دیني لیکنې

د ستر څښتن کور ته ميلمه

عبدالجبار مطمئن – فراه

د هر مؤمن مسلمان لپاره د ایمان د پياوړتیا او قوت یوه اړینه لاره داده چې په ژوندانه کې یوځل د خپل پالونکي او ستر څښتن کور ته د ميلمه په توګه ورشي او د حج مبارکه فریضه ترسره کړي. د حج مراسم په ژوندانه کې د ایمان د پیاوړتیا لپاره یو له ډیرو اغیزناکو تګلارو څخه ده، حج د مسلمان په ایمان کې نوي انرژي تزریقوي او روح یې د ګناهونو له زنګ څخه د الله(جل جلاله) د رحمت په اوبو پريمنځي، آنحضرت(ﷺ) څومره ښکلي فرمايې: (مَن حَجَّ فَلَمْ یَرفَثْ وَلَمْ یَفْسُقْ رَجَعَ کَیَومٍ وَلَدَتهُ أُمُهُ) متفق علیه
ژباړه: هر چا چې د حج فریضه اداء کړه، او د حج په وخت کې د ښځو سره جنسي نږديکت ونکړ او ګناه تري ونشوه، داسي له ګناهونو پاک راګرځي لکه هغه ماشوم چې تازه نړۍ ته سترګي غړولي وي. او په بل حديث شریف کې فرمايې: ( العُمْرةُ اِلَی العُمْرَة کَفَّارةٌ لِمَا بَینَهُما، وَالحَجُّ المَبرُور لَیْسَ لَهُ جَزاءٌ اِلَّا الجَنَّة). متفق علیه.

ژباړه: له یوي عمري تر بلي عمري پوري د هغو ګناهونو کِفاره ده چې په دي منځ کې سوي وي، او داسي نیک حج چې د الله په دربار کې قبول شي، پرته له جنت نه بله بدله او قیمت نه لري. همدا لامل دی چې سترڅښتن د خپل کور زیارت پر مسلمانانو باندي فرض کړی دی او حج يې د اسلام له پنځه رکنونو څخه ګرځولی دی او په خپل خوږ کلام کې یې د حج اړوند داسي حکم نازل کړی دی: (… وَ لِلَّهِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ البَیتِ مَنِ استَطَاعَ اِلیهِ سَبِيلاً وَ مَن کَفَرَ فِاِنَّ اللَّهَ غَنِیٌّ عَنِ العَالَمِینَ) آل عمران ۹۷
ژباړه: او په هغه چا چې هلته د تلو (مالي او بدني) توانایې لري د الله(جل جلاله) له حقونو (فرضونو) نه یو ددي کور زیارت دی، او که څوک (د الله د کور زیارت نه کوي او یا انکار تري کوي) کافر کېږي نو (ځانته یې تاوان اړولی ځکه) الله(جل جلاله) له ټولو مخلوقاتو نه بي نیازه دی.

په صحیحُ البخاري او صحیحُ المسلم کې د حضرت عبدالله بن عمر(رضی الله عنه) څخه روایت دی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمایې: (بُنِي الاِسْلامُ عَلی خَمْسٍ: شَهَادَةُ أَنْ لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ… وَ أَنْ مُحَمَّداً رَسُول اللَّهِ… وَ اِقَامِ الصَّلاة… واِیتاءِ الزَّکاةِ… وَصَومِ رَمَضَانَ… وَحَجِّ بَیْتِ اللهِ الحَرام).

ژباړه: د اسلام دین پر پنځه بنسټونو ولاړ دی: (لمړی) په دي شاهدي ورکول چې لایق د عبادت نسته غیر له یو الله، او دا چې حضرت محمد(ﷺ) د الله رسول دی، (دویم) او د پنځه وخته لمونځ کول، (دریم) او زکات ورکول، (څلرم) او د روژي میاشتي روژه نیول (پنځم) او د الله د کور زیارت (حج) کول دي.
د حضرت علی کَرَّمَ اللَّهُ وَجهَهُ څخه روایت دی چې فرمایې: (مَن قَدَرَ عَلَی الحَجِّ فَتَرَکَهُ فَلا عَلَیهِ أَنْ یَّمُوتَ یَهُودِیَّاً أَو نَصرَانیَّاً. رواه الترمذی و احمد.

ژباړه: هرڅوک چې حج ته د تلو مالي او بدني توان ولري او ولاړ نسي، نو بیا یې خوښه چې یهودي مري او که نصراني!! ددي قول مفهوم داسو چې دغسي کس دي نو ځان اسلام ته نه منسوبوي، نوره یې خوښه خپله چې ځان باندي د یهودي، نصراني، مجوسي یا هر بل نوم ایږدي… او دا چې جناب نبی کریم (ﷺ) په خپلي سپارښتني کې و حضرت ابوذر غفاری() ته وفرمایل: (وَ حُجَّ حَجَّةً لِعَظائِمِ الأُمُورِ) ددي موضوع ښکارندويې کوي چې هغه (ﷺ) غوښتل مسلمانان ان و سنت او نفلي حج ته هم و هڅوي، فرض حج خو لا پر خپل ځاي دی.

آنحضرت (ﷺ) د حج او عُمري سره خورا زیاته مېنه درلود او تل یې هېله وه چې حج او عمره وکړي او دا یې د خپلو سنتونو څخه ګڼل، د حضرت ابوهریره (ﷺ) څخه روایت دی چې یو ځل آنحضرت (ﷺ) وفرمایل: ( يَا أَیُّهَا النَّاسُ، اِن اللَّهَ قَد فَرَضَ عَلَیکُمُ الحَجَّ فَحُجُّوا… فَقَالَ رَجُلٌ، أَکُلَّ عَامٍ یَا رَسُولَ اللَّهِ(ﷺ)؟ فَسَکَتَ حَتَّی قَالَهَا ثَلاثًا. فَقَالَ رَسُولُ اللَّه(ﷺ): لَو قُلتُ نَعَم لَوَجَبَتْ وَلَمَا اِسْتَطَعْتُمْ. ثُمَّ قَالَ: ذَرُوني مَا تَرَکْتُکُمْ فِاِنَّمَا هَلَکَ مَنْ کَانَ قَبلَکُمْ بِکثرَةِ سُؤالِهِمْ وَ اِختِلافِهِمْ عَلَی أَنبِیائِهِم، فِا‌ِذا أَمرتُکُم بِشِیءٍ فَأتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعتُمْ وَ ا‌ِذا نَهَیتُکُمْ عَنْ شَیءٍ فَدَعُوهُ).
ژباړه: ای خلکو! الله(جل جلاله) په تاسو باندي حج فرض کړی دی، نو حج وکړئ…! یو شخص پوښتنه وکړه ای د الله رسوله آیا هر کال حج وکړو؟ آنحضرت (ﷺ) سکوت وکړ، ترڅو دا پوښتنه دري ځلي تکرار شوه. بیا رسول الله(ﷺ) وویل: که ما (بله) ويلي واي نو په تاسو به (هر کال حج) واجب شوی واي او ستاسو به په طاقت هم نه وه!! بیا یې ( اصحابو کرامو ته د پند او نصیحت په توګه) وویل: هرڅه چې مې تاسو ته و نه ویل ما پریږدئ، ځکه له تاسو مخکني اُمتونه د خپلو ډیرو پوښتنو او د خپلو پيغمبرانو سره د اختلاف له امله تباه او برباد شوه. نو کله چې ما تاسو ته د کوم کار سپارښتنه وکړه، تر خپل توان پوري يې وکړئ او که مي له کوم شي منعه کړئ نو بیا هغه پریږدئ.

د ستر څښتن میلمستیا:
ستر څښتن د خپل کور میلمنو ته عزت ورکړی او هغوي ته یې د بخښني زیری ورکړی او هغوي ته یې خپل ځانګړي میلمانه ويلي دي ځکه د آنحضرت (ﷺ) څخه روایت دی چې فرمایې: (الحُجَّاجُ والعُمَّارُ وَفْدُ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَ زُوَّارُهُ، اِنْ سَأَلُوهُ اَعطَاهُمْ، وَاِنْ اسْتَغْفَرُوهُ غَفَرَلَهُمْ، وَ اِنْ دَعَوا أُسْتُجِیبَ لَهُم). رواه ابن حبان

ژباړه: حاجیان او عمره کونکي؛ د سترڅښتن استازي او زیارت کونکي دي، که له هغه څخه یو څه وغواړي، هغوي ته یې ورکوي، که له هغه څخه بخښنه وغواړي نو بخښنه ورته کوي، او که هغه ته ږغ کړي نو هغه ځواب ورکوي.

سبحان الله! دا څومره ښکلي او په زړه پوري میلمستیا ده چې له یوي خوا د کعبي مبارکي څنګ ته د رحمت په سيوري کې ناست يې او له بلي خوا د ستر څښتن(جل جلاله) ميلمستیا دي نصیب سوي او په هغه ځاي کې چې د څښتن د ستر کلام د نزول ځاي دی او زموږ د ستر غمخوار حضرت محمد (ﷺ) مبارک قدمونه هلته ایښودل سوي، هملته یې د ژوند خوږي او ترخي تيري کړي او ستر تکلیفونه یې زموږ لپاره ګاللي دي. دا هغه ځمکه ده چې ملائکو د هري خوا هجوم پري راوړی او احاطه کړی یې ده او همدارنګه هرکال په زرګونو او میلینونو انسانان ورته راځي اوزیارت یې کوي، زموږ خوږ پيغمبر (ﷺ) دي مطلب ته داسي اشاره کوي: ( اِنَّ اللَّهَ قَدْ وَعَدَ هَذَا البَیتَ أَنْ یَحُجَّهُ کُلَّ سَنَةٍ سِتَمائَةَ أَلفٍ فَاِن نَقَصُوا أَکمَلَهُمُ اللَّهُ عَزَّوَجَل مِنَ المَلائِکَة).

ژباړه: ستر څښتن ددغه کور سره وعده کړي چې هرکال به شپږلکه انسانان ددي زیارت ته راځي او که کم شول نو الله  به یې په ملائکو پوره کوي. او همدارنګه په بل حدیث مبارک کې فرمایې: ( يُنزِلُ عَلَی هَذَا البَیْتِ فِي کُلِّ یَومٍ مِائَةٌ وَعِشرُونَ رَحْمةً، سِتَّونَ لِلطَّائِفينَ، أَربَعُونَ لِلمُصَلِّینَ و عِشرُونَ لِلنَّاظِرِین) رواه ابن حبان والبیهقي

ژباړه: هره ورځ په دي کور (کعبي) باندي (۱۲۰) یوسل او شل رحمتونه اورېږي، شپيته د طواف کونکو لپاره، څلویښت د لمونځ کونکو لپاره او شل د تماشا کونکو پوري تړاو لري. ان هغه کسان چې نه طواف کوي او نه لمونځ کوي خو یوازي ناست دي او د الله() کورته ګوري نو هغوي هم د الله له ميلمستیا بي بهري نه پاتي کيږي او یوه برخه (۲۰) کوټي رحمت پري نازليږي. نو مبارک دي سي د هغوي چې ددي ميلمستيا په ارزښت پوهيدلي او د ستر پالونکي د بلني ځواب يې په (لبیک اللهم لبیک) ويلی دی.
احرام تړل او تلبیه ویل:

کله چې مؤمن مسلمان احرام تړي، نو په حقیقت کې خپل تړاو د هر هغه څه سره شکوي چې په ځمکني او مالي اړخ پوري تړاو ولري، هغه په ژوندون کفن غاړي ته اچوي او د ځمکي پر مخ د ټولو مخلوقاتو او په ځانګړي توګه ټولو انسانانو سره ځان برابر ګڼي. هلته هیڅ منصب او مقام نسته، هيڅ مشري او لوينه نسته، هیڅ توپیر او لوینه نسته بلکه ټول لکه د ږمنځي غاښونه برابر او مساوي دي. هلته ټول د بندګۍ په خاورین لباس کې په ملامتو زړونو او ګنهکارو مخونو باندي د خپل ستر او بخښونکي خداي(جل جلاله) بلني ته مثبت ځواب وايې او نعري وهي: (لَبَّیکَ… اللَّهُمَّ لَبَّیک… لَبَّیکَ لا شَريکَ لَکَ لَبَّیکَ… اِنَّ الحَمْدَ وَالنِّعْمَةَ لَکَ وَالمُـلْکَ، لَا شَريْکَ لَکَ).

ژباړه: پروردګاره! تاته په خدمت ولاړ یم، ته هیڅ شریک نه لري، ټول صفتونه او نعمتونه او پاچاهۍ ستا دي، ته هیڅ شریک نه لري. مؤمن مسلمان به د خپل ستر څښتن په ثنا کې همدغه ناري وهي او دا تلبیه به بار بار تکراروي، او دا ټول په داسي حال کې چې زړه کې ددي ډار ورسره شته چې هسي نه دا ږغونه یې د کوربه ( الله جل جلاله) خوښ نه سي!! وایې چې کله د حضرت حسین زوي علی (رضی الله عنه) د حج په نیت احرام وتړی او پر اوښ سپور سو، رنګ یې ژيړ سو او پر بدن یې لرزه راغله او ونسو کولاي تلبیه (لبیک اللهم…) ووایې!! چې کله پوښتنه تري وسوه چې ولي؟ هغه ويل: بیریږم چې ما به ږغ پورته کړی وي خو منل شوی به نه وي!!

د ستر څښتن د کور طواف:
او چې کله مؤمن مسلمان طواف کوي نو اړیکه یې د ترټولو لوړي مرتبي (ملأ أعلی) سره ټینګه سي، روح یې د هغو ملائکو په صف ور ګډه شي کومي چې د سترڅښتن د عرش پر شاوخوا ترځمکي پوري حلقه دي.

(وَتَرَی المَلائِکَةَ حَافِینَ مِن حَولِ العَرْشِ یُسَبِّحُونَ بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَقُضِيَ بَیْنَهُمْ بِالحَقِّ وَ قِيلَ الحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِین) زمر۷۵
ژباړه: او (په هغه ورځ) به ملائکي وګوري چې د الله جل جلاله د عرش شاوخوا یې حلقه جوړه کړي او د خپل رب په ستایني او تسبیح بوختي دي، او د (الله (جل جلاله) د بنده ګانو) ترمنځ په حقه فیصله کيږي (او بیا د ټولي هستۍ لخوا ږغ پورته کيږي) ويل کيږي چې ټولي ستایني د مخلوقاتو د پالونکي لپاره ښایې.

د حجر لأسود موچول او لاس ایښودل:
او کله چې مؤمن مسلمان پر حجرالأسود باندي لاس ایږدي نو داسي احساس کوي چې د سترڅښتن پر اطاعت، د هغه په لاره کې د جهاد او نه ستړي کیدونکي تلاش لپاره هوکړه لیک او تړون لاسلیکوي او دا پيمان خورا دروند تړون دی: خپله ستر پالونکی فرمایې: ( فَمَنْ نَکَثَ فَاِنَّــمَا یَنکُثُ عَلَی نَفسِهِ وَ مَنْ أَوفی بِــمَا عهَدَ عَليْهُ اللَّهَ فَسَوفَ یُؤتِيهِ أَجراً عَظِیماً. فتح ۱۰
ژباړه: او هرڅوک چې تړون ماتوي نو ځان ته تاوان رسوي، او هغه څوک چې د الله(جل جلاله) سره پر خپل کړي تړون باندي ثابت پاته سي، نو ستر څښتن به خورا ستره بدله ورکوي. او رسول الله(ﷺ) په همدي هکله څومره روښانه او ښکلي فرمایې: ( اَلحَجَرُ لأَسوَدُ یَمينُ اللَّهِ  فِي الأَرضِ یُصَافِحُ بِهِ خَلقَهُ، کَمَا یُصَافِحُ الرَّجُلُ أَخَاهُ). ابن حبان
ژباړه: حجرالأسود د الله  (بلا کیفه) لاس دی چې د خپلو بندګانو سره د ميني او محبت لاس ورکوي، لکه څنګه چې یو سړی خپل ورور ته لاس ورکوي.

د کعبې پوښ ته د تضرع لاس اچول:
او دا چې یو مؤمن مسلمان د خپل ستر څښتن د کور پرده ټینګه کړي او د مغفرت دعاګاني وکړي، د خپلو کړو ګناهونو اعتراف وکړي او پري بخښنه وغواړي، ددي ښکارندویې کوي چې دا بنده څومره عاجز دی او څومره د خپل بادار د خوښۍ او رضایت تلوسه او تلوار لري، ان تر دي چې خپله الله  دا حالت داسي بیانوي: (أُدعُوا رَبَّکُم تَضَرُّعاً وَخُفیَةً انَّهُ لا یُحِبُّ المُعتَدِين). اعراف ۵۵
ژباړه: خپل پروردګار په عاجزۍ او په پټه راوبلئ (په چیغو او ناروا غوښتنو یې مه رابلئ) چې د هغه تیری کونکي نه خوښيږي. او فرمايې: ( وَقَالَ رَبُّکُم أُدْعُونِي أَسْتَجِبْ لَکُمْ اِنَّ الَّذِيْنَ یَسْتَکبِرُونَ عَنْ عِبَادَتِي سَیَدْخُلُونَ جَهَنَّمَ دَاخِرِين) غافر ۶۰
ژباړه: ستاسو پروردګار فرمايې: ما څخه وغواړئ چې در یې کړم، هغوي چې زما له بلني او پالني ځانونه ستر ګڼي، په خوارۍ به دوزخ ته داخليږي. او حضرت نبي کریم (ﷺ) فرمايلي: (اِذَا أَحَبَّ اللَّهُ عَبْدًا اِبتَلاهُ حَتَّی یَسْمَعَ تَضَرُّعَهُ) مسند

ژباړه: کله چې د الله کوم بنده خوښ وي، نو ازمایښت پري کوي، ترڅو یې زارۍ واوري. او همدارنګه جناب آنحضرت (ﷺ) فرمایې: (اِذَا دَعَا اَحَدُکُم فَلیُــعَظِم الرَّغبَةَ فَاِنَّ اللَّهَ لا یَتَعاظَمُهُ شَیءٌ) ابن حبان

ژباړه: کله چې تاسو کې کوم یوه د الله (جل جلاله) څخه کوم څه غوښتل نو ستر شی دي تري وغواړي، ځکه د الله () لپاره هیڅ شی ستر نه دی.

د صفا او مروا ترمنځ تګ راتګ:
او دا چې یو مؤمن مسلمان د صفا او مروا ترمنځ په بیړه ځي او راځي، دا په دي معنا ده چې په خپل ځان باندي د ستر څښتن د رحمتونو د اورښت سخت تږی دی، ځکه بیړه کوي او دا دعاګاني پرلپسي لولي: (رَبِّ اغْفِر وَ اَرْحَمْ و تَجَاوَزْ عَمَّا تَعْلَمُ اِنَّکَ أَنْتَ الأَعَزُّ الأَکْرَم). ژباړه: ای پالونکي! ما ته بخښنه وکړه، په ما رحم وکړه، او زما (له هغو ګناهونو) چې ته خبر یې راتېر سه، ته په ریښتیا عزتمند او سخاوتمند یې.

(رَبَّنَا آتِنَا فِـي الدُّنْیَا حَسَنَةً وَ فِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ الـنَّار) الآیه
ژباړه: ای زموږ پالونکي! موږ ته په دي نړۍ کې ښيګڼي نصیب کړه او په بله نړۍ (آخرت) کې ښېګڼي نصيب کړه او موږ (د دوزخ) له اوره ليري وساته.

یو مؤمن مسلمان د دغه او دي ته ورته دعاګانو په لوستلو سره د خپل ستر او قدرتمند څښتن (جل جلاله) په وړاندي د عاجزۍ او کمزورۍ احساس کوي او د رحمت غوښتنه یې کوي.

د عرفات په ميدان کې پاته کيدل:
د عرفات ميدان د مؤمن مسلمان لپاره داسي یو میدان، داسي یوه ورځ او داسي یوه لحظه ده چې نفس، روح او ځان یې سخت تکان خوري، زړه یې ریږدي او د عرفات ورځ د محشر د سختي ورځي یاد نیغ سترګو ته دروي. لکه څنګه چې ستر څښتن د محشر د ورځي په هکله فرمایې: (وَ نُفِخَ فِي الصُّورِ فَاِذاهُمْ مِنَ الأَجدَاثِ اِلی رَبِّهِمْ یَنْسِلُون) (یس ۵۱)

ژباړه: او په شپيلۍ کې پو کېږي او ناڅاپه ټوله له قبرونو راپاڅي (او د حساب کتاب لپاره) خپل پروردګار ته په تلوار روانيږي. او بیا په همدغه سورت کې فرمایې: (اِنْ کَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَاحِدةً فَاِذاهُم جَميعُ الَّدَیْنَا مُحْضَروُنَ) (یس ۵۳)

ژباړه: تر یوه ږغ به زیات نه وي (چې هغوي ته له قبرونو نه د راوتلو بلنه ورکوي) نو ناڅاپه به ټوله زموږ په حضور کې (د قضاوت لپاره) حاضريږي. له همدي وجهي ده چې د عرفات ورځ ډيره ارزښتناکه ده او هیڅه بله کومه کړنه او عمل د عرفات ځاي نسي نيولاي او په همدي لحاظ حضرت محمد (ﷺ) فرمایې: (اَلحَجُّ عَرَفَة) ژباړه: حج، همدغه عرفات کې ولاړي ته وایې.

او د ګناهونو د غوره کفاري په هکله فرمایې: (اِنَّ مِنَ الذُّنُوبِ ذُنُوبًا لَا یُکَفِّرُهَا اِلَّا الوُقُوفُ بِعَرَفَة) ژباړه: په ګناهونو کې ځیني داسي دي چې بیله د عرفات پر میدان لاړي، بل شی یې لمنځه نسي وړلاي.

د ترټلي شیطان ویشتل:
د یوه مؤمن مسلمان لپاره د شیطان ویشتل په دي مفهوم ده چې نور یې د شیطان او د هغه د ملګرو سره د دښمنۍ جار وهلی، هغه به نور د نفسي خواهشاتو، هوا او هوس پسي نه ځي او د سترڅښتن د سپارښتنو په لاره کې به پایښت او استقامت کوي.
د شیطان ویشتل د کلک هوډ او پخي ارادي په مانا ده، په دي چې د الله جل جلاله د خوښۍ سره سم نيغه لار وړم او داسي په دي لاره ټینګ پاتيږم چې تر قیامته نه تري ليري کيږم.

د شيطان ویشتل د سترڅښتن سره نوی لاسلیک او تړون دی په دي چې هر ډول قربانۍ او سرښندني ته تیار یم او خپل نهایت تلاش او هڅه کوم ترڅو د الله، اسلام، حق او عدالت بیرق رپانده او د طاغوت، کفر، باطل او ظلم بیرق ترپښو لاندي وي.

الله(جل جلاله) فرمایې: ( اَلَمْ أَعْهَدْ اِلَیکُمْ یابَني آدَمَ أَنْ لَّا تَعبُدُوا الشَّیْطَانَ اِنَّهُ لَکُمْ عَدوٌّ مُّبِین. وَ اَنِ اعبُدُونِي هَذَا صِراطٌ مُّستَقِیم). (یس ۶۰-۶۱)
ژباړه: ای د آدم بچیانو! آیا ما تاسو ته نه وو ويلي چې د شیطان عبادت مه کوئ، ځکه چې هغه ستاسو لپاره ښکاره دښمن دی. او دا چې زما عبادت وکړئ او همدغه نیغه (مستقیمه) لار ده.

ذبح او قرباني کول:
د یوه مؤمن مسلمان لپاره د خپل سترڅښتن(جل جلاله) دربار ته قرباني کول له یوي خوا د هغه او د ستر ذات(جل جلاله) تر منځ د واټن د کمیدو لامل کيږي او د بل پلوه د أبُ الأنبیاء حضرت ابراهیم خلیل الله سنت را ژوندی کول دي هغه ستر سنت چې نږدي وو خپل د زړه ټوټې حضرت اسماعیل(علیه السلام) پر غاړه یې چاړه راکښلي واي، هغه داستان چې حضرت ابراهیم () خپل ماشوم زوي ته فرمایې: (فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعیَ قَالَ یَا بُنَیَّ اِنِّي أَری فِي المَنَامِ أَنِي أَذبَحُکَ فَانظُرْ مَاذَا تَری قَالَ یَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤمَرُ سَتَجِدُنِي اِن شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ). صافات ۱۰۲

ژباړه: او کله چې (هغه وزیږید او غټ سو او) داسي ځاي ته ورسید چې کار وکړي، (حضرت براهیم) وویل: ای زوکیه! ما خوب کې ولیدل چې تا حلالوم، وګوره چې څه نظر لري؟! وي ویل: ای پلاره! په هغه کار چې امر شوی یې ویې کړه، که خداي کول ما به له زغم کونکو وويني…).

نو هر مؤمن مسلمان او په ځانګړي توګه د الله(جل جلاله) دلاري دعوتګرانو ته ښایې چې دا یاد حوادث باربار تر نظر تير کړي او د انبیاء علیهم السلام په سرښندونو کې سوچ وکړي، ځکه چې دلته د سترڅښتن په دربار کې د عبودیت او قناعت اوج لیدل کيږي او د سترڅښتن و سپارښتنو ته بشپړه تسليمي وړاندي کيږي لکه څرنګه چې الله (جل جلاله) په خپل کلام کې فرمايې: ( وَمَا کَانَ لِمُؤمِنٍ وَلا مُؤمِنَةٍ اِذَا قَضَی اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَن یَکُونَ لَهُم الخِیرَةُ مِن أَمرِهِمْ وَمَنْ یَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَد ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِینَاً). اعراف ۳۶
ژباړه:هیڅ نارینه او ښځينه مؤمن ته حق نسته، په هغه کار کې الله(جل جلاله) او د هغه پيغمبر (ﷺ) فیصله پري کړي وي، له خپل ځانه اختیار پکي ولري او هرڅوک چې د الله (جل جلاله) او د هغه د پيغمبر (ﷺ) د سپارښتنو نه سرغړونه کوي نو خورا ښکاره ګمراهۍ کې اخته سوی دی.

و صلی الله علی خیر خلقه و نور عرشه محمد صلی الله علیه وسلم
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

فراه
۱۵/۱۱/۱۳۹۷ لمریز کال
Mutmaen313@gmail.com

 

%d bloggers like this:
/* ]]> */