نظر او تحلیل

په افغانستان او امریکا کې له افغان طالبانو سره د سولې مخالفین

ایمل فیضي

په سپینه ماڼۍ کې دا ذهنیت را منځ ته شوی دی چې د امریکا
جګره او نظامي حضور په افغانستان کې، د هېواد او سیمې د مخ په زیاتېدونکې بې ثباتۍ اصلي او لوی لاملونه دي. جمهور
رئیس ټرمپ چې له پخوا څخه په افغانستان کې د امریکا د نه ختمېدونکي جنګ او حضور
سره کلک مخالف و، بالاخره یې له افغان طالبانو سره مذاکرات پیل کړل. خو د زلمي خلیلزاد
په مشرۍ د افغان طالبانو سره د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې او د مسکو روانو مذاکراتو،
هلو ځلو او ناستو اوس په امریکا او افغانستان کې کلک مخالفین پیدا کړي دي.

افغانان باید د
افغانستان د سولې (کورني او بهرني) دوښمنانو او د امریکا د جګړې د ادامې غوښتونکو
ته دا اجازه ورنه کړي چې نور پر موږ باندې یوه پردۍ او تحمیلي‌ جګړه وټپي.

دا مخالفین څوک دي او
ولې
له طالبانو سره د خبرو مخالفت کوي؟

په امریکا کې د
افغانستان د جګړې د ادامې طرفداران

د امریکا د پوځي او
استخباراتي ادارو په شمول، ځینې واکمنې کړي په افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې
د د د دغه هیواد د پوځي حضور او دوامدارې شخړو طرفداره دي. دوی په هم دې خاطر په نړی
باندې د امریکا د نظامي اشغال او جګړې د پرورلو لپاره ډول، ډول دلالان لري.

د امریکا د جنوبي
کارولینا ایالت څخه سناتور لیندسي ګراهام چې یو له دغو دلالانو څخه دی، جمهور رئیس
ټرمپ ته یې تکراراً دا خبره کړی دی چې له افغانستان څخه امریکا ته امنیتي ګواښونه
جدي او “نه ختمیدونکي” دي، ځکه، د ده په وینا، په افغانستان کې د
“نړیوالو تروریستانو شتون” په هغه کچه زیات دی چې شمېر یې حتی په عراق کې
هم هیڅکله دومره زیات نه و.

ګراهام په دې باور دی
چې په افغانستان کې د واشنګټن جګړه، د “ښه او بد” good versus
evil تر منځ جګړه
ده. ده چې د افغانستان په اړه تر اوسه له ټرمپ سره څو واره لیدلي‌ دي، پر دا یې ټینګار
کړی دی چې د ښه او بد تر منځ جګړه ” هیڅکله نه ختمیږي”. که نن په
افغانستان کې دا جګړه له “افراطي اسلام “سره ده، سبا به له بل هدف سره
وي.

د واشنګټن پوست مشهور
لیکوال باب ووډوارد په خپل وروستي‌کتاب کې د
سناتور ګراهام له قوله لیکلي دي چې د نوموړي‌ مشوره رئیس جمهور ټرمپ
ته، له هغه سره د کتنو پر مهال، دا وه چې: اشرف غني‌دې ته حاضر دی چې امریکایي عسکرو ته په
افغانستان کې، په ” هر شمېر” چې د امریکا جمهور رییس غوښتي وي، اجازه
ورکړي. د ګراهام په خبره، غني د خپل هېواد په هر سیمه کې چې وي د امریکا د
استخباراتي‌ادارې، سي‌آی اې، له نورو اډو جوړولو سره هم موافق دی.
ګراهام دا هم زیاته کړه چې د امریکا لپاره د نړیوال تروریزم سره د مقابلې لپاره
افغانستان تر ټولو ښه مرکز یا اساس دی.

د جمهور رئیس ټرمپ په
سیاسي‌ مخالفینو کې نور هم ګراهام غوندي ورته نظریات لري‌او د افغانانو د وینو په بیه، غواړي چې د
امریکا پوځي حضور او هر اړخیزه پوځي عملیات په افغانستان کې ادامه پیدا کړي.

د افغانستان د جګړې د
ادامې کورني دلالان

زموږ افغانانو یو بل
لوی مشکل دا دی چې که په امریکا کې پوځي او استخباراتي کړی، د اسلحو د پرورلو لوې
کمپنی او یا هم د ګراهام په شان جنګسالاران په نړۍ کې د واشنګټن د پوځي واکمني او
جګریز ماموریت طرفداران ډېر دي، په افغانستان کې هم د دوی غیر رسمي ویندویان او یا
د امریکا د جنګ مبلغین او دلالان کم نه دي.

د اشرف غني څخه بیا د
اوسني او پخواني حکومتونو د لوړ او ټیټ رتبه چارواکو او حتی تر جهادي‌رهبرانو پورې، ځیني خپلې شخصي ګټې د امریکايي
جنرالانو او ډیپلوماتانو په خوشحاله کولو او خدمت کې ویني. دوی په تلویزیوني‌ او راډیويي خپرونو کې
او هم په اجتماعیي‌ شبکو کې، لکه فیسبوک او ټویټر، په افغانستان کې د امریکا د نظامي‌ماموریت او جګړې د ادامې په ګټه هر ورځ
پروپاګند کوي او په سپینو سترګو دروغ وایي.

