، چې دینونه انسانان بشرپالنې او مینې ته رابولي خو ترهګر ددغه ښکلي پيغام بدرنګول غواړي.

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

%d bloggers like this: