خبرپاڼې

د افغانستان او ګرجستان جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د ګرجستان جمهوررئیسې  سالومه زورابیشویلي سره چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو جمهوررئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سولې پروسې، ټاکنو، د تروریزم پر ضدد ګډې مبارزې، سیمه ییز اتصال او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ګرجستاني ځواکونو د رول په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د ګرجستان جمهوررئیسې او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو په ځانګړي ډول د لاجورد لارې د پرانیستې د موافقتنامې د اجرائي کېدو او له دې لارې د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره داسانتیاو د ایجاد او غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دې هېواد د ځواکونو د فعال رول قدرداني وکړه.

د ګرجستان جمهوررئیسې سالومه زورابیشویلي افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.

هغې وړاندیز وکړ، د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه دې د دواړو هېوادونو پلاوي یوه بل هېواد ته سفر وکړي. نوموړې دغه راز جمهوررئیس غني ته ګرجستان ته  د رسفي سفر بلنه هم ورکړه.

جمهوررئیس غني د ګرجستان د جمهوررئیسې د بلنې منلو څخه په مننې وویل، په مناسب فرصت کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، دا مهال افغانستان په بېلابېلو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو په برخه کې د ګرجستان له تجربو استفاده کوي او د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو  د پلاویو سفرونه ممد واقع شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: