روغتیا

ذهني فشار د هډوکو د کمزورۍ لامل هم کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د ډیرو بوختیاو له کبله ذهني فشار یوه عامه ناروغي ګرځېدلې ده، چې د نړۍ هر دریم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي.

په انسان کې یوه ناروغي هغه مهال زور اخلي کله چې ناروغ له ذهني فشار سره مخ شي او په وړو خبرو اندیښنې کوي، دداسې کسانو لپاره بد خبر دادی چې دوی د هډوکو کمزورۍ سره مخ کیږي.

د یوې تازه ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په پرلپسې ډول په ذهني فشار او اندیښمن اخته کسان په بدن کې د ویټامن ډي کچه کموي چې له کبله یې هډوکي کمزوري کیږي.

پوهان وایي چې میرمنې د نارینوو په پرتله زیاتې د ذهني فشار ښکار وي، همدغه لامل دی چې د میرمنو هډوکي هم د نارینوو په پرتله کمزورې وي، د څیړنې سره سم ویل شوي چې دغسې کسانو کې د هډوکو ماتېدلو ګواښ درې چنده زیات وي.

څيړونکي زیاتوي، هغه کسان کوم چې د اوږدې مودې لپاره د ذهني فشار ښکار وي په بدن کې د بېلا بېلو مادو توازن خرابوي، چې اغیز یې پر بندونو او هډوکو کیږي.

له دې وړاندې هم ځینو څیړنو ثابته کړې چې ذهني فشار، د ستړیا احساس او یوازې والی په هډوکو کې بېلا بېل منرالونو کچه ټيټوي چې ددوی د ژوند په فعالیت اغیز کوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ذهني فشار د هډوکو د کمزورۍ لامل هم کیږي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: