افغانستان

خلیلزاد: واشنګټن غواړي د افغانستان د ټاکنو تر پیل پورې له طالبانو سره سوله وکړي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې واشنګټن غواړي د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر پیل پورې له طالبانو سره سوله وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په امریکا کې د سولې انسټیټیوت ته په وینا کې وکړې او زیاته یې کړه چې واشنګټن د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د مذاکراتو د چټک پیل غوښتنه کوي.

خلیلزاد ویلي طالبانو سره د سولې هوکړې ته رسیدل چې څومره زر وي زه موافق یم، خو تر راتلونکو انتخاباتو پورې دغه کار که څه هم ګران دی، اما که مونږ وتوانیږو دا به د افغانستان په ګټه وي.

خلیلزاد همدا راز ویلي مونږ غواړو چې بین الافغاني مذاکرات همدا اوس پیل شي، خو طالبانو بیا په وار وار د امریکایانو په وجود کې د کابل حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې.

نوموړي ویلي امریکا ته په افغانستان کې د نظامي حضور پای ته رسول مطلوب ندي بلکې هغه پدغه هیواد کې د سولې موافقې ته رسیدل غواړي.

خلیلزاد ویلي هر کله چې امریکا دغه توافق ته ورسیږي او په راتلونکي کې د افغانستان خاورې څخه ورته د اطمینان ډاډ ورکول شي هغه شیبه به د امریکایي ځواکونو وتل پیل شي.

%d bloggers like this:
/* ]]> */