کلتور او ادب

یتیم (شعر)

څوک له مور پاتې شي او څوک پاتې له پلاره یتیم
څوک بیا له دواړو شي د ژوند په ستړي لاره یتیم

مور یې حال نه وایي چې پلار دې شهید شوی زویه!
په دروازه کې شي ویده له انتظاره یتیم

ته ځوانیمرګ شوې زه دې یاد سره اوس شپې رڼوم
راسره ژاړي له ماښامه تر سهاره یتیم

په سپېرو شونډو یې خندا خوره شي څه وریاد شي؟
بېرته چې اوښکه په لېمو کې کړې ایساره یتیم

هغه به څنګ په څنګ جنت کې خوږ نبي سره وي
چې په اخلاص وپالي څوک د رب لپاره یتیم

که غواړي سخت زړګی دې نرم شي سکون نه ډک شي
په سر یې لاس تېر کړه او ښکل کړه په کراره یتیم

بېرته به ښکلی شي او بېرته به را وغوړیږي
که لږ دمه واخلي د ژوند له درانه باره یتیم

ځه کنه وایه چې په زړه به یې بیا څه تېریږي؟
چې سپېره مخ ته کله ونیسي هینداره یتیم

ستا کفالت یې په اخلاص کړی، جنت یې ځای شه
چاته چې پاتې وي کوچیه سپینه یاره یتیم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

سپین کوچی