نظر او تحلیل

د ارزښتونو حکومتي سپکاوی!

عزیز چوپان

راوي هسې روایت کا له دې بابه چې د پکتیا ولایت له خوا، د
ګردیز ښار یوه څلور لارې د کابل د کمونستي ادارې د وروستي واکمن ډاکتر نجیب په نامه
نومول شوې او دا کار یې په خپل صلاحیت کړی او ویل کېږي وړاندیز یې کړی دی چې د پکتیا
پوهنتون د ډاکتر نجیب په نامه ونومول شي.

که چېرې لارې، چوکونه، ښوونځي، پوهنتونونه یا نورې ادارې
د اشخاصو په نامه نومول کېږي؛ نو په کار ده چې هغه یا د علمي شخصیتونو یا ملي شخصیتونو
په نامه ونومول شي، هغه چې هېواد او هېوادوالو ته یې یو خدمت کړی وي، او ان ګورﺉ چې
یو نسکو ۲۰۰۷ کال د مولانا جلال الدین بلخي په نامه ونوماوه، د دې معنا دا ده چې هغه یو داسې
شخصیت و، هغه چې کوم فکر وړاندې کړی د ګرد انسانیت د درنښت وړ دی. اوس نو راځئ ډاكتر نجیب تعریف کړو، که دا کار د دې له پاره کېږي چې هغه یو ډاکتر دی او ډاکتر
تل د انسانیت خدمت کوي؛ نو نجیب خو د یوې ورځې له پاره هم چېرته کلینک جوړ نه کړ او
نه یې کوم ناروغ معاینه او تداوي کړ او بل دا چې موږ په خپل هېواد کې ډېر نومیالي ډاکتران
لرو؛ پخوا مو هم لرل او اوس یې هم لرو؛ نو پکار ده چې د هغوی نومونه ژوندي کړو. که
د سیاست په برخه کې د خدمت خبره وي؛ نو موږ ډېر نومیالي سیاستوال درلودل او لا یې هم
لرو، خو هغه د چا په یاد هم نه دي، ایا د میوندوال په نامه کوم پوهنتون لرو؟ د موسی
شفیق په نامه کوم پوهنتون لرو؟ د عبدالرحمن پژواک په نامه یې لرو؟ نو نجیب څوک دی؟
نجیب د خلق دموکراتیک کمونست ګوند یو غړی ؤ چې د کا جي بي د آرشیف د څانګې د پخواني
مشر واسیلي متروخین په حوال واک ته تر رسیدو لا د مخه د کا جي بي په ماجب خورو کې شما
و، بیا د ۱۳۵۷ د ثور په کرغېړنه کودتا کې شامل و، بیا د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه له ببرک کارمل سره یو ځای
پر روسي ټانکونو سپور کابل ته راغی چې دلته کارمل ورته هم د جنرالۍ رتبه ورکړه او هم
یې د خاد د جهمني ادارې ریاست ور وسپاره. که څه هم د خاد اداره په خپل ټول عمر کې یوه
سفاکه اداره وه؛ خو د خلقیانو په دوره کې د اسد ا… سروري او د پرچمیانو په دوره کې
د نجیب دورې په کې خاص شهرت درلود. نجیب په زرګونو کسان پخپلو لاسو او خپله تومانچه
ووژل د داوود خان د مخابراتو لومړنی وزیر محتاط چې د نجیب په وخت کې د هغه مرستیال
پاتې شوی وایي چې نجیب یوه ورځ پر دې پښېماني وښوده چې د خاد رییس پاتې شو او ویل به
یې چې هغې دورې د ده سیاسي شهرت ته سخت زیان ورساوه؛ خو د نجیب دې ته پام نه و چې په
مجموع کې د دوی اداره یوه بدنامه اداره وه، له اسلام او هېواد او هېوادوالو سره د هغوې
د دښمنۍ د ثبوت له پاره هېڅ دلیل او دلایلو ته اړتیا نشته، کوم یوه یې د ولس په سر
کې ګلان کېښودل؟

د نجیب په باب ډېره تېروتنه دا کېږي چې:

ــ هغه روسي لښکرې له افغانستانه ویوستې

ــ هغه د ملي پخلاینې اعلان وکړ

حال دا چې روسان د نجیب په غوښتنه او فرمایش له افغانستانه
و نه وتل، بلکې کله چې ګرباچف د شوروي د وروستې واکمن په حیث واک ته ورسید، په مجاهدینو
یې خپل وروستی زور و کاراوه؛ خو نتیجه یې نه لرله؛ نو بیا یې افغانستان د روسانو له
پاره د «ناسور ټپ» وباله او له افغانستانه یې د وتلو پرېکړه وکړه. د نجیب د وخت د هوایي
قواو قوماندان جنرال عتیق ا… امر خیل په یوه تلویزیوني بحث کې وویل چې روسانو موږ
یو کال د مخه کښېنولو او را ته ویې ویل چې موږ له افغانستانه وځو؛ نو تاسې چې کوم څه
ته اړتیا لرﺉ هغه موږ ته ووایاست چې در یې کړو چې بیا موږ د خپلو غوښتنو لیست ورکړ
او هغوی موږ ته پوره کړ او ۲۲ الوتکې یې هم راکړې. بله دا چې نجیب د چا په زور واک ته ورسید،
ان چې ببرک ورته مسکو له واکه ګوښه کړ او دی یې د واک پر ګدۍ کښېناوه، نو دا هسې اوتې
بوتې دي چې نجیب روسان له افغانستانه وایستل.

پاتې شوه د ملي روغې جوړې خبره، نجیب دا اعلان وکړ، خو هغه
ته بله لاره نه وه پاتې هغه ان چې د محمود خان اڅکزي په وسیله هم د مجاهدینو یوه مشر
ته پیغام ور استولی و چې غواړي واک ور وسپاري؛ خو د پاکستان استخباراتو هغه طرح سبوتاژ
کړه ان چې افغان مورخ اعظم سیستاني خو کاږي چې نجیب ا… غالباً په ۱۳۶۸ کې پاکستان ته هم یو پټ سفر وکړ، دا سفر د یوې
شپې سفر و؛ خو نتایج یې تر اوسه پورې را برسېره نه شول چې هلته یې له چا سره وکتل او
څه یې سره وویل. دا که اوس هر څوک غواړي چې له نجیب نه یو ملي قهرمان جوړ کړي، زه فکر
کوم نه یې ولس مني او نه یې تاریخ؛ ځکه تاریخ بینا سترګې لري، تاریخ تر بل هر چا نه
نجیب او د ده امثال ډېر ښه پېژني، د خلق دموکراتیک کمونست او قاتل حزب هېڅکله هم کوم
ملي قهرمان نه دی زېږولی؛ بلکې همدا حزب و چې هېواد یې د طوفانونو څپو ته وسپاره او
که نه د افغانستان ولس خو یو غریب ولس و، نه یې له سیاست سره چندان کار درلود نه له
واک سره، بس هر چا خپله مزدوري کوله او خپلو بچو ته یې یوه وچه ډوډۍ ګټله. دا خو کمونستان
وو چې په ۱۳۵۲ کې د داوود خان تر وزرو لاندې ننوتل او هغه یې یوې کودتا ته وهڅاوه او په ۱۳۵۷ کې یې کمونستي کودتا وکړه او مستقیماً یې په افغانستان
کې د مارکسېزم ــ لېننېزم بیرغ پورته کړ او د لېنن د وصف ترانې یې ویلې او د کور کالي
ډوډۍ شعار یې زمزمه کاوه.

اوس له ما نه دا خبره ورکه ده چې په افغانستان کې به څوک
زموږ د عقیدتي او ملي ارزښتونو پاسوالي کوي؟ جهادي ګوندونو خو هلته خپل سر وخوړ او
ان له بریا نه لا د مخه په خپلو کې یو بل ته اړم شوي وو، او بیا چې کمونستي حکومت نسکور
شو، بیا یې په خپلو کې تسلېحاتي مسابقه شروع کړه، حکومت هلته غلی دی او ولسمشر خپل
د تحلیف الفاظ او جملات فقط همغه د تحلیف پر مهال یاد و او نور یې له یاده و ایستل،
علما مو هلته په یو څو بدمرغو دلاسا شوي دي او په هېواد کې روانو انحرافاتو ته په بې
تفاتۍ سره ګوري او یو هم غږ نه پورته کوي چې هسې نه حکومتي تنخوا را باندې ودرېږي،
قومي مشرانو نه هم ساه ختلې ده، او نور خو په سلو لارو وېشل شوي دي او هر یو خپله خپله
دنبوره غږوي.

اوس موږ ته یوه لاره پاتې کېږي چې هغه همېشنۍ لاره ده او
هغه دا چې د کایناتو د ستر رب دربار ته د نیاز لاسونه لپه کړو او د خپلو ستونزو حل
ترېنه وغواړو؛ نور خو موږ سړي نه لرو، که مو لرلای دې حالت ته به نه راتلو؛ نو وایي:

چې نه دې وي سړي؛ مه کرت خوره مه غوړي

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

Tags
%d bloggers like this: