افغانستان

حامد کرزی د مسکو په ناسته کې: موږ خپلواک او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړو

اساسي قانون نه منو، دا قانون له غرب څخه کاپي شوی، له ممکنه سولې وروستهبه له نورو افغانانو سره یو ځای اسلامي اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړ کړو( عباس ستانکزی)

راځئ دغه خبرې بشپړې سولې ته تر رسېدو پور وغځوو، هېڅوک په هېواد کې د بهرنیانو حضور نه غواړي (یونس قانوني)

موږ ټول افغانان او مسلمانان یو او د یو او بل وژل راته‌ناروا دي، سولې ته د رسېدو لپاره باید اوربند اعلان شي (محمد محقق)

که سوله د موقت حکومت پر جوړېدو راځي باید ورته لبیک وویل شي څو طالبان هم په واک کې شریک او خپله ونډه واخلي (عطا محمد نور)

کابل – د افغان حکومت پر مخالفت سربېره پرون په مسکو کې د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالب استازو او افغان سیاستوالو او جهادي رهبرانو تر منځ دوه ورځنۍ بین الاافغاني خبرې اترې پیل شوې.

تر دغې مهمې ناستې مخکې طالب استازو او افغان سیاستوالو د یو طالب استازي په امامت لمونځ وکړ او له هغه وروسته یې د سولې په اړه خپل دریځونه او نظرونه څرګند کړل.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په دغه ناسته کې د خبرو پرمهال وویل چې دوی آزاد، خپلواک او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته افغانستان غواړي. داسې افغانستان چې د کرزي په خبره له نړۍ او ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.

کرزي په دې ناسته کې یو ځل بیا طالبانو ته د وروڼو خطاب وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو غونډه سولې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي. هغه له امریکایانو سره د طالبانو د روانو خبرو هرکلی هم وکړ. له کرزي وروسته د طالبانو استازي عباس ستانکزې هم اوږدې
خبرې وکړې او خپل دریځ یې څرګند کړ. ستانکزي په دې ناسته کې هم یو ځل بیا پر خپلو پخوانیو غوښتنو ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې دوی د افغانستان اساسي قانون نه مني ځکه په وینا یې دغه قانون له غرب څخه را کاپي شوی دی.

طالب استازي همداراز ټینګار وکړ چې له سولې وروسته به هغوی له نورو افغان اړخونو سره په ګډه یو (اسلامي) اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړوي. هغه له تور لېست څخه د ځینو طالب مشرانو د نومونو لیرې کول، د زرګونو طالب بندیانو د ازادولو او طالبانو ته د یو رسمي دفتر د پرانیستلو غوښتنه هم وکړه چې د هغه په باور سولې ته لا ښه زمینه برابره شي.

راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ته د حنیف اتمر د انتخاباتي ټکټ لومړي مرستیال محمد یونس قانوني دغې ناستې ته د وینا پر مهال وویل چې تېرو تجربو ته په پام باید د جګړو پر ځای ټول مسایل د خبرو له لارې حل شي، نه له نظامي لارو چارو.

قانوني وویل ټول افغانان په هېواد کې د بهرنیانو د حضور مخالف دي.

هغه د عباس ستانکزي خبرو ته په اشارې وویل چې هېڅوک په افغانستان کې د واک د انحصار په فکر کې نه دي او نه باید څوک د واک د انحصار خبره وکړي.

نوموړي وویل د ستانکزي په خبرو کې د ژور اختلاف څه نه شته او هر څه د مذاکراتو له لارې د حل وړ
دي. هغه د اساسي قانون تعدیل ته په اشارې وویل چې افغانستان د سیمې په کچه غوره اسلامي نظام لري خو دا په دې مانا نه ده چې تعدیل پکې امکان نه لري.

نوموړي دغه راز وویل چې په هېواد کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار خبرې دي او باید بشپړې سولې ته تر رسېدو پورې دغه ډول خبرې تعقیب او دوامداره شي.

بلخوا محمد محقق په دې ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې له افغانانو سره خبرو ته کښیني او اوربند اعلان کړي. محقق ټینګار وکړ چې موږ ټول افغانان یو او باید په خپلو منځونو کې د جګړې او وژلو لپاره دلایل ونه لټوو.

نوموړي همداراز وویل چې موږ ټول مسلمانان یو او باید د یو او بل له وژلو لاس واخلو. له محقق وروسته عطامحمد نور هم خپل دریځ څرګند کړ. نوموړي دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د موقت حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ څو طالبانو له همدې لارې په نظام کې شامل
او خپله ونډه واخلي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې نور سیاستوال هم په دې ناسته کې خبرې وکړي خو د دې ناستې د ځینو غړو په غوښتنه د رسنیو استازي له دې ناستې وایستل
شول او ناسته د رسنیو د پردې ترشاه دوام وموند.

%d bloggers like this: