افغانستان

محقق–اشرف غني ته: ابو ظبۍ کې مو طالبانو سلام ته وعلیک ونکړ مونږ پورې خاندی

مسکو غونډې ګډونوال او د اجرائیه ریاست مرستیال ولسمشر غني ته د هغه د وروستیو خبرو په اړه پیغورونه ورکړي دي.

محقق ویلي چې یو شمیر لوریو یواځې درې ورځې اوربند باندې ځانته لاسوندونه جوړ، د ایسکریم دعوتونه یې ورکول او ابوظبۍ کې یې چا سلام ته وعلیک هم ونه ویل خو اوس په مسکو کې یو لوی بین الافغاني مجلس ته خولې اچوي.

د محقق غرض له دغو خبرو اشرف غني او د هغه ټیم وو چې د مسکو غونډې په ورځو او وروسته له هغه یې د دغې غونډې خلاف څرګندونې وکړې.

ولسمشر غني ویلي وو چې مسکو غونډې ته تللي خلک ټول بیواکه دي او د هیڅ پریکړې صلاحیت نلري نو دغه غونډه هم هیڅ ارزښت نلري.

محقق داسې مهال ولسمشر غني او ټیم ته یې پیغورونه ورکړي چې غني څو ځله له طالبانو وغوښتل تر څو ورسره کیني خو طالبانو هر ځل ورته کلک ځواب ورکړی.

د ویلو ده چې د ابو ظبۍ د غونډې پر مهال د ګډ حکومت یو ویاند طالبانو څخه ډیر په عاجزی خواست کړی وو چې حد اقل زمونږ یوه خبر خو دې واوري.