کلتور او ادب

د جنګ پرمهال د مسلمانانو اخلاق بې سياله و!

دادى! زمونږ د تهذيب د بشر دوستۍ يو بل نوى اړخ، او ددې اړخ له نظره هم، اسلامي تهذيب منفرد او بې سياله دى، د امن او سلوې په حالت کې، ښه خوى، نرمي، په کمزورو باندې زړه سوى، په خپلوانو او ګاونډيانو باندې پېرزوينه هر ملت کولاى شي، خو دا ټول په هغه وخت کې چې د کمزورۍ او ناتوانۍ مجبوره ژوند تېروي….

مګر د جنګ په حالت کې له خلکو سره، په انصاف چلن، له دښمنانو سره نرم سلوک کول، په کوچنيانو، سپين ږيرو او ښځو باندې زړه سوى کول، له ماتې خوړلو وګړو سره نرمي او پېرزوينه، دا د هر ملت د واک نه وتلې خبره ده او نه په هر يو جنګي قومندان کې ددغو پورتنيو صفتونو پيدا کېدل امکان لري، د وينې په لېدلو وينې ګرمېږي، دښمني، کينه، غصه او غضب راپاروي. يو بريالى د خپل برياليتوب نيشه لېونى کوي، او پداسې حالاتو کې له هغه څخه خورا ناوړه قلبي شقاوت او د انتقام نوښت تبارز کوي، او همدغه د ټولو ملتونو تاريخي اعمال دي، برابره خبره ده که پخوانى وي او که اوسنى، بلکه د ګرد بشريت همدغه تاريخ دى، او دا له هغه وخت څخه پيل شوى دى کله چې قابيل د خپل ورور وينې ((په ناحقه سره)) تويې کړې.

((إِذْ قَرَّبَا قُرْبَانًا فَتُقُبِّلَ مِن أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الآخَرِ قَالَ لأَقْتُلَنَّكَ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ))
((هغا وخت چې دى، دواړو خپلې خپلې قربانۍ او نذرونه کېښودل نو د يو قبول کړاى شو او د هغه بل قبول نکړاى شو ((يعنې د قابيل نذر خداى پاک قبول نکړ)) نو ده خپل ورور هابيل ته وويل چې تا زه وژنم، هابيل ورته وويل چې پدې کې زما څه قصور دى، خداى پاک د پرهيزګارانو او متقيانو نذر قبلوي)).

پدې وخت کې دي چې تاريخ د روان ژوند تاج، يواځې زمونږ د تهذيب د مشرانو او رهبرانو پر سر کېښود، برابره خبره زمونږ دغه مخکښان نظامي وي ، که ملکي فاتح وي، که حاکم وي، ځکه چې په ګردو تهذيبونو کې زمونږ هغه يواځينى تهذيب دى چې د هغه اکابور او لويانو په سخو جنګي حالاتو کې هم، له نياو او مينې څخه د ډک انسانيت ترار کړى دى، او بيا په خاصه توګه پداسې شېبو کې چې هغه انسان وينې تويولو او انتقام ته هڅوي. الله تعالى ګواه دى چې که چېرته د مسلمانانو دغه جنګي اخلاق، د تاريخ له نه منکرېدونکو پېښو څخه نه ثابتېدلاى، نو ما به دغه ګردې پېښې يوه داسې قصه او افسانه ګڼلې واى، چې هغې د مځکې پر مخ هېڅ حقيقت نه لرلى.

د اسلامي تهذيب برکت:
هغه وخت چې اسلام دنيا ته راغى نو د وګړو په خپل منځ کې داسې حالت ؤ لکه څنګه چې په ځنګل کې د ځناورو په خپل منځ کې وي، چې پياوړي به بې تکلف او له مسئوليت څخه پرته بې وزلى قتل کاوه او يو وسلوال به له ډيل څخه پرته بې وسلې کس لوټ کاوه، په ګردو اديانو او شرايعو او په ټولو ملتونو او قبايلو کې جنګ ګواکې د هغوى دورځني ژوند له معمولاتو څخه ؤ، چې نه به په کوم قيد پورې مقيد ؤ و نه تر کومې پولې پورې محدود ؤ، د روا جنګ او ناروا او ظالمانه جنګ تر منځه هېڅ ډول توپير او امتياز نه ؤ، هر قوم به چې ددې ځواک وموند چې له بل ملت او قام څخه دهغوى مځکې ونيسي، د هغوى ښځې او تورسرې وينځې او د هغوى سړي د ځانونو مريونه کړي او هغوى د خپلو خيالاتو او ګروهيو په پرېښودلو مجبور کړي، نو داسې ملت دغه ټولې چارې له زړه وهنې او د ګناه له احساس څخه پرته سر ته رسولي، مګر زمونږ تهذيب دا خبره مناسبه ونه ګڼله چې په بشري نړۍ کې دى،

دغه کړنلاره چې بشريت يې د سوچه حيوانيت سطحې ته راغورځولاى دى، په خپل حالت پاتې وي، بلکه ګردې بشري نړۍ ته يې دا اعلان وکړ چې د ملتونو په منځ کې اړيکو د لرلو په هکله اصل او بنسټيز شي پېژندنه او يو له بل سره مرسته ده نه جنګ او

نفرت:
((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ))
((اى خلکو ماتاسې له يو پلار او له يوې مور څخه پيدا کړي ياست او بيا مې ددې لپاره په څانګو او ټبرونو ووېشلئ تر څو په خپل منځ کې يو بل سره وپېژنئ په يقيني توګه دخداى پاک په وړاندې له تاسې څخه هغه څوک ډېر غوره او هغه ته نېږدې دى چې پرهېزګار او له خداى پاک څخه ډېر وېرېدونکى وي)).

چې پدې اساس د بشري ټبرونو او قامونو په منځ کې د سولې او جوړې روغې د اړيکو ټينګول يوه طبعي او فطرې رابطه او تړون دى، لکه چې الله تعالى فرمايلي دي:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ ادْخُلُواْ فِي السِّلْمِ كَآفَّةً…..))
اى مؤمنانو په سوله او امن ((يعنې اسلام)) کې په بشپړه او هر اړخيزه توګه داخل شئ.

د ځواک دوسائلو تيارول د څه لپاره ضروري دي؟
اوس نو داسلام له پورتني دستور سره که بيا هم کوم قام په سوله او امن کې اوسېدل ونه غواړي او له بل ملت سره له جنګ او پر هغه باندې له تيري کولو څخه يې پرته زړه او بدن آرام نه مومي، او د همدې موخې په تکل هره شېبه جنګ ته چمتو وي. نو پدې صورت کې بيا پدغه بل ملت باندې هم فرض دي چې هغه د تيري او يرغل کوونکي د يرغل د مخنيوي په خاطر ځان چمتو کړي، ځکه کوم ملت که چېرته، هر وخت له خپل ځان څخه د دفاع لپاره چمتو نه وي نو تېرى او يرغل کوونکى ملت د جنګ او تيري د برياليتوب په لاره کې له خورا زياتې چټکتيا څخه کار اخلي:

((وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ…))
((او څومره چې کولاى شئ ځواک او پياوتيا چمتو کړئ او د اسونو له تيارولو څخه د هغوى لپاره چمتو اوسېږئ، تر څو د خداى پاک او ستاسې دښمنان وډارشي او ترهه وکړي)).

اوس نو که چېرته تيرى کونکى ملت له خپلو تېري کوونکو هڅو او پتيلو څخه جاروزي، او که وسلوال سوله دوستي وغواړي، نو سوله دوست ملت ته هم لازمه ده چې هغه هم ده ته په زغرده د سولې د هر کلي لپاره لاس وغځوي، بلکه دده لپاره خو لازمه ده چې دى له خپل حريف څخه زيات د سولې په لټون کې وي او د سولې څرګندونه په ډېر ټينګار سره وکړي:

((وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ…))
پس که چېرته دوى د سولې لپاره غاړه کېږدي نو تاسې هم هغې ته ميلان او خوښي وکړئ او په الله تعالى باندې ځان وسپارئ.
خو مګر که تيرى کوونکي يواځې جنګ کول غواړي بيا نو پدې صورت کې د ځواک مخنيوى په ځواک سره کېدلاى شي، اوسپنه اوسپنه پرېکوي:

((وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ….))
((او دخداى پاک په لاره کې له هغو خلکو سره جنګ وکړئ چې هغوى له تاسې سره جنګېږي)).

د جنګ اهداف:
دا هغه دريځ دى چې د هغه په اساس زمونږ د تهذيب اصول او مبادي د مال د ولجه کولو د لوټ او تالان جوړولو او د ملتونو د محکومولو په خاطر هېڅکله هم د جنګ اجازه نه ورکوي، ځکه چې دغه اصول داسې ډول جنګونه په غوڅه توګه حرام ګڼي، او دده په وړاندې يواځې هغه جنګ روا دى، چې له يو د دغو لاندينيو اهدافو په خاطر وجنګېږي.
١- د ملت له اخلاقو او نظرياتو څخه د دفاع په هکله.
٢- د ملت د آزادۍ، خپلواکۍ او د سولې د بقا او ټينګښت په خاطر:
((وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلّه….))
او له هغوى سره تر هغه پورې جنګ وکړئ چې فتنه پاتې نشي او بندګي يواځې او يواځې الله لره وشي، پدې صورت کې باطلو ځواکونو ته د جنګ د اعلانوونکي ملت له جنګ اعلانولو څخه يواځې د خپلې ګروهې آزادي هدف ندى، بلکه په هغه باندې لازمه ده چې د هغه د نورو د ګروهيو د آزادۍ او حريت ګارنټي هم ورکړې او د ګردو مذاهبو د عبادت خانو ضامن هم شي:

((وَلَوْلاَ دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُم بِبَعْضٍ لَّهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا…))
((نو که چېرته الله تعالى ځينې خلک په ځينو نورو پاندې له منځه نه وړلاى، نو هرو مرو به ړنګ کړاى شوي وو، هغه کليساوې او د يهوديانو عبادت ځايونه او نورې عبادت خانې او جماتونه چې په هغوى کې د خداى پاک يادونه خورا ډېره کېږي)).

يو بل ځلېدونکى اړخ:
او بيا زمونږ د تهذيب د روښانه اصولو يو خورا ځلېدونکى اړخ دا هم دى هغه لکه څنګه چې په مونږ باندې دا فرض کړې ده، چې مونږ به هېڅکله او هېڅ ډول خپل عزت او آزادۍ ته ضربه رسول نه پرېږدو همدا ډول يې په مونږ باندې دا هم لازمه کړې ده چې د نورو مظلومو ډلو او پاټکيو په لاس نيوي سره، پر هغوى باندې د کېدونکو ظلمونو په مقابل کې له هغوى څخه دفاع وکړو:

((وَمَا لَكُمْ لاَ تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاء وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَـذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ وَلِيًّا وَاجْعَل لَّنَا مِن لَّدُنكَ نَصِيرًا))

((او تاسې ولې د الله تعالى په لاره کې نه جنګېږئ او ولې د هغو بې وزلو او کمزورو نرو او ښځو او کوچنيانو له ظلم او تيري څخه د خلاصون په خاطر نه جنګېږئ، چې هغوى الله تعالى ته دا سوال کوي چې اى لويه خدايه، مونږ له دې ښار څخه وباسه چې هستوګني يې ظالمان دي او وګرځوه زمونږ لپاره له خپل لوري څخه ملاتړ او وګرځوه زمونږ لپاره له خپل لوري څخه مرستيال)).

په دغو اخلاقي بنديزونو کې ښکيل شوى او نغښتلى جنګ، هغه جنګ کېدلاى شي چې هغه په ګروهې او د فکر او عمل په آزادۍ باندې د کېدونکو ظلمونو او تېريو د مخنيوي د خاطر ډګر ته ودانګي او همدغه ډول جنګ په اسلام کې روا دى او يواځې د همدغه موخې په لاره کې جنګېدل الله تعالى ته نېږدې والى ترلاسه کولاى شي او همدوى ته به جنت ته د تللو وياړ په برخه کېږي.

او د همدغه ډول جنګ په هکله اسلامي تهذيب پرېکړه او فيصله کړې ده، چې في سبيل الله جهاد دى و له دې نه پرته نور چې هر څومره جنګونه دي هغه ټول د طغيان او په مځکه کې د فساد کولو لپاره دي. زمونږ د تهذيب د مشروع جنګ او د نورو بشري ملتونو د مشهورو جنګونو تر منځه چې کوم توپير دى هغه پدې لاندني آيات کې ښه تره واضح کړاى شوى دى.

((الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفًا))
((هغه کسان چې مؤمنان دي هغوى د الله تعالى په لاره کې جنګېږي او هغه څوک چې کافر دي هغوى د طاغوت په لاره کې جنګېږي، پس اى مومنانو تاسې د شيطان له مرستيالانو سره جنګ وکړئ، په يقيني توګه د شيطان تدبير کمزورى دى.

جنګ له چا سره او په څومره انډول؟
زمونږ تهذيب د جنګ اعلان د الله تعالى د کلمې د لوړتيا په خاطر کوي او د ژوند د تجويز او ټاکل شوي نظام د پلي کولو لپاره يې کوي. دا نظام د حق نظام دى، دا خير دى همدا شريفانه معيار دى، خو ددې په مقابل کې چې کوم نور وګړي د جنګ اعلان کوي هغه په نورو باندې د تيري کولو، د شيطنت او په مځکه کې د فساد کولو لپاره وي او شيطنت د شر، سرغړونې او فساد نوم دى، نو کله چې زمونږ د تهذيب د جنګونو مطلب او موخه دا ده پس د حق په لاره کې او د خير په خاطر، دا جنګ هېڅکله هم د شر او باطل ذريعه نشي جوړېدلاى، همدغه وجه ده چې د جنګ په هکله زمونږ د تهذيب له اصولو او مباديوو نه يو دادى چې مونږ بايد يواځې له هغه چا سره جنګ وکړو چې له مونږ سره جنګېږي او په مونږ باندې تېرى کوي:

((فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُواْ عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ))
((پس هغه چا چې پر تاسې باندې تيرى وکړ نو ستاسې نوښت بايد په همغه انډول وي لکه څومره يې چې پر تاسې باندې تيرې کړى دى)).

نو پدې اساس که چېرته مونږ له دغو ټاکل شوو پولو څخه تجاوز وکړو او له هغه چا سره جنګ وکړو چې هغه جنګ کول نه غواړي، او هغه چا ته زيان ورسوو چې هغه بل چا ته د زيان رسولو په هڅه کې نه وي، پدې صورت کې به بيا مونږ له دغه بشري جنګ او د هغه له لوړو اهدافو څخه د انحراف په اسا، زياتي کوونکي وګرځېږو. لکه څنګه چې الله تعالى فرمايلي دي:

((وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبِّ الْمُعْتَدِينَ))
او هغه څوک چې له تاسې سره جنګېږي نو تاسې هم د خداى په لاره کې له هغوى سره په ځوابي توګه جنګ وکړئ، مګر زياتى مکوئ، ځکه چې خداى پاک تيرى کوونکى دوست نه ګڼي.

او همدارنګه الله تعالى فرمايلي دي:
((وَلَمَنِ انتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُوْلَئِكَ مَا عَلَيْهِم مِّن سَبِيلٍ إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِي الأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ أُوْلَئِكَ لَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ))

ترجمه: او که چېرته هغه څوک چې پر هغوى باندې ظلم شوى وي او د خپل کسات اخستلو په توسه جنګ وکړي نو هېڅ باک نلري، ملامتي خو په هغه چا باندې ده چې هغوى په خلکو باندې د جنګ کولو په وجه ظلم کوي او په مځکه کې په ناحقه سره فساد او ورانى کوي دغه ډول کسانو ته خورا سخت عذاب ټاکل شوى دى.

نو پدې اساس کله چې د جنګ اور بل شي په مونږ باندې دا فرض دي چې په هر وخت کې خپل جنګي اصول په نظر کې ولرو. تر څو داسې ونشي چې مونږ د بې رحمۍ، فساد، تباهۍ او بربادۍ باعث شو. داسې هېڅکله هم بايد ونشي، ځکه چې خاص د الله تعالى د لارې په جنګ کې جنګ کوونکى بشريت، د خپول جنګي وسائلو له نظره هم همېشه بايد د بشريت په پولو کې دننه وي، که څه هم دغه جنګ خورا سخت او شديد وي.

د جنګ په هکله څو لارښودنې:
همدغه وجه ده کوم هدايات چې اسلام د جنګ په هکله کړي دي، دغه هدايات د بل هېڅ يو تهذيب په تاريخ کې نه ميندلى کېږي. د مثال په ډول حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه د خپل خلافت په زمانه کې کله چې د حضرت اسامه رضی الله عنه په مشرۍ اسلامي لښکر جنګ ته لېږي، نو د حضرت اسامه لښکر ته داسې لارښودنه کوي:

((د چا پښې او لاسونه به نه غوڅوئ، مثله به نه کوئ، کوچني هلکان به نه وژنئ، د باغونو ونې به نه پرېکوئ، اونو ته به اور نه اچوئ، هېڅ يوه مېوه لرونکې ونه به نه پرېکوئ، په ګېډې مړولو برسېره به هېڅ يو څاروى نه ذبح کوئ،تاسې به په داسې وګړو پېښېږئ چې هغوى به خپل ځان په کليساؤ کې عبادت ته وقف کړى وي، هغوى ته څه مه واياست، او په خپل حال يې پرېږدئ، او دوى هغه څه ته خوشې کړئ چې ځان يې ورته ګوښه کړى دى)).

تاسې وکتل هغه څوک چې د شر او فساد لپاره نه بلکه خاص د الله تعالى په لاره کې جنګېږي د هغوى د جنګ کړه وړه څنګه وي. او بل دا چې هغوى همېشه د داسې اصولو او مباديوو پابند اوسېږي چې هغه د بشريت لپاره د رحمت باعث دى، ان تر دې چې هغوى له دې دوو نتيجو څخه هرومرو يوې ته رسېږي، يا به سوله کېږي او يا به يې برياليتوب په برخه کېږي، که سوله وکړي نو په هغې کې په خپلو ژمنو ټينګ ولاړ وي او د دواړو ډلو تر منځه د شوو ژمنو پوره کول لازمي ګڼي، ځکه چې د هغوى کړې ژمنه په اصل کې له الله تعالى سره ژمنه کول دي:

((وَأَوْفُواْ بِعَهْدِ اللّهِ إِذَا عَاهَدتُّمْ وَلاَ تَنقُضُواْ الأَيْمَانَ بَعْدَ تَوْكِيدِهَا وَقَدْ جَعَلْتُمُ اللّهَ عَلَيْكُمْ كَفِيلاً))
ترجمه: او کله چې تاسې له الله تعالى سره ژمنه وکړئ، نو پوره کوئ، او خپل سوګندونه وروسته له ټينګښت څخه مه ماتوئ، ځکه چې تاسې پدې هکله په خپلو ځانونو باندې خداى پاک ضامن ګرځولاى دى.

او که برياليتوب يې په برخه شي، نو هغه د داسې يوې ټولنې برياليتوب دى، چې هغې يواځې د الله تعالى لپاره قربانۍ ورکړي دي، د هغې غړي د خداى په لاره کې شهيدان شوي د، له برياليتوب څخه وروسته دغه ټولنه داسې اقدامات کوي چې د هغو په توسه په مځکه کې د حقاني نظام جرړې پياوړې او ټينګې شي او د وګړو په منځ کې د هر ډول فساد او تيري مخنيوى کوي:

((الَّذِينَ إِن مَّكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاَةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ))
ترجمه: هغه وګړي چې که مونږ دوى ته په مځکه کې ځواک ورکړو نو هغوى لمونځ قايموي، زکات ورکوي، نيکۍ ته بلنه او له بدۍ څخه ژغورنه کوي او د ټولو چارو پاى د الله په واک کې دي.

دغه دي هغه پولې چې اسلامي تهذيب له برياليتوب څخه وروسته خپل فاتح ته د کړو وړو لپاره ټاکلي دي، يعنې لوړ روحانيت، ټولنيز نياو ((عدالت)) د ټولنې د سوکالۍ او نيکۍ په چراو کې په خپل منځ کې يو له بل سره مرسته او په مځکه کې له شر او فساد سره پرلپسې مبارزه دغه دى زمونږ د تهذيب جنګي اصول او مبادي، او دغه زمونږ هغه جنګي اخلاق دي، چې نچوړ يې يواځې په درې ټکو کې خلاصه او وړاندې کولاى شي انصاف، زړه سوى او په ژمنه ټينګ پاتې کېدل.

دغه ټول يواځې دعوې او نظريې نه بلکه په عملي ډګر کې يې ښودلي دي:
زما فکر دادى چې د جنګ په دوران کې زمونږ د تهذيب د سوله پالۍ پاليسۍ د ثبوت لپاره دومره وينا کفايت نکوي. ځکه چې يواځې د اصولو بيانول او د هغوى په عمومي توګه اعلانول د يو ملت د حيثيت د لوړتيا او د هغه د بشر دوستۍ د ثبوت لپاره کفايت نکوي.

له ډېر مودې راپدې خوا مونږ ډېر داسې ملتونه وينو چې په پيل کې د خورا لوړو اهدافو په منځته راوړو سره د پرګنو په وړاندې تبارز کوي، خو له نورو ملتونو سره د هغوى کړه وړه خورا ذليلوونکي، سخت زړه د زړه سوي او نياو له بشري اصولو څخه په سوونو ميله لرې وي. په خپله زمونږ په هېواد کې چې لويديځ ښکيلاک ((استعمار)) کوم رول لوبولاى دى، هغه کومه پټه خبره نده او نه د هغه د له شرمه ډکو اووحشيانه چارو تاريخ له مونږ څخه ليرى دى.

له دې امله دا ضروري ده چې وګورو زمونږ د تهذيب د عروج او پرمختګ په زمانه کې ددغو اصولو عملي ښکارونې څنګه دي. د ځاى ته په رارسېدلو سره ځينې ملتونه تورمخي کېږي او ځينې نور سرخ رويه ثابتېږي. او دا هغه مقام دى چې هغه ته په رارسېدلو اسلامي امت له نورو ګردو ملتونو څخه ممتاز کېږي او په بشر دوستۍ کې نه خو کوم ملت له هغه سره سيال ليدل کېږي او نه کوم تهذيب.

دنبوي دور شواهد:
پدې ځاى کې به مونږ له ټولو څخه وړاندې د حضرت محمد ﷺ د سپېڅلي ژوند د څو پېښو يادونه وکړو. ځکه چې حضور ﷺ په خپله د الله تعالى له هداياتو سره سم زمونږ د تهذيب او د هغه د بنسټ کېښودنکي اود هغه د اصولو او قواعدو واضع دى. او يواځې په خپله حضرت رسول اکرم ﷺ د اسلامي تهذيب له اهدافو، اصولو او قواعدو څخه تعبير کولاى شي. د انبياء کرامو او د امت د مصلحينو تاريخ ګواه دى چې هيچا هم ددوى په انډول ددعوت په لاره کې هم د کميت له نظره او هم د کيفيت له مخې دومره کړاوونه او ربړونه ندي ګاللي، لکه څومره چې حضرت رسول اکرم ﷺ تير کړي او زغملي دي. د حضرت رسول اکرم ﷺ په مکه کې د رسالت ديارلس کاله ژوند خو تاسې ته بهتر معلوم دى. د مکي دور په دغه ټول وخت کې حضرت رسول اکرم ﷺ او د هغه ټولنه د مخالفينو له پرلپسې کينې، دښمنۍ، او دوى ته د زيان رسونې، ښکنځلو، رټلو له کړاوونو سره مخامخ وو، ان تر دې چې د حضرت رسول اکرم ﷺ او دهغه د صادقو يارانو د شهادت تدبيرونه او توطئې جوړې کړاى شوې.

له ده څخه وروسته که د هغه د مدني ژوند په دور باندې طائرانه نظر واچولاى شي، نو دغه ټوله زمانه هم له پرلپسې او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، جهاد او غزاګانو څخه ډکه ده. حضرت رسول اکرم ﷺ ته تر هغه پورې د جنګي لباس له تن څخه د وېستلو زمينه برابره نشوه تر څو چې له رحلت اووفات څخه کمه زمانه واړاندې، ټوله عربي نړۍ دده له حاکميت لاندې رانغله.

په عمومي توګه لېدل کېږي هغه څوک چې پدې دنيا کې د پرلپسې دښمنيو، ظلم او تيري او کسات اخستونکي ګرځېږي، او کله بيا چې د جنګ ډګر ته رسېږي نو ناببره توره پورته کوي، په قتل او مقاتله بېدريغه لاس پورې کوي چې بيا نو له همدې امله د هغه طبيعت وينې تويوونکى ګرځېږي. مګر ددې په خلاف تاسې وګورئ چې حضرت رسول اکرم ﷺ د ټولو جګړو په دوران کې څه ډول اخلاقي دريځ او چلن درلود؟ او ده چې د اسلامي تهذيب د کومو جنګي اصولو اعلان کړى ؤ هغه ته يې څنګه عملي جامه ورواغوستله؟

د احد په جنګ کې، کله چې د حضرت رسول اکرم ﷺ د هداياتو او لارښودنو په خلاف د قدم پورته کولو له کبله کومه ماتې چې مسلمانانو وخوړله او حضرت ﷺ دښمنانو محاصره کړ او هغوى د حضرت رسول اکرم ﷺ د ژوند د پاى ته رسولو په تکل يرغل پرې وکړ او دى مبارک يې ټپي کړ، او دده غاښ مبارک شهيد کړاى شو، مخ مبارک يې ټپي شو او په مخ مبارک يې د خپلو مبارکو وينو شپولونه جوړ شول او په همدغه وخت کې دده مبارکو او اتلو يارانو له خپلو ځانو څخه په تېرېدنې له ده څخه دفاع وکړه او د دښمنانو له کړۍ څخه يې وويست، په همدغه وخت کې ځينو اصحابو عرض ورته وکړ چې يا رسول الله تاسې ددغو بدبختانو په حق کې ښيرا وکړئ. حضرت ﷺ په ځواب کې وفرمايل: ((زه الله ملامت کوونکى نه يم مبعوث کړى، بلکه زه يې د داعي او رحمت په توګه مبعوث کړى يم)).

او بيا يې په همدغه حالت کې داسې وفرمايل: ((اى الله زما قام ته هدايت او لارښودنه وکړه ځکه چې هغوى نه پوهېږي)). دا ده هغه حق پالنه او حق پسندي چې ځينې وختونه خو جنګ کولو ته اړ ويستلاى شي مګر د وينې تويولو د تندې د ماتېدو په خاطر جنګ نکوي، بلکه د جنګ په ډګر کې او د سختو شېبو د تېرېدلو په وخت کې د حضرت رسول اکرم ﷺ له مبارکې ژبې څخه پورتني الفاظ وتل ددې ګواهي کوي چې وينې تويول او هېواد نيول هدف ندى، بلکه پدې هيله چې په غلطه لاره تلونکى بشريت په سمه لاره روان شي.

د احد په همدغه جنګ کې د شهيدانو سالار حضرت حمزه رضی الله عنه چې د حضرت رسول اکرم ﷺ کاکا ؤ شهيد شو، او نوموړى د عربو له نومياليو اتلانو څخه ؤ. دغه په اسلام مين يو مرئى چې نوم يې وحشي ؤ شهيد کړى ؤ او دده قتل هم ناڅاپي نه ؤ بلکه د ابوسفيان د ښځې چې هند نومېده په لمسه او هڅولو منځته راغلى ؤ، بيا نو کله چې دغه نوميالى او اتل د هغه له ګذار څخه په مځکه پرېووت، نو د شهيدانو په تنو کې هند د حضرت حمزه رضی الله عنه د تنې په لټون کې وه او کله يې چې هغه مينده کړ، نو د هغه مبارک زړه او ځيګر يې ورڅخه وويستل او په خپلو غاښونو هغه دواړ وژويل چې پدې توګه يې د دښمنۍ او قلبي شقاوت يو ځانګړى يادګار پرېښود.

او بيا د زمانې بدلون ته وګورئ چې بيا همدغه دواړه يعنې هند او وحشي مسلمانېږي او د حضرت رسول اکرم ﷺ مبارک حضور ته وړاندې کېږي او دى د هغو دواړو اسلام قبلوي، د هندې لپاره د مغفرت سوال او دعا کوي او وحشي ته يواځې دومره وايي چې: ((که ته لاړ شې او زما له سترګو چېرته لرې واوسېږي نو دا به ډېره ښه وي)) دا دى هغه دريځ او نوښت چې حضرت رسول اکرم ﷺ د خپل تره له قاتل او د هغه د زړه او ځيګر له ژوونکې سره وکړ.

حضرت رسول اکرم ﷺ په يو جنګ کې يوه ښځ وليدله چې قتل کړاى شوې وه، دى خورا زيات خواشينى شو او مجاهدين يې سخت تهديد کړل او ورته يې وفرمايل: ايا ما تاسې ته د ښځو له قتلولو څخه د ژغورنې حکم نه ؤ کړى؟ دې خو له تاسې سره جګړه نه کوله؟ دا دى د الله تعالى هغه رسول ﷺ چې د جنګ په دوران کې د بشر دوستۍ او انسانيت درس ورکوي او خپلو جنګي هداياتو او لارښودنو ته عملي جامه وراغوندي، پداسې حال کې چې په خپله دى مبارک دخپلو جنګي پوځونو ستر قومندان او په مختلفو جنګونو کې ونډه اخلي.

حضرت رسول اکرم ﷺ مکه فتح کوي، د خپلو لسو زرو سرتېرو مجاهدينو په ملګرتيا په خورا شان او شوکت د مکې ښار ته ننوځي او د هغې ورځې او ګړۍ منظر دادى چې هغه يوولس کلن کينه کښ قريش چې هغوى د حضرت رسول اکرم ﷺ په ځورولو کې هېڅ دريغ او کمى نه ؤ کړى دده په وړاندې سرټيټي او ماتې خوړلې ولاړ دي او د خپلو ځانونو په هکله د نبوي فرمان او فيصلې د صدور انتظار کوي. حضرت رسول اکرم ﷺ د هغوى ددې حالت په لېدلو سره له هغوى څخه داسې پوښتنه وکړه: ((اى قريشو ستاسې څه فکر دى چې زه به لتاسې سره څه وکړم؟)) هغوى په ځواب کې ورته وويل: ((مونږ له تا څخه خورا د ښه سلوک هيله مند يو، ته زمونږ ښه ورور او د ښه ورور ځوى يې)). حضرت رسول اکرم ﷺ ورته وفرمايل: ((نن به زه تاسې ته هغه ووايم چې يوسف علیه السلام خپلو وروڼو ته ويلي وو چې نن ورځې تاسې له هر ډول محاکمې څخه خلاص ياست، الله تعالى دې تاسې ته بښنه وکړي، همغه ذات خورا مهربان دى، ځئ زما له لوري څخه تاسې آزاد ياست)).

دا بشري نړۍ ته خير ښودونکى د دواړو جهانو سردار حضرت رسول اکرم ﷺ دى، نه کوم داسې جنرال چې هغه يواځې د خپل عزت او اقتدار په خاطر جنګېږي او د فتحې او برياليتوب په غرور او نيشه کې ډوبېږي.

د راشدينو خلفاوو دريځ هم همدغه ؤ:
له حضرت رسول اکرم ﷺ څخه وروسته د خلفاوو او صحابه وو هم په ټولو جنګونو او فتوحاتو کې کټ مټ هغه دريځ ؤ د کوم چې حضرت رسول اکرم ﷺ بنسټ کېښودلاى ؤ. هغوى خپله ډيوه او څراغ په همغو تيلو روښانه کړى او لګولاى ؤ او په همغه لاره روان ؤ او د اسلامي تهذيب همغو اصولو ته به يې جامه وراغوستله، هغوى په ډېرو سختو شرايطو او او شديدو اوقاتو کې هم خپل اعصاب کنټرول کړي وو. او په ډېرو سترو سترو فتوحاتو او برياليتوبونو کې هم هغوى خپل اصول او مبادير هير نکړل.

والي د مجبوريت له مخې خپله پرېکړه بدله کړه:
يو ځل د لبنان ځينو شرپسندو وګړو د هغه ځاى د والي علي بن عبدالله بن عباس په خلاف بغاوت وکړ. والي له هغوى سره جنګ وکړ، او هغوى ه يې ماتې ورکړه، لدې نه وروسته والي دا مناسبه وګڼله چې له دې څخه وروسته دغو ورانکارو ته د زيات فساد وخت بايد په لاس ورنشي چې هغوى يو ځل بيا د يوې ډلې په صورت ځانونه ((منظم او منسجم)) کړي او بغاوت وکړي له دې امله هغوى بايد يو له بل څخه جلا او تيت او پرک کړاى شي او له هغوى څخه يو شمير تبعيد او له وطن څخه وشړل شي، او دا کار د بغاوت لپاره کوچنى مجازات ؤ چې نن سبا هم له ګردو څخه د مهذبې ټولنې او هېواد واکمن هم په ډېره اسانۍ سره دا کار کولاى شي، بلکه کوي يې. مګر د هغه وخت يو پياوړي او نوميالي عالم امام اوزاعي والي ته وليکل چې که چېرته دى داسې وکړي نو دده دا کار به له شريعت څخه مخالف وي، ځکه چې له عملي باغيانو سره نورو ذميانو ته سزا ورکول او هغوى له هېواد څخه جلا وطن کول په هېڅ صورت کې هم روا ندي. د چا په هکله چې جنايت کول ثابت شي يواځې هماغه ته سزا ورکولاى شي. امام اوزاعي پدې هکله د لبنان والي ته په يو خط کې ليکلي وو چې د هغې دا لاندې ونډه د غور او تدبر وړ ده.

ماته معلومه شوې ده چې تا د جبل لبنان ځينې اهل ذمه ذميان نامسلمانه جزيه ورکوونکي او داسلامي حکومت په ذمه وارۍ په اسلامي هېواد کې اوسېدونکي قتل کړي او ځينې نور دې جلا وطن کړي دي، چې په تبعيد شويو وګړو کې ځينې داسې کسان هم شته چې هغوى له ياغيانو سره هېڅ ډول مرسته نده کړې، تاسې وواياست چې د يو خاص توک او يا ډلې د ګناه په بدل کې مو عمومي خلکو ته له کومو اصولو سره سمه سزا ورکړې ده؟ ته دا خلک له خپل کور او شتو څخه دباندې شړې. پداسې حال کې چې د الله تعالى فرما ندى چې: ((وَلاَ تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَى)) ((يعنې د يو ګناه په بل نشي بارېدلاى))

دا يو خورا غوره موقف دى او ددې وړ دى چې عمل پرې کوکړي. همدارنګه د حضرت رسول اکرم ﷺ دا توصيه همېشه په نظر کې بايد ونيسئ چې ((من ظلم معاهداً او کلفه فوق طاقته فانا خصيمه يوم القيامة)). (چا چې پر کم متعهد باندې ظلم وکړ او يا يې پر هغه باندې د هغه له ځواک څخه مزيات پېټى کېښود نو زه به د قيامت په ورځ د داسې شخص مدعي يم))ددې ليک په رسېدلو سره د لبنان والي له دې نه پرته بله چاره نه درلوده چې هغه بې ګناه تبعيد کړاى شوي خلک په ډېر درناوي سره خپلو کورونو ته بېرته راولي.

او له مونږ سره د انګريزانو او فرانسويانو سلوک دادى:
زه نه غواړم ددې پېښې په هکله څه تبصره وکړم، البته پدې ځاى کې دا کفايت کوي چې زه خلکو ته د فرانسويانو هغه کړه وړه ورپه ياد کړم چې هغوى زمونږ د آزادۍ د جنګ په دوران کې له مونږ سره هغه وخت کړي وو چې زمونږ په هېواد باندې قابض وو.
او اوس نن سبا د شمالي افريقا له عوامو عربو سره هماغه کړه وړه کوي چې له مونږ سره يې کړي. دوى په افريقا کې له لکونو انسانان وژلي دي او په شلګونو ودان ښارونه يې داسې وران کړي دي چې د ريڼو ډګرونو په څير دي او داسې معلومېږي چې ګواکې هلته بېخي کوم کور نه وو ، او همدارنګه په فلسطين کې د عربو د آزادۍ په جنګ کې چې انګريزانو له عربو سره کوم څه کړي دي هغه هم زمونږ په وړاندې او راته معلوم دي، زه پوهېږي چې له فتوحاتو وروسته او د جنګونو په دوران کې زمونږ تهذيب چې له انسانانو سره کوم رحيمانه سلوک کړى دى د هغه د ارزښت د اندازه کولو لپاره دا اوسنى دور د هغو ملتونو د توجه اونې لپاره چې هغوى ځانونو ته مهذب وايي يواځې هغه روش او چلن ته اشاره کول کفايت کوي چې زمونږ تهذيب له دوى سره کړى ؤ
ايا په کوم تهذيب کې ددې کوم مثال شته؟
هغه وخت چې حضرت عمر بن عبدالعزيز دخلافت په مسند کښېناست نو د سمرقند د خلکو د سپين روبو يوه ډله ده ته راغله او داسې شکايت يې ورته وکړ چې د هغه ځاى د اسلامي لښکر مشر او جنرال قتيبه پرته له کوم جواز څخه له دوى نه ښار په زور واخيست او مسلمانان يې په کې ميشته کړي دي. حضرت عمر بن عبدالعزيز رضی الله عنه د سمرقند والي ته داسې مکتوب وليکه چې دى بايد د قتيبه او د سمرقند د خلکو د شخړې د تصفيې لپاره يوه ځانګړې محکمه وټاکي، که چېرې ته ددغې محکمې قاضي دا حم او پرېکړه وکړي چې له دغه ښار څخه دې مسلمانان وويستل شي نو هغوى دې سم له لاسه ووځي او ښار دې تخليه کړي.

والي د خليفه له حکم سره سم محکمه جوړه کړه او قاضي يې جميع بن حاضر البابي چې په خپله هم مسلمان ؤ وټاکه تر څو هغه پدې هکله څېړنه وکړي، نوموړي قاضي له تحقيق او څېړنې څخه وروسته دا پرېکړه او فيصله صادره کړه چې له دغه ښار څخه دې مسلمانان ووځي.

او په فيصله کې يې دا هم وليکل چې د اسلامي پوځ سرلښکر ته دا لازمه وهن چې لمړى يې هغوى ته د جنګ التي ماتم ورکړى واى او د اسلام د جنګي قانون له اصولو سره سم ټولې معاهدې يې منسوخې کړې واى، تر څو د سمرقند خلکو له مسلمانانو سره د جنګ کولو لپاره ځانونه چمتو کړي واى، په هغوى باندې ناڅاپي يرغل کول ناروا ؤ د سمرقند خلکو ته کله چې دا خبره څرګنده شوه او دا حالت يې په خپلو سترګو وليده چې د بشريت په تاريخ کې ددې هېڅ يو مثال مينده کېدلاى نشي، چې کوم حکومت دې د خپل کوم لښکر او پوځ قومندان او فوځ پداسې ضوابطو کې ښکيل کړى وي، نو هغوى په خپل منځ کې دا پرېکړه وکړه چې له دې ډول ملت سره جنګ کول عبث خبره ده، بلکه د داسې ملت حاکميت د الله تعالى ستر نعمت او رحمت دى، له دې امله هغوى په همغه ښار کې د اسلامي فوځ په اوسېدلو راضي شول، او دا پرېکړه يې وکړه چې هغوى بايد ددوى په منځ کې واوسېږي.

تاسې فکر وکړئ يو فوځ يو ښار فتح کوي او هغه ته ننوځي، خلک درومي او په خپله فاتح حکومت ته شکايت کوي، او د حکومت قاضي په خپله د خپل فاتح فوځ په خلاف فيصله صادروي او د لښکر د وتلو حکم کوي او دا پرېکړه کوي چې د خلکو د خوښې په خلاف دوى هلته نشي هستېدلاى، ايا د بشريت په پخواني او يا نوي تاريخ کې داسې يو جنګ شودلاى شئ چې د هغه جنګيالي سپايان خپل ځانونه په خپله په داسې قيودو کې خوندي وساتي. او د ريښتينوالي او صداقت د داسې لوړو او عالي اصولو پابندي وکړي لکه چې زمونږ د تهذيب بچيانو او شازلمو کړي او عملاً يې ښودلي ده؟ تر کومه ځايه چې زه معلومات لرم، په بشري ملتونو کې په هېڅ يو ملت کې هم په خپل ځان کې ددې ډول اخلاقو موجوديت او نمونه نشي ښودلاى.

د ژمنې او شرافت د لحاظ يوه لوړه نمونه داده:
زمونږ بريالي فوځ دمشق، حمص او د شام نور ښارونه يو پر بل پسې فتح کوي او د سولې له اصولو سره سم د هستوګنو د مال او سر د ساتنې او د هېواد د دفاع په خاطر له هغوى څه ناڅه محصول اخلي، خو بيا وروسته مسلمانانو رهبرانو ته دا خبر رسېږي چې هرقل يو ستر فوځ تيار کړى دى او هغه د مسلمانانو په خلاف د يو قاطع جنګ لپاره د جنګ په ډګر کې پلى کوي، له دې امله مسلمانانو مشرانو پېکړه وکه چې د شام بريالي فوځونه بايد ټول ښارونه تخليه کړي او ګرد په يو ځاى کې سره راټول شي او په ګډه سره او څنګ په څنګ د هرقل د تيار کړاى شوي جنګي فوځ مقابله وکړي.

له پورتني فرمان سره سم فوځونو حمص، دمش او نور ښارونه خوشې کړل، حضرت خالد رضی الله عنه د حمص خلک، ابوعبيده د دمشق او نورو قومندانانو د شام د نورو ښارونو اوسېدونکي راغونډ کلړ او هغوى ته يې داسې وويل:

((له تاسې څخه چې مونږ کومې روپۍ دمحصول په توګه اخستلې وې، هغه ددې لپاره وې چې مونږ ستاسې ځانونه اومالونه وساتو او له بهرنيو يرغل کوونکو څخه تاسې وژغورو، مګر د خواشينۍ ځاى دى چې مونږ اوس له تاسې څخه جلا کېږو او له دې نه وروسته ستاسې د ساتنې او دفاع ذمه واري نشو کولاى، له دې امله ستاسې روپۍ دادي مونږه بېرته تاسې ته درکوو)).

ددوى لدې وينا څخه وروسته خلکو داسې ورته وويل: ((الله تعالى دې تاسې بريالي کړي او خداى پاک مو بېرته دلته راوله، د تاسې حکومت او د تاسې نياو او انصاف مونږ پر تاسې مين کړي يو، ځکه چې مونږ له دې سره سره چې له روميانو سره په مذهب کې ګډون لرو مګر د هغوى د ظلم ، ناروا او تيري کولو ډېر ترخې خاطرې هم له ځانونو سره لرو، په خداى پاک دې زمونږ سوګند وي که چېرته ستاسې پر ځاى رومي فوځيانو له مونږ څخه دا روپۍ اخستلې واى نو يوه پيسه به يې هم بېرته نه وه راکړې، بلکه د تللو په وخت کې به يې هغه ټول شيان هم له مونږ څخه لوټ کړي او وړي واى چې د وړلو ځواک يې درلودلاى)).

اوس زمونږ پدې مهذب دور کې هم داسې کېږي کله چې کوم فوځ د نيول شوي ځاى پرېښودلو ته مجبور کېږي نو هلته هېڅ داسې يو شى نه پرېږدي چې دښمن له هغه څخه ګټه واخستلاى شي، مګر ايا زمونږ د تهذيب د فاتح فوځونو د دريځ او چلن په څېر د بشريت په بشپړ تاريخ کې يو مثال هم شته؟ په خداى پاک دې زما سوګند وي چې که په اوچتو او عالي اصولو يې ايمان نه لرالى او د هغو په برياليتوب يې يقين نه واى او يا يې د اوسني عصر د سياستمدارانو په څېر د سياسي ګټو په ترلاسه کولو کې د اخلاقو او اصولو اطاعت ضروري نه ګنلاى، نو ما به دا ويلي وو چې زمونږ د فوځ مشرانو او رهبرانو د غفلت او حماقت په اساس د اعلى اصولو او قواعدو تګلاره د ځانونو لپاره غوره کړې وه، خو مګر دا يو حقيقت دى چې دغه وګړي حقيقي او ريښتيني مؤمنان وو او د يې نه خوښوله چې هغوى يوه داسې خبره وکړي چې په عملي توګه يې ونکولاى شي.

علامه ابن تيمه د يهوديانو او مسيحيان ود خلاصون لپاره رامخ ته کېږي:
هغه وخت چې تاتاريانو د شام په سيمه يرغل وکړ او بې شمېره مسلمانان، يهوديان او مسيحيان يې بندي کړل نو شيخ الاسلام ابن تيميه د تاتاريانو له امير سره د بنديانو دخلاصون په هکله خبرې وکړې. تاتاري امير ورته وويل چې هغه دده په توسه يواځې د مسلمانو بنديانو د خوشې کولو لپاره چمتو دى، مګر مسيحيان او يهوديان نه خوشې کوي. شيخ الاسلام دا خبره ورسره ونه منله او ورته يې وويل چې د هغو ګردو يهوديانو او مسيحيانو خلاصون هم ضرور يدى، کوم چې زمونږ ذميان او زمونږ تر تسلط لاندې دي. مونږه نه غواړو چې زمونږ يو توک هم بندي وي، برابره خپره ده هغه که زمونږ د ملت وي او که زمونږ ذمي وي.

د مسيحي بړيڅو بربريت:
خو ددې په خلاف چا ته دا نده معلومه چې د صليبي جنګونو په دوران کې مسيحي بړيڅو څه شى کړى دى؟ په منځنيو پېړيو کې کله چې پر مونږ :باندې دغه جنګونه مسلط کړاى شول، نومونږ پرلپسې په ژمنو او د خپل تړون په وفادارۍ باندې ټينګار کاوه او هغوى له مونږ سره پرلپسې ټګي کوله، مونږ هغوى ته بښنه کوله او هغوى هر وخت کسات اخيست. مونږ د بشري وګړو د ځانونو ساتنه کوله او هغوى دومره وينې تويې کړې چې په واټونو باندې په جپو جپو روانې وې او بهېدلې، خو بيا هم دغو سخت زړو په خپلو کړو وړو وياړ کاوه، خوښۍ يې کولې او په خپلو وينو کې د انسانانو له شټکو وهلو څخه يې خوند اخيست.

او هغه وخت چې دغه صليبي بړيڅي په خپل دويم يرغل کې معرة النعمان ته ورسېدل نو د معره هستوګني په وسلې کېشودلو خو مجبور کړاى شو، مګر هغوى مخکې له دې چې خپل ښار دښمنانو ته وسپاري د يرغل کوونکو له مسئولو مشرانو څخه يې د خپلو ځانونو او مالونو د ساتنې کلکه ژمنه واخستله. مګر بيا څه وشول؟ چې دغو څيروونکو وحشيانو شا ته له ننوتلو سره سم داسې ظلمونه وکړل چې د هغو دهيبت په اورېدلو سره کوچنيان له وېرې څخه سپيڼ ميرېي کېږي. او په خپله ځينې هغه انګريزي تاريخ پوهان چې پدغه جنګ کې يې ګډون کړى ؤ وايي چې ددغه ښار دوژل شويو شمېر يو لک ته رسېدلى ؤ چې په هغوى کې کوچنيان، سپين ږيري، سړي او ښځې شامل وو.

او بيا ددغه ښار له ټوليز قتلان څخه وروسته دښمانان له دغه ښار څخه د بيت المقدس په لور وخوځېدل او هلته له رسېدلو سره سم يې هغه ښار محاصره کړ، د ښار اوسېدونکي پدې پوه شول چې دوى به هرو مرو ماتې وخوري، له دې امله هغوى د لښکر له جنرلا ((ټنکرډ)) څخه د خپلو مالونو او ځانونو د حفاظت غوښتنه وکړه، هغه هم يو سپين توغ ورکړ اوورته يې وويل چې دغه توغ په بيت المقدس باندې ودروئ او دوى دې ټول بيت المقدس ته ننوځي، او دوى ته په بشپړه توګه امان ورکړاى شو. اوس نو صليبيان ښار ته ننوتل، ليکن افسوس! چې دغه سپېڅلى ښار دانسانانو د وژنې مذبح او مسلخ وګرځولاى شو، افسوس! پدغه ښار کې د څومره زښتو وېرونکو جناياتو ارتکاب وکړاى شو!

د بيت المقدس هستوګنو په مسجد اقصى کې پناه واخستله او هغوى د ((ټنکرډ)) د امن له ورکړاى شوې ژمنې سره سم په بيت المقدس سپين توغ نصب کړى ؤ، مقدس جمات له سپين ږيرو، کوچنيانو او ښځو څخه ډک شوى ؤ. بيا نو فلک په خپلو سترګو وليدل چې د ځانونو او مالونو د ساتنې ژمنه کونکي او د امن توغ ورکوونکي جمات ته ننوتل او په جمات کې پناه اخيستونکي ټول کمزوري يې د ګډو او اوزو په څېر ذبح کړل، او دغه الهي معبد له وينو ډک شو او د جمات په غولي کې ډنډ شوې وينې د صليبي سپايانو د پښو تر ځنګنونو پورې ورسېدلې، او دښار د ګرد هستوګني يې ذبح کړل او ددوى په ګمان ښار ورڅخه پاک کړاى شو.

د ښار واټونه له انساني کوپړيو او ککريو څخه وچاودېدل، هر لوري ته پرېکړي اندامونه، پښې او لاسونه مثله او مسخ کړاى شوي تنې تيت او پرک پرتې وې، زمونږ ((اسلامي)) پوځونو ويلي دي چې يواځې د اقصى په جمات کې د ننه او يازره کسان ذبح کړاى شول چې په هغوى کې په ښځو او کوچنيانو برسېره د سترو سترو عالمانو، فاضلانو، عابدانو او زاهدانو هم زيات شمېر وګړ يوو. او په خپله انګريزي تاريخ ليکونکو هم له دغو شرمناکو پېښو څخه انکار ندى کړى، بلکه هغوى په دېر ستر وياړ باندې ددغو چارو يادونه کوي.

د صلاح الدين ايوبي زړه سوانده نوښت:
له دغې سفاکۍ څخه نوي کلونه وروسته صلاح الدين ايوبي بيت المقدس فتح کړ، او تاسې ته بهتره معلومه ده چې ده د هغه ځاى له هستوګنو سره څه وکړل، هلته نېږدې يو لک لويديځ هستوګني ميشته وو، نوموړي هغوى ټولو ته دسر او مال امن ورکړ.

او له هر چا نه هم نه بلکه يواځې د شتو له څښتنانو څخه يې ډېرې لږې روپۍ واخستلې او ټولو ته يې له هغه ځايه د لېږدېدلو او تللو اجازه وکړه او هغوى ته يې د تللو د چمتو والي لپاره څلوېښت ورځې هم ورکړې. چې پدې توګه له بيت المقدس څخه د ٨٤ څلور اتيا زرو کسانو په خورا ډاډ امن او امان سره لېږدونه وشوه، چې د عکا او نورو سيمو دخپلو خپلوانو ځايونو ته لاړل او دېر بې وزلي وګړي يې له فديې ورکولو څخه پرته خوشې کړل او د صلاح الدين ورور ملک عادل له خپلې ځانګړې پنګې څخه د دوه زره کسانو فديه ورکړه او هغه يې خوشې کړل او د صلاح الدين پوځونو خو ددښمن له ښځو سره داسې چلن او سلوک وکړ چې د نن سبا له ېڅ يو مهذب فاتح څخه د هغه هيله پر ځاى پرېږده چې تصور يې هم نشي ورڅخه کېدلاى.

بيا کله چې مسيحي کاردينال له بيت المقدس څخه دتللو اراده وکړه نو سلطان په وېړه تنډه هغه ته د تللو اجازه وکړه، پدغه وخت کې له کاردينال سره د بيع صخره، اقصى او قيامت د کليساوو دومره بې شمېره دولت ؤ چې د هغه صحيحه اندازه يواځې الله تعالى ته معلومه ده.

د صلاح الدين ځينو مشاورينو هغه ته وويل چې د کاردينال ټول دولت مصادره او ضبط کړي، خو سلطان هغوى ته په ځواب کې وويل ((زه په هېڅ صورت کې هم له خپلې ژمنې څخه تخلف نشم کولاى)) او له ده څخه يې هم يواځې هغومره فديه واخستله لکه څومره يې چې له يو عام وګړي څخه اخستلې و ه.

مګر کوم شى چې د بيت المقدس د فتح کولو په زمانه کې د صلاح الدين محبوبيت او امتياز له ټولو څخه لوړ کړ، هغه دا ؤ چې هغه له بيت المقدس څخه له شړل شويو مسيحيانو سره خپل محافظين او څارونکي هم ولېږل او هغوى ته يې دا دنده وروسپارله چې دوى به دغه تجريد شوي مسيحيان په بشپړ امن او حفاظت سره د صور او د صيدا ددوى خپلو مسيحي وروڼو ته رسوي، پداسې حال چې په همدغه زمانه کې د ګردې نړۍ مسيحيان له مسلمانانو سره په جنګ اخته وو، ايا تاسې ددې خبرو په اورېدلو سره په خپل ځان کې د ويښتيا احساس کوي؟ مګر دا قصه تر اوسه پورې هم نيمګړې ده، وړاندې واورئ، د مسيحيانو ځينې هغه ښځې چې فديه يې ورکړې وه، سلطان صلاح الدين ته لاړې او داسې عرض يې ورته وکړ چې ددوى مېړونه، پلار او زامن يا خو په جنګ کې مړه شوي دي او يا بنديان دي، چې له دې امله نه ددوى کوم پالونکى ((سرپرست)) شته او نه د پناه وړلو مرجع لري.

دوى دا خبرې کولې او ژړل يې، کله چې ددوى له اوښکو ډکې سترګې نرم زړي سلطان وليدل، نو دى هم په ژړا شو، او بيا يې دا فرمان صادر کړ چې ددغو ښځو د وارثانو په هکله دې تحقيقات وشي د کومو ښځو چې مېړونه يا زامن ژوندي او بنديان وي، هغه دې سم لاسي خوشې کړاى شي، او د کومو ښځو چې وارثان مړه شوي وو هغوى ته يې خورا ډېر دولت ورکړ، بيا نو دغه ښځې به چې هر ځاى ته تللې نو د سلطان صلاح الدين ايوبي ستاينه به يې کوله او بيا کله چې تحقيقات بشپړ شو او بنديان آاد کړاى شو نو هغوى ته يې اجازه ورکړه چې د خپلو ښځو او د کهول د نورو غړو په ګډون په آزاده توګه د عکا خپلو مسيحي خپلوانو ته لاړ شي.

اوس لږ دا هم واورئ هغه مسيحيان چې له قدس څخه خپلو خپلوانو ته لاړل هغوى له دوى سره څه ډول چلن او سلوک وکړ، د قدس له مسيحيانو څخه يو شمېر خلک انطاکيه ته لاړل مګر د انطاکيه د ښار مسيحي والي دوى ښار ته له ننوتلو څخه وژغورل، چې له دې امله دغه خواران سرګردانه يوې او بلې خوا ته ګرځېدل چې په پاى کې هغوى ته هم مسلمانانو پناه ورکه يوه ډله ددوى طارباس ته لاړه چې په هغه وخت کې دغه ښار د لاطينيانو په قبضه کې ؤ مګر هغوى هم داغه اواره مسيحيان قبول نکړل او له هغه ځاى څخه يې وشړل او ددوى هغه ټول مال او اسباب چې مسلمانانوز دوى ته د هغو د وړلو اجازه ورکړې وه، له هغوى څخه لوټ کړل او په زور يې ورڅخه واخيستل.

په صليبي جنګونو کې له غربي مسيحيانو سره د سلطان صلاح الدين پورتنى چلن په سطحي توګه يوه افسانه غوندې معلومېږي، او که چېرته د اسلام دغه نوميالى اتل د اخلاقو لوړوالى او د هغه خپل ځاني شرافت په حيرانتيا او تعجب کې نه واى غورځولى، نو په يقيني توګه به اوسنۍ نړۍ ته پدې هکله ددې خبرې امکان واى چې زمونږ په تاريخ ليکونکو يې د مبالغې او افراط تور لګولى واى، خو دا ښه ده چې په خپله د لويديځ اوسېدونکي ددې خبرې يادونه کوي کله چې صلاح الدين ايوبي خبر شو چې د صليبي يرغلګرو له ټولو څخه ستر جنرال ((رچرډ)) ناروغ دى، نو ده خپل خصوصي طبيب د هغه د تداوۍ لپاره هغه ته ورواستاوه او نوموړي جنرال ته يې داسې مېوې هم ولېږلې چې هغه په دغه وخت کې په هېڅ ډول لاس ته نشواى ورتللى، او دا خبره هغه وخت وه چې ددواړو تر منځه د جنګ د اور لمبې پورته کېدلې او د دواړو پوځونه يو له بل سره په جنګ اخته وو، همدارنګه دوى ((غربيانو)) په خپله ليکلي دي چې يوه مسيحۍ ښځه په ژړا انګولا د صلاح الدين خيمې ته لاړه او هغې په زوره زوره ژړل او سلطان ته يې شکايت وکړ چې ددې ځوى دوه کسانو حبشي پوځيانو يرغمل کړى بيولاى دى. صلاح الدين په خپله هم وژړل او په هماغه شيبه يې يو څېړونکي او تحقيقاتي منصبدار ته د هغې د هلک د پلټنې حکم وکړ، هغه هلک پيدا کړ او خپلې مور ته يې وسپاره، او او بيا يې ښځه او د هغې ځوى د خپلو څو کسو سپايانو په بدرګه د هغوى خپل کمپ ته ورسوله، ايا سره له دې بيا هم څوک د داسې ويلو جرئت لري چې ووايي زمونږ د تهذيب جنګي اخلاق بشر دوست ندي؟

د سلطان محمد ثاني له عاطفې څخه ډک چلن:
هغه وخت چې سلطان محمد ثاني قسطنطنيه (انقره) فتح کړه نو په خپله دى راغى او د صوفيه کليسا ته ننوت، او هلته ټولو مسيحي پادريانو پناه اخستلې وه، نوموړي سلطان په ويړه ټنډه او خندنۍ خوله له هغوى سره ليده کاته وکړه او هغوى ته يې دا ډاډ ورکړ چې د ى به د هغوى د روا غوښتنې او معقولې خبرې ملاتړ او پلوى کوي او دوى بايد هېڅ وېره او ترهه ونکړي، او کوم مسيحيان چې دلته له وېرې څخه راغونډ شوي دي، هغوى بايد په پوره ډاډ او سکون سره خپلو خپلو کورونو ته لاړ شي.

بيا وروسته لدې سلطان محمد د مفتوح هېواد د مسيحيانو د مختلفو مسائلو په لور متوجه شو او د هغوى د انتظام لپاره يې تيارى ونيوه، او هغوى ته يې ددې خبرې تضمين وکړ چې دوى خپل ځانګړي قوانين، ديني فرائض او خپل کليسايي ټاکلي دودونه په بشپړه او آزاده توګه ترسره کولاى شي. يواځې دا هم نه بلکه هغه اسقفانو ته ددې خبرې واک ورکړ چې دوى په آزاده توګه د ځانونو لپاره د کاردينال انتخاب کولاى شي.

چې د سلطان له دې اجازې سره سم هغوى حناديوس انتخاب کړ، او سلطان هم ددوى د رهبر د انتخابولو په توسه په ډېر شان او شوکت هغه ډول د هغه لمانځنه وکړه لکه څنګه به چې په بازنطيني دور کې د هغې انعقاد کېده، سلطان حناديوس ته وويل چې ته هر وخت او په هر ځاى کې د مسيحيت د يو روحاني مشر په توګه زما دوست يې، او ته له هغو ټولو حقوقو او امتيازاتو څخه ګټور يې چې له دې نه وړاندې، کاردنيال ته ورکړاى شوي وو)). او بيا سلطان نوموړي ته يو ښايسته اس د سوغات په توګه ورکړ او د هغه د څارنې او ساتنې لپاره يې د اسقفانو له ډلې څخه دده په خوښه يو کس وټاکه او د حکومت هغه ستر او لوړ رتبه مامورين له هغه سره د هغه تر کوره پورې په بدرګه لاړل، سلطان محمد فاتح اعلان وکړ چې هغه د آرتودکس د کليسا قوانين منظور کړي دي چې ددغو قوانينو څارونکى به کاردينال وي، د سوبې ((فتح)) په دوران کېد مسيحيانو هغه ټول لرغوني آثار او نور شيان چې مسلمانانو د غنيمت په توګه اخستلي وو سلطان محمد دويم له هغوى څخه په بيه وپېرودل او بيا کليساګانو او نورو مربوطه څانګو ته وسپارل او دغه ټولې چارې سلطان محمد له مسيحيانو سره پداسې حالاتو کې وکړې چې د قسطنطنيه د سوبې (فتح)) په وخت کې دده او د مسيحيانو تر منځ پدې هکله هېڅ تړون نه ؤ شوى، تر څو دد هغې سر ته رسول پر ده باندې لازم شوي واى، بلکه د نوموړي پادشاه دغه چلن او رعايت دده ځانګړې لورينه وه، د همدغه سلوک له امله د قسطنطنيه مسيحيانو دا محسوسه کړه چې د پخوانۍ بازنطينۍ واکمنانو او حکومت په پرتله دوى ددغه نوي اسلامي حکومت تر سيوري لاندې په زيات امن او آزادۍ سره خپل مذهبي مراسم پر ځاى او سوکاله ژوند تېرولاى شي.

د عثماني حاکمانو چلن:
همدرانګه عثماني حاکمانو هم د خپلو نېږدې مفتوحه سيمو لکه د بلغاريه او يونان له مسيحي رعايوو سره خورا ښه سلوک کاوه پداسې حال چې دغه ډول چلن په هغه وخت کې په ګرده اروپا کې له مسيحيانو سره نه کېده. ان تر دې چې په مجارستان او ټراسفانيه کې د کلفن ملګرو او د ترانسلفانيه د توحيدي مذهب معترفو مسيحيانو هم د هيباسامبرګ د افراطي مسيحي فرقې د ظالمانه حاکميت لاندې د ژوند تېرولو پرځاى تر يوې ډېرې اوږدې مودې پورې دترکانو تر ځواک لاندې ژوند کولو ته ترجيح ورکړه، همدارنګه د ساليزياد پورتستاني مسيحي ډلې دا هيله لرله چې هغوى د مسلمانانو تر تابعيت لاندې خپله مذهبي آزادي ترلاسه کړي

د اروپا دمسيحيانو له خپلو مذهبي وروڼو سره سلوک:
هغه وخت چې د ترکي خلافت په واکمنۍ کې د هغه ځاى له مسيحيانو سره بشر دوسته چلن کېده، په همغه زمانه کې په اروپا کې مذهبي تعصب د ځوانۍ په مستۍ کې ؤ. او د هغه ځاى افراطي حاکمانو په خپلو مخالفو فرقو هر ډول بنديز لګولاى او هغوى يې تر هر اړخيزې محاصرې لاندې نيولي وو او په همدې ډول د عامو مذهبي ډلو وګړي هم يو د بل په خلاف په جګړه بوخت وو هر خوا ته وينې بهېدلې او د هېچا هم سر په امن نه ؤ. په اومه پېړۍ کې هغو تېريو او ظلمونو په هکله چې د لهستان ((پولنډ)) رومي کاتوليکو ډلو د هغه ځاى په ارتودکسو فرقو باندې کول د انطاکيه کاردينال ((ميکاريوس)) د هغو داسې يادونه کړې ده:

((مونږ د هغو زرګونو شهيدانو په وير د اوښکو پر ځاى له سترګو نه په ژړا کې وينې تويوو چې هغوى په دې څلوېښتو پنځوسو کالو کې د ظالمو زنديقو او دين دښمنه کاتوليکانو په لاسونو وژل شوي دي. چې ددغو وژل شويو شمېر د او يا زرو کسانو په شاوخوا کې دى. اى ټګمارو! او اى ناپاکو فاسقانو! اى د کاڼي په څېر زړه لرونکو! زه له تاسې څخه پوښتنه کوم چې په ديرونو کې د عبادت کوونکو راهبرو ښځو ګناه څه وه؟ عامو ښځو څه جنايت کړى ؤ؟ هلکانو، پېغلو او کوچنيانو څه خطا کړېوه؟

تاسې ولې هغوى ټول قتل او له چړې تېر کړل؟ زه به ولې دغو پولنډيانو ته ملعون نه وايم؟ پداسې حال چې هغوى د خپلو مسيحي وروڼو په مقابل کې له سخت زړو او مفسدو بت پرستانو څخه زيات شرموونکى او وحشيانه دريځ غوره کړى دى. هغوى پدې تکل په مسيحيانو باندې ظلمونه وکړل چې د آرتودکس د کليسا نوم او نښه ورکه شي، الله تعالى دې دترکانو حکومت تر قيامته پورې ټينګ کاندې ځکه چې هغه خپل وجائب (جزيه) اخلي او دنورو اديانو له وګړو سره هېڅ ډول کينه نکوي، برابره خبره ده چې د دغه حکومت رعايا مسيحيان وي، که ناصريان، يهوديان وي که سامريان. مګر د پولينډ ملعون حکومت له خپلو مسيحي وروڼو څخه يواځې د جزيه په اخستلو باندې اکتفا ونکړه، سره لدې چې مسيحيان په خپله خوښه د هغه هر ډول خدمت کولو ته چمتو دي، خو دى، خپل مسيحي وروڼه د هغو ظالمو يهوديانو پنجو ته ورکړل چې هغوى د حضرت مسيح سخت دښمنان دي، او دا هغه يهوديان دي چې مسيحيانو ته يې د يوې کليسا د جوړولو اجازت هم ورنکړ، او نه يې مسيحيانو ته داسې يو راهب ژوندى پرېښود چې هغوى ته يې د خپل دين زده کړه ورکړې واى)).

د مسيحيانو د خپلو مسيحيانو څيرونې ته لېوالتيا:
دا وه له صوفيه څخه له راغلو مسيحيانو او د قسطنطنيه له ميشتو مسيحيانو سره د سلطان محمد فاتح بشردوسته او مهربانه چلن او د هغوى د حقوقو په ورکړه کې د نوموړي د پراخه زړه د کړو وړو لنډه يادونه، اوس نو ددې په مقابل کې د اروپايي مسيحيانو د چلن او کړو وړو په هکله هم لږ څه واورئ:

هغه وخت چې هغوى په ١٢٠٣هـ کال کې قسطنطنيه ونيوله نو هغه مهال هغوى له خپلو ارتودکسو مسيحيانو وروڼو سره څه وکړل، او ددې پر ځاى چې زما له خولې څخه يې واوري، ښه به دا وي چې پدې هکله د رومي پاپ د دريم انسنټ له خولې څخه واوري، نوموړي ويلي دي چې:

((د مسيح د پيروانو او د هغه د دين د پلويانو دنده خو دا وه چې هغوى د خپلو تورو او برچو مخ د مسيحيت د ستر دښمن اسلام په لور ګرځولاى واى، خو د خواشينۍ ځاى دى چې هغوى د خپلو مسيحي وروڼو وينې وبيولې، چې د هغوى د وينې تويول هغوى ته د مذهب له مخې حرام وو.

خو هغوى دغه حرمت هېخ په نظر کې ونه نيوو او د وينو درياب يې روان کړ، او نه يې د دين څه احترام وکړ، او نه يې د ښځې او نر په منځ کې توپير وکړ او نه يې د کوچنيانو، ځوانانو او سپين ږيرو کوم لحاظ وکړ، په رڼا ورځ يې زناوې وکړې او ددوى د دغه شيطاني هوس په وړاندې راهبې ((عبادت کوونکې)) ښځې اولاد لرونکې ميندې او پېغلې ټولې بې واکه او بې اختياره وې، او ددغه لښکر څيروونکو او غړمبېدونکو ځناورو د پادشاه او نورو حاکمانو يواځې د شتو او دولت په لوټ کونې اکتفا ونکړه، بلکه له هغو سره سره يې د کليساګانو شته او جايدادونه هم لوټ کړل او دې پر څنګ کې هغوى د کليساوو هر اړخيز سپکاوى هم وکړ، د هغوى مقدس تصويرونه، صليبونه او نور متبرک اثار يې هم لوټ کړل)).

او نوميالي مؤرخ ښاغلي شارل ډيل ليکلي دي چې:
((دغه مست او بې هوشه لښکر لکه چې صوفيه ته راغى نو کليسا ته ننوت، مقدس کتابونه يې ضايع کړل د شهيدانو تصويروهنه يې له پښو لاندې او غوبل کړل او د هغوى له ډلې څخه يوه فاحشه کنجره ښځه دکليسا د کاردينال پر کرسۍ کېناستله او په لوړ آواز يې سندرې ويل پيل کړل، د صوفيه د ښار ټول علمي او ديني عرفاني آثار تباه او له منځه يوړل او له سرو سپينو څخه جوړې کړاى شوې مجسمې ماتې او تکړې تکړې کړې تر څو له هغوى څخه روپۍ جوړې کړاى شي)).
او ددغه بږنوونکو حالاتو په خپلو سترګو ليدونکى راهب داسې ګواهي کوي چې:

((رښتيا خبره خو داده چې د محمد پيروانو له دغه ښار سره هغه ډول سلوک ونکړ کوم چې په خپله د مسيحيت نوم اخستونکو راهبانو وکړ)).

هو په رښتيا هم مسلمانانو کله چې دغه ښار فتح کړ داس يې نه وو کړي. لکه چې د سلطان محمد فاتح چلن هر چا ته معلوم دى. او مسلمان تر څو چې مسلمان وي هېڅکله هم دداسې کم ظرفۍ په ښکاره کولو جرئت نکوي او ددغه ډول شرم لروکي مذهبي تعصب تر څنګه هم نشي تېرېدلاى، کوم بشر دښمنه او دردونکى چلن چې په خپله رومي کاتوليکانو له خپلو مسيحي ارتودکسو وروڼو سره وکړ.

د اندلس او هسپانيه يوه قصه:
پدې ځاى کې زه د اندلس د مسلمانو فاتحينو د هغه ځاى له اقليتونو سره د هغوى ښه چلن، زړه سوانده روش او د هغوى د ننګيرونو ((احساساتو)) د خورا درناوي کولو د داستان څېړنه کول نه غواړم او نه غواړم چې هغه له هغې کړنلارې سره مقايسه کړم کومه چې هسپانوي هستوګنو هغه وخت له مسلمانانو سره وکړه چې دوى د مسلمانانو په وروستني رياست، غرناطه پاندې قبضه کړې وه او دا هر څه هغوى هغه وخت او ورسته له هغه څخه وکړل چې دوى د فتح په وخت کې له مسلمانانو سره اووه ماديي تړون هم لاسليک کړى ؤ او هغه دا چې دوى به د مسلمانانو د دين، د هغوى د جماتونو د هغوى د عزت او پت او د هغوى د شتو ساتنه کوي، مګر دى، له دغو ژمنو څخه يوه هم ترسره او پوره نکړه، او نه يې د مسلمانانو په هکله خپل کوم مسئوليت پر ځاى کړ، بلکه هغوى له وينو تويولو څخه هم ډډه ونکړه، او بيا د غرناطه د سقوط د دېرشو کالو په زمانه کې دننه په ١٦٣٤ مسيحي کال کې اروپا اعلان وکړ چې د هغه ځاى ټول جماتوه دې په دېرونو او کليساګانو بدل کړاى شي، لکه چې له همدغه اعلان څخه وروسته په څلورو کلونو کې دننه دننه له هسپانيه څخه دمسلمانانو نښه او نوم لرې کړاى شو. دا دى د مسيحيانو په خپله ژمنه وفا کول او هغه ؤ زمونږ په خپله ژمنه وفا کول.

د پنځ غوښتنه يې همداد ده:
د لړم د لکۍ په پنځ ((فطرت)) به څه حيرانتيا وکړئ؟ حيرانتيا خو پدې خپره ده چې د هغوى بېرحمه چلن او د هغوى ژمنه ماتوله خپلو مذهب شريکو وګړو سره وه او د هغوى دغه تيرى له هغو تېريو څخه کم نه وو کوم چې له مسلمانانو سره يې کول او کوي يې. هغوى به هر هېواد چې فتح کړ نو هلته يې د خپلو تېريو او ظلمونو مظاهره وکړه، برابره خبره ده که هغه په کوم يو ختيځ هېواد او يا کوم لويديځ هېواد باندې يرغل کاوه، خو د يو داړه مار ځناور په څېر به هلته څرګندېده، که بې وزلي مسلمانان به وو يا مسيحيان دواړه به يې په يو ډول څېرول. د هغوى ليکوالان او مصنفين په خپله د هغوى په دغو کړو وړو باندې ژړا کوي.
((کاردنيال)) او ډود ويلي دي چې دا اووم لوى ساو ((خاص)) درباري ؤ او په خپله يې په دويمه صليبي جګړه کې له هغه سره ګډون کړى ؤ نوموړي په دغه جنګ کې د خپلو سترګو د ليدلو حالاتو پهترڅ کې ليکلي دي:

((هغه وخت چې په ١١٨٤ مسيحي کال کې مسيحيان د کوچنۍ آسيا له لارې څخه بيت المقدس ته تلل نو هغوى د فريجيا د غرونو په درو کې د ترکانو په لاسونو سخته ماتې وخوړه. او دى، په ډېر مشکل سره د اټاليا ساحلي ښار ته ورسېدل، او په دغه ښار کې هغو مسيحي پوځيانو چې يونانيانو ته د هغوى له پلوه دروند ټاکلى حق العبور ورکړاى شو هغوى دانطاکيه ښار ته د سمندر له همدغې لارې څخه ورسېدل. مګر خپل ناورغ، تپيان، بې وزله جنګيالي ملګري يې همغلته خيانت کوونکو يوناني دښمنانو ته پرېښولد، لوئى هغوى ته پنځه سوه مارک ورکړل چې هغوى د دغو پاتې کسانو ګويګنه وکړي او د ټپيانو درمل پر ېوکړي، تر څو هغوى د بېرته تلو وړ وګرځيږي او له خپلو ملګرو سره يوځاى شي. مګر له اټاليا څخه د لوئى او دهغه د فوځيانو لهوتلو سره سم يونانيانو ترکانو ته د پاتې صليبيانو په هکله خبر ورکړ ترکان راغلل او پر دوى يې يرغل وکړ، يونانيانو يې سيل کاوه او کتل يې چې دغه بدمرغان څه ډول دلوږې، ناورغۍ په حالت کې د دښمن دنېزو او تورو مقابله کوي.

او بيا هغه وخت چې پردوى باندې د تباهۍ او ټولنيزې وژنې د طوفان څپې راغلې چې دوى د خپلې قشلۍ او چوڼۍ په لور روان وو. له دى، څخه يوې څلور زره کسيزې ډلې، دمايوسۍ په حالت کې د تښتېدو هڅه وکړه، ترکان چې ددوى قشلۍ ته له دوى څخه مخکې رسيدلي او سنګورنه يې نيولي وو پر دوى باندې په يو ځل يرغل وکړ او ګرد صليبي فوځ يې تار و مار کړ، له دغې تباهۍ څخه چې کومو وګړي سلامت خلاص شوي وو هغوى هم له خپل ژوند څخه نا اميده وو، خو مسلمانانو د هغوى په دربدر حالت باندې زړه سوى وکړ او د ميرڅۍ (دښمنۍ) پر ځاى د هغو په زړونو کې ددوى په هکله مهرپاني پيدا شوه.

هغوى ددوى د ناروغانو په درمل کولو لاس پورې کړ، لهوږو او بې وزلانو سره يې مرسته وکړه او هغه څوک چې د هلاکت په حالت کې وو له هغوى سره مسلمانانو د زړه له اخلاصه هر ډول مرسته وکړه. او ځينو مسلمانانو د دوى هغه روپۍ چې لوئي يونانيانو ته ددوى لپاره وکړر ېو ېله يونانيانو څخه په بيه وپېرودلې دوى ته يې ورکړې. ((چې پدې اساس)) ددوى د خپلو يوناني مذهبي وروڼو او دکافرو، ((مسلمانانو)) له دوى سره چلن کې ډېر توپير موجود ؤ.

يونانيانو پر دوى باندې ملڼدې ووهلې دوى يې وټکول او له دى، څخه يې هغه ټوله نغدي پنګه په زور واخستله چې لويي دوى تهورکړې وه. چې دددې دوه ډوله چارانګونو (عکس العملونو) نتيجه دا شوه چې ځينې صليبيان د خپل خلاصوونکو او مرستيالانو دين په دېره خوښۍ سره قبول کړ. لکه چې زمونږ يو مؤرخ ويل دي: ((پر دوى باندې ددوى سخت زړو وروڼو ظلم وکړ، مګر کفارو ((مسلمانانو)) دوى ته امن ورکړ، او له دوى سره يې خورا ښه سلوک وکړ)). مونږ ته معلومه شوې ده هغه وګړي چې بېرته لاړل له هغوى څخه له درې زره کسانو څخه زيات وګړي له ترکانو سره ملګري شول اوه! دغه ډول مهرباني له ظلم او ټګۍ څخه ډېره ناوړې ده. هغوى خو دغو مسافرو ته مړۍ ورکړه، مګر له هغوى څخه يې د هغوى ايمان واخيست، که څه هم دا خبره خو صحيح ده چې هغوى هېڅوک هم په زور باندې ايمان پرېښودلو ته اړ نه ويستل بلکه يواځې د هغوى په خدمت کولو او پر هغوى باندې پر احسان کولو يې اکتفا وکړه.

په اوسنۍ رڼا کې يې وګورئ:
ډېر لرې تللو ته ضرورت نشته دى، په تېرو دوو نړيوالو جګړو کې د لويديځو ملتونو د بې رحمۍ او سخت زړيتوب اثار او دمنحني ختيځ په اسلامي سيمو کې د هغوى اخلاق او کړه وړه په څرګنده توګه ګواهي کوي چې د حاکميت په دوران او د جګړې په ډګر کې د دغو وګړو کړه وړه او چلن خورا ظالمانه او ددوى د بربريت ستره نمونه دهن. ددغو وګړو دغه منافقاه پاليسي اوس له هيچا څخه هم پټه نده چې هغوى په بين المللي غونډو کې دخو د خپل تهذيب او تمدن، بشر دوستۍ او شفقت باټې وهي، مګر په خپلو جګړو کې په خپلو نيلو شويو سيمو او په خپلو کوڅو او ښارونو کې په ډاګه سره د خپل وحشي خوى اووينو څښلو دود ښکارونه کوي. ځينې وګړي د لويديځو قامونو دچلن په هکله دا عذر وړاندې کوي چې دوى په منځنيو پېړيو کې دومره مهذب او متمدن نه وو، چې له دى، څخه د ښه چلن هيله شوې واى.

مګر مونږ له دى، څخه دا پوښتنه کوو چې اوس خو دى، مهذب څه چې ځانونه د تهذيب ټيکداران بولي او درګرده لګيا دي ګرده نړۍ له علومو، فنونو اونوو ايجاداتو څخه ګټوروي؟

د حالت اصلي صورت داسې ندى، بلکه زمونږ په وړاندې پوښتنه داده چې د هغو ملتونو اصلي مزاج څه دى؟ چې په پاى کې پر دغو جعلياتو او تصنعاتو باندې بريالى کېږي. حقيقت دادى چې په لويديځو هېوادونو کې اوس هم هغه ګرد خويونه او عادتونه موجود دي، کوم چې په دى، کې د بربريت او وحشيتوب او بت پرستۍ په زمانه کې موجود وو.

په منځنيو پېړيو کې دغو فضائلو د ديني تعصب لباس واغوست، چې له دې امله د هغوى د وحشيتوب دروند پېټى په دينبانېد پورته کړىا شو او اوس ددوى هغو سنګ دلانه او وحشيانه خويونو د تهذيب جامې واغوستې او کار کوي.

چې پدې توګه اوس ددوى د بشر دښمنۍ او سنګدلۍ پيتى امن او سوله تهذيب او تمدن پورته کوي. چې پدې اساس اصلاً په هره زمانهن کې دغه ملتونه مفسد، وينې بيوونکى، ځواک طلب متعصب او وحشي دى. چې له دې امله ويلاى شو دوى په کومه خوله د اسلامي فتوحاتو په لړ کې زمونږ د سنګ دلۍ داستانونه او قصې بانوي. او خپل کرکجن ښکيلاک د رحمت او زړه سوى په رنګ کې ووړاندې کوي. چې پدې هکله اصلي حقيقت زمونږ دې دريځ او ددوى د کړو وړو اصلي څېره يو شاعر داسې تمثيل او بيان کړې ده چې:

ملکنا فکان العفو منا سجية
فلما ملکتم سال بالدم ابطخ
وما عجب هذا التفاوت بيننا
فکل اناء بالذي فيه ينضح
_______________

ماخذ
د مايده سورت ٢٧ ايات، ٦ سيپاره، ٥ رکوع، ٥ سورت.
حجرات سورت ١٣ آيات ٢٦ سيپاره لمړۍ رکوع ٤، ٩ سورت.
د بقره سورت ٢٠٨ ايات، ٢٥ رکوع، ٢ سيپاره، ٢ سورت.
د انفال سورت – ٦٠ آيات، ٨ رکوع، ١٠ سيپاره، ٨ سورت.
پورتنى سورت او رکوع او سيپاره، ٦١ آيات.
د بقره سورت، ١٩٠ آيات، ٤ سيپاره، ٢٤ رکوع.
دنساء سورت ٥٧ ايت ، ٥ سپاره، ١٠ رکوع، ٤ سورت.
د نساء سورت، ٧٥ آيات، ٥ سيپاره، ١٠ رکوع، ٤ سورت.
د نساء سورت ٧٦ ايات، ١١ رکوع، ٥ سيپاره، ٤ سورت.
د بقره سورت ١٩٤ آيت، ٢ سيپاره، ٢٤ رکوع، ٢ سورت.
د بقره سورت ٨؛٩٠ آيت، ٢ سيپاره، ٢٣ رکوع، ٢ سورت.
د شورى سورت ٤١-٤٢ اياتونه، ٢٥ سيپاره، ٤ رکوع د سورت شمېره ٤٢.
د نحل سورت: ٩١ آيات، ١٣ رکوع، ١٤ سپاره، ١٦ سورت.
د حج سورت، ٤١ آيات، ٦ رکوع، ١٧ سيپاره، ٢٢ سورت.
او اوس ددوى بل ورور يعنې روسيه په افغانستان کې د خپلو وروڼو فرانسويانو او انګريزانو په تګلاره روان دي، روسانو تر اوسه پورې د درې کالو د جنګ په موده کې په افغانستان کې هېڅ داسې کلى ښار او بانډه نده پرېښودلي چې د هغه ټوله يا نيمه ودانۍ يې په کنډرو نه وي بدله کړې او په دغه موده کې يې د افغانستان لس لکه بې ګناه په اسلام او آزادۍ مين مسلمانان د ښځو سپين ږيرو کوچنيانو او ځونانو په ګډون د عام قتلان د غديو او يرغلونو په ترڅ کې شهيدان کړي دي، شنو کښتو ته اور اچوي او په نوم سره ولاړه شنه ونه نه پرېږدي، چې له دې کبله ددوى په خپل اعتراف درې مليارده ډالره د افغانستان زيان من کړى دى او لا تر اوسه جنګ دوام لري. ژباړونکى.
ښايي دغه نومونه د هغو کليساګانو وي چې مسيحيانو په بيت المقدس کې د ځانو لپاره جوړې کړې وې او ددغو څلور واړو سرپرستي نوموړي پاپ کوله او په هغو کې موجود شته او د هغو د عوائدو ملکيت يواځې دده ؤ. (ژباړونکى)
مونږ چې حاکمان شو نو بښنه او تېرېدنه زمونږ خصوصي عادت ؤ، مګر کله چې تاسې حاکمان شوي نو تاسې د وينو درياب روان کړ.
زمونږ او تاسې تر منځ دغه توپير هېڅکله هم د حيرانتيا وړ ندى، ځکه چې له لوښي څخه هغه څه توېيږي چې ورپکې وي.
_________________________________

سرچينه: د اسلامي تهذيب او تمدن کتاب