خبرپاڼې

دټاکنو قانون د تعدیل په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو د یو شمېر نوماندانو،  د سیاسي ګوندونو د رهبرانو او د هغوی د استازو په حضور کې مشورتي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه، د ټاکنو قانون د ځینو مادو د تعدیل او حذفولو پر طرحې بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې جمهوررئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، د ټاکنو په قانون کې د تعدیل په اړه عمومي اجماع ته اړتیا ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، د ټاکنو قانون د تعدیل لپاره مسوده چمتو شوی، تر څو د ټولو د نظریاتو پر بنسټ په کې تعدیل عملي شي.

یادې غونډې د جمهوررئیس د دویم مرستیال په مشرۍ دوام وموند او ګډونوالو د ټاکنو قانون د تعدیل په اړه خپل لیدلوري، نظریات او وړاندیزونه په مفصله توګه بیان کړل.

استاد دانش وویل، د ټاکنو قانون د تعدیل مسوده، یوه حکومتي طرحه نه، بلکې په دې اړه له ۲۰ نه زیاتې غونډې جوړې شوي او دا طرحه د دې غونډو د وړاندیزونو او مشورو محصول دی.

غونډې پرېکړه وکړه، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او د ټاکنو اړوند مدني بنسټونو له استازو جوړه تخنیکي کمېټه به په دوه ورځو کې یاده مسوده له هراړخیزو بحثونو وروسته نهایي کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