اشرف غني چې د امریکايي‌ جنرالانو په قبضه او
کنترول کې دی او په افغانستان کې د هغوی د جګړې او پوځي حضور د ادامې په هدف اوس بیا
د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کاندید دی، د طالبانو سره د ټرمپ د ادارې له
روانو مذاکراتو د اصلي خبرو او جزئیاتو څخه تر اوسه عمداً محروم ساتل شوی دی. سره
له دې چې نوموړي د ملي یوالي د حکومت له پیل څخه په افغانستان کې د امریکا ټول سیاسي‌ او نظامي‌اهداف یې په پټو سترګو عملي کړل، بیا هم د
جمهور رئیس ټرمپ ادارې ته مهم او د اعتبار وړ کس نه دی. د ټرمپ مشاورین او نژدې
همکاران پر اشرف غنی باندې د دوی د سیاسي‌ مخالفینو او جګړه غوښتونکو
د نفوذ او کنټرول څخه خبر دي. غني په هم دې خاطر د طالبانو سره د مذاکراتو مخالفت
کوي چې په واشنګټن کې د ده رامخته کونکي حلقې په افغانستان کې سوله نه غواړي.

په مسکو کې د افغان سیاسي
مشرانو او طالبانو تر منځ وروستۍ خبرې اترې چې په اصل کې د جمهور رئیس پوتین د حکومت
په ابتکار او عمل تر سره شوې، غني‌او د ده
رامخته کونکي امریکاییان ډېر اندیښمن کړي‌ دي. علت یې دا دی چې
یو خو دوی په افغانستان کې د امریکا د جګړې او پوځي حضور د ختمیدو په اړه له هر ډول
بحث او تفکر سره په کلکه مخالف دي‌. دوي‌غواړي چې عامه ذهنیت د خپلو رسمي‌سیاسي‌ اعلامیو او تبلیغاتو
او هم د یو څو خاصو تجارتي‌رسنیو ــ
چې د امریکا تر اغیزې لاندې دي (لکه طلوع نیوز)ــ په ناسمو راپورنو او تبصرو باندې،
په تیاره کې وساتي.

اشرف غني او د ده د
نوي انتخاباتي تیم ملګری، امرولله صالح، حیران دي چې څنګه د مسکو ناسته او د
طالبانو سره د مذاکراتو روان بهیر ناکام کړي. د دوی دواړو ضعیف استعدلال دا دی چې:
امریکاییان زموړ “ملګريری” او “دوستان” دي. طالبان او په هیواد
کې روانه جګړه پاکستان پر موږ تحمیل کړي دي. خو دوی د دې عوام فریبۍ پرته دا نه وایي
چې ولې دا د دوی امریکایي “دوستان” د پاکستان پر ځای د افغانستان له
خاورې څخه دا ۱۸ کاله د جګړې او اور میدان جوړ کړی دی؟ ولې او تر کله پورې به د
افغانستان کلي‌او کورونه د امریکا په بمباریو کې ورانیږي؟
تر کله به تاسې دوه د افغانستان پر خاوره د امریکا د بمونو او وژونو څخه دفاع کوئ؟
ترکله به تاسې دا افغانستان ورانونکې امریکایی جګړه پر افغانانو خرڅوئ؟

غني او صالح اوس په دې
هم حیران دي چې د طالبانو سره د مسکو په ناسته کې د چا ژر تخریب وکړي؟ دا خو دېره
پراخه او په تمامه معنی افغانستان شموله ناسته وه. که تر پرونه پورې، د افغانستان
په سیاسي رهبرۍ کې، یوازي‌ کرزي‌طالب ته د “ورور” خطاب کاوه، د
مسکو په وروستۍ ناسته کې د محقق او قانوني او نورو سیاسي رهبرانو او مشرانو په
شمول، ټولو د طالبانو استازو ته د “ورونو” خطاب وکړ. ټولو په یوه غږ د
جنګ د ختمېدو او د افغانستان څخه د خارجي قواوو پر وتلو باندې موافقت ښکاره کړ. د
محقق او عطا په علاوه، حتی د ملي یوالي حکومت، د ملي‌ امنیت پخوانۍ
سلاکار، حنیف اتمر لا له غني‌څخه وغوښتل
چې د طالبانو سره د مذاکراتو “مخالفت” و نه کړي.

لنډه دا چې، موږ باید
په مسکو کې د افغان مشرانو او طالبانو له یوې ناستې څخه د سولې تمه و نه کړو. د دې
ناستې تر ټولو لویه لاسته راوړنه او کامیابي دا ده چې ټولو افغان سیاسي رهبرانو او
طالبانو په اتفاق نظر سره نړۍ ته له دې ناستۍ څخه یو پیام ور کړ او هغه دا چې
افغانان په خپل هېواد کې د ټپل شوې پردۍ جګړې ختمېدل او له افغانستان څخه د بهرنیو
قواوو وتل غواړي. دا ناسته نور د تړلو دروازو تر شا یوازي‌ د امریکاييانو یا
نورو بهرنیانو سره د طالبانو ناسته نه وه. په دې غونډه کې ټول افغان مشرانو په یو
ملي‌احساس باندې د افغانستان په خیر خبرې وکړې.
افغانان باید خپل تر منځ د سیمې او نړۍ په همکارۍ، په خپل هیواد کې د جګړې د ختمېدو
دا ډول هر اړخیزه بحث ته ادامه ورکړي. د دې ناستې د ګډون کونکو (افغانانو) ترکیب
باید لا هم نور پراخ شي. د پردیو په خدمت کې کورني جګړه غوښتونکي‌ باید وپېژندل شي او
مخونه یې تور شي. نور باید دا حیاتي او بنیادي‌ بحث (جګړه او سوله) یوازي
د واشنګټن، د غني‌د حکومت او څو بهرنیو او کورنیو تجارتي
خصوصي رسنیو موضوع نه وي. افغانان باید په اتحاد سره پخپله په دې ستره سیاسي لوبه
کې ځان ګد کړي او د خپل ملت او خاورې د راتلونکی قسمت په خپله ولیکي.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه