نظر او تحلیل

د مسکو مجلس، یو ښه آغاز

لیکنه: واحد فقیري

پدې تېرو ۱۸ کالو کي ښايي دا لومړی ځل وي چي د مسکو د غونډي په څېر په دغه پراخه پېمانه او وسعت د سولي لپاره بین الافغاني مجلس دایر سوي وي. دا واقعا یو ښه ګام او ښه زیری دئ. ځکه افغانستان ته به تر هغه وخت پوري سوله را نه سي، تر څو افغانان خپله پدې برخه کي پېشقدمه نه سي، او د خپل کور اور په خپله مړ نه کړي.

د مسکو مېشتو افغانانو دا ابتکار واقعا د ستایلو دئ. پدې برخه کي د جنرال غلام محمد جلال زحمت او اقتصادي مرسته د تمجید وړ ده. د هغوی دا سیاسي ابتکار دا ثابته کړه چي که چیري افغانان پر خپلو مټو او منابعو باندي تکیه وکړي، افغانان هم د سترو کارونو د کولو ظرفیت او توان لري.

البته په افغانستان کي سوله هله ټنیګېدلای سي چي افغانان د یو بل سره د متقابل احترام په فضا کي سره کښېني، او د مخالف نظر د اروېدو زغم پیدا کړي. د مسکو د ګردي مېز نننۍ غونډي دا وښوده چي په افغانانو کي دا فکري وسعت او تحمل سته چي د مختلفو مفکورو خلګ پر یوه مېز راغونډ سي. طالبان خپل نظر وړاندي کړي. د شمال ایتلاف بارز غړي خپله مفکوره پېش کړي، او مېرمن فوزیه کوفي د ښځو د له حقه حقوقو څخه جانانه دفاع وکړي.

دا هم باید زیاته کړم چي یوه سوله هله ممکنه کېږي چي د سولي چوکاټ او خبري افغان شموله وي. د افغانانو د مختلفو طبقاتو، قشرونو، اقوامو، او سیمو خلګ حضور په کښې ولري. د سولي پروسه جامع او عام شموله وي. د افغان د جامعې د متخلفو ډلو، احزابو، مدني ټولنو، او سیاسي تمایلاتو استازي په کښې ونډه ولري.

که چیري موږ په جهان کي د سولي کوښښونو ته یو نظر واچوو، یوازي د سولي هغه پروسې کامیابه سوي دي چي عام شموله او د متقابل احترام پر اساس بنا سوي وې. په جنوبي افریقا، تاجکستان، ګواتیمالا، او کولمبیا کي د سولي پروسې هله کامیابه سوې چي جنګي او متخاصم طرفونه له یو بل سره کښناستل، یو بل ته ئې غوږ ونیو، او د سیاسي سازش او مصالحې لاره ئې غوره کړه. په جنوبي افریقا کي، د سولي په پروسه کي د مذهبي کسانو نقش نهایت بارز وو. څرنګه چي د افغانستان د جنګ یو اړخ مذهبي دئ، نو لهذا د دې ۱۸ کلني کشالې په فیصله کولو کي د مذهبي مشرانو نقش ښايي تر بل هر چا مهم وي.

په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ کي، د متحده ایالاتو د مدني حقوقو په مبارزاتو کي هم د مذهبي مشرانو نقش ټاکونکی وو. د امریکايي تورپوستانو کلیساوي او مذهبي مرکزونه د نژادي تبعیض او تعصب پر خلاف د مبارزاتو پاخه سنګرونه ول. د امریکا د مدني مبارزاتو ستر مشر مارتین لوتر کینګ یو مذهبي مشر او پادري وو. مالکم ایکس یو حق طلب مسلمان تور پوستي امریکايي انقلابي وو. د امریکا د مدني حقوقو د مبارزاتو اصلي ټکي د جامعې د افرادو تر مینځ « متقابل احترام» او د «انساني حقوقو» اعاده کول ول.

د افغانستان د سولي پروسه به هم هله موفقه سي چي د ګډ ژوند او متقابل احترام په فضا کي د سیاسي همکارۍ لاسونه سره ور کړي.

دغه راز، په افغانستان کي به سوله هله اعاده سي چي مدني ټولني او په تېره بیا افغان مېرمني پوره او رغنده ونډه په کښې ولري. د سولي هیڅ پروسه پرته د مېرمنو له فعالي ونډي څخه کامیابه کېدلای نه سي، او د افغانستان د سولي پروسه به هم تر هغه وخته پوري کاملا موفقه نه سي تر څو د افغان مېرمنو له علمي او اجتماعي مهارتونو څخه پوره ګټه په کښې وا نه اخیستل سي.

په پای کي، د نن ورځي د مسکو له غونډي څخه زما برداشت دا دئ چي پدې مجلس کي یوازي طالبان د یو واحد او منظم دریځ خاوندان ول. هغوی په یوه کلام کي د اشغال پر ختمولو باندي ټینګار وکړ، او واقعا هم اشغال د افغانستان د اوسنیو پرابلمونو «مور» ده. خو نورو افغانانو چا موقتي حکومت غوښت. چا همدا اوسنی اساسي قانون غوښت. چا سمدستي اوربند غوښت. او چا څه او چا څه غوښتل.

یادونه: محصلین سایټ کې هره نشر شوې لیکنه د لیکوال شخصي نظر دی، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this:
/* ]]> */