افغانستان

امریکایي سناتور: افغانستان کې د نظامي حضور لپاره هیڅ دلیل نلرو

د امریکا د جموریت پلوه ګوند یو مخکښ سناتور رندپال ویلي چې امریکایي ځواکونه باید چې هر څومره زر وي له افغانستان را وباسل شي، امریکا افغانستان کې د نظامي حضور لپاره هیڅ دلیل هم نلري.

د امریکا د کنټاکي ایالت استازي او د جموریت پلوه ګوند غړي ویلي د امریکا هدف د القاعدې ځپل وو، اوس مهال القاعده ځپل شوې مونږ هیڅ دلیل د پاته کیدلو نلرو.

نوموړي ویلي ضرورت نشته چې امریکایي ځواکونه نور په افغانستان کې پاته شي او د کال ملیاردونه ډالر هلته مصرف کړو.

هغه زیاته کړې چې امریکا هغه ملیاردونه ډالر چې د افغانستان په نامعلومه جګړه کې مصرفوي باید د امریکا د امنیت او د امریکا د ترقي په کارونو ولګوي.

هغه داسې مهال یادې څرګندونې کړي چې د امریکا د سنا له لوري له افغانستان څخه د عسکرو د نه ویستلو په ملاتړ یوه لایحه تصویب کړې او د ټرمپ له هغې پریکړې سره یې مخالفت ښودلی چې له افغانستان څخه به خپل عسکر وباسي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر له مجلس وروسته له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو په اړه څو ځله ضد او نقیض څرګندونې شوي خو پدې وروستیو کې د دغه هیواد ولسمشر هم و ویل که له طالبانو سره موافقې ته ورسیدلو له افغانستان به خپل عسکر وباسو.

%d bloggers like this:
/* ]]> */